زه ولی خوشبین او هیله من یم چه دا وطن جوړیږی ، ان شاء الله تعالی؟
دوکتور عمر عماد
زه د یو مسلمان او د یو افغان او د حالاتو د څارونکی په صفت پدی باور یم چه الحمد لله ، هغه توره او اوږده شپه تیره شوه ، د سهار څرک لږیدلی او د سپین لمر راختلو په تمه یو.
دا هسی خیالی هوس او بی بنسټه هیله مندی نه ده ، بلکه په همدی شیبو ، او نږدی او اوږد راتلونکی کی په څو عینی واقعیتونو ولاړه ده :
لمړی دا چه:
په وطن کی د کلونو کلونو راهیسی د وینو توییدل ودریدل او د جنګ اوجکړی ناخوالی ختمی ، او دویر اوماتم ټغر ټول شو .
دوهم دا چه :
د هغو زور واکانو ښکرونه مات او برجونه یی ونړیدل کومو چه د خپلو شخصی ګټو لپاره دکلونو کلونو راهیسی په یو او بل نوم ولس یرغمل نیولی وو او ددی خنډ وه چه دلته دی یو ځواکمن مرکزی حکومت جوړ شی . زه به کله ناکله ډیر زیات ناهیلی شوم چه افغانستان په قومونو اوویشل شو ، او اوس د قومونو تر مینځ تربګینی او حساسیت دومره ژوردی چه په عادی توګه یی رښتینی پخلا کیدل او حساسیت ختمول ستونزمن دی او ددی کار لپاره یو داسی ژور طوفانی بدلون ته اړتیا ده چه دا اوسنی حالت بیخچن تغییر کړی ، تر څو له سره ددی وطن جوړول پیل شی. او دغه بدلون اوس راغلی دی ، نن داسی څوک نشته چه د تاجک او یا اوزبک او یا هزاره او یا پښتون او یا کوم بل قوم په نوم تجارت وکړی او د یو واحد ملت په حیث د افغانستان شتون د سوال او پوښتنی لاندی راولی او ددی ملت یووالی وننګوی . اوس ددی رښتینی فرصت راغلی چه ټول افغانان د یو ملت په حیث یوازی داسلام د چتر لاندی راټول او د ورونو په شان ژوند وکړی .
او دریم دا چه :
نن - کم ازکم د اوس لپاره- په افغانستان کی د الحاد او سیکولریزم او بی دینئ د خپرونی هغی خطرناکی څپی مخه ډپ شوه چه په ډیری چټکئ دلته روانه وه .
دا د افغانانو د بی دریغه سرخندنی او قربانئ هغه فوری مثبتی پایلی چی چه باید افغانان یی د الله تعالی شکر پر ځای کړی .
البته ددی تحول یوه منفی محتمله پایله دا ده چه کیدای شی د یو څه وخت لپاره پر مونږ پردی خیراتونه ودریږی او د اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان شو ، خو دا ما ته دومره د اندیښنی وړ خبره نه ښکاری ، بلکه برعکس زه پدی باور یم چه ( لا تحسبوه شرا لکم ، بل هو خیر لکم ) ، ( وعسی ان تکرهوا شیئا وهو خیر لکم) څوک چه په تیاره او دخیرات په ډوډئ روږدی شی بیا ورته تندی خولی کول ګران وی ، نو اوس به مونږ مجبور وو چه خپل تندی خولی کړو او د خپل وطن جوړولو ته مټی راونغاړو.
هو ، فقر ته ځما چندان اندیښنه نشته ، بلکه ځما اندیښنه دی ته ده چه مونږ وکولای شو چه ددی ستری قربانئ او بی شمیره کړاونو انګیزی ته د عمل جامه ورواغوندو او په عینی واقعیت یی بدله کړو چه هغه :
د یو رښتینی اسلامی نظام قائمول دی ، یعنی هغه څه چه زمونږ دنیوی نیکمرغی پکی نغښتی، او د اخروی بری مو ضامن دی .
