د يو نوی تاريخي فصل لپاره هر يو تر خپل وسې هڅه او کار وکړو
زاهد جلالي
د ۲۰۱۹م کال جولای مياشت کې نيپال کې يو نړيوال کنفرانس رابلل شوی و. له ايران څخه يو ايراني دپلوماټ راغلی و. هغه په مختلفو اروپايي هېوادونو کې سفير پاتې شوی و. که څه هم د کنفرانس موضوع بله وه، خو ده به هره خبره د امریکایانو له لورې پر ايران بنديزونو سره تړله او شکايت به يې کاوه.
ايران يو ډېر ستر هېواد دی. مهم جغرافیایي موقعیت لري. خپل توليدات او ډېرې منابع لري، خو له دې ټولو سره سره د امریکا سختو بندیزونو د دغه هېواد ملا ور ماته کړې وه. دغو بنديزونو پر نر، ښځه، بوډا، ماشوم او ټولو خلکو سخته منفي اغېزه کړې وه.
اوس د امريکا له لورې د افغانستان ملياردونه ډالره سرمايه کنګل کېدل ډېر بد خبر دی. د افغانستان حکومت تر اوسه له دې ټولو مرستو سره له دومره اقتصادي ستونزو سره مخ و او په فقر کې سخت ډوب و، اوس چې مرستې نه وي، پر دې سربېره شته سرمايه چې د ملت سرمايه ده، کنګل شوې وي، بيا به څه حال وي؟ دا يو بد زېری دی.
د هر افغان مسؤولیت دی چې پر هر سټيج او هر ټرېبيون دغه کار وغندي او له ستونزو د وتلو لاره کې خپل ملي مسؤولیت ادا کړي. اوس ښه خبره دا ده، چې د يوبل له ملامتولو، سپکولو، کوچنيو مسايلو کې د بوختېدو پر ځای ستر فکر وکړو او د ملت غم وکړو. د غالب او مغلوب خبرې يوې خوا ته، يو تاريخي فصل وتړل شو او بل پرانيستل شو، بايد د خلکو له پاره هر يو خپل تر وسې هڅه وکړي.
