ليکنې
د خندا او که د ژړا وړ ؟
دوکتور عمر عماد
یو څه فدیوګانی می ولیدلی چه یوه ډله خلکو چه اوږدی ږیری یی پر مخ او سپینی پګړئ یی په سر وی په مسجد او یا کوم بل ځای کی توره ګردله او هیا هوی شروع کړی وی او د یو مکار مشر په مخ کی داسی حرکتونه کوی چه ځما غوندی نابلده خلک ورته هک حیران شی چه دغه خلک لیونیان دی او که نشه؟ خو خبر نه وی چه بله ټکه پری رالویدلی ده ، دوی د پیر په مینه کی داسی په وجد راغلی او داسی مستئ اخیستی چه دهغه په وړاندی یی خپل انسانی کرامت هم هیر کړی ، او له ځانو سپی جوړول او یا په یوه پښه نڅاکول اودی ته ورته کارونه ورته دپیر درناوی ښکاری ، ګوندی وی چه پیر صاحب د خپلو برکاتو او رحماتو پیرزوینه پری وکړی ...
ما چه اول ځل دغه خلک ولیدل نو د ځان سره می وویل چه دوی به د...
نور ولوله
حکمتیار: چارواكي مطبوعات مهار او د اسلامي لارښوونو په مراعات ئې وگماري
له بدلون ورسته ډېرى رسنۍ؛ تر ډېره حده اصلاح او د نوي وضعيت له غوښتنو سره سم عياري شوې، د خبريالانو په ويناوو او لهجو كي هم بدلون راغى او د څېرو په ظواهرو كي هم، گنده او مبتذل سريالونه، مسخره او منحط پروگرامونه بند شول او ځاى ئې نسبتاً ښو او زموږ له ديني او ملي ارزښتونو سره متناسب سريالونو او پروگرامونو ته پرېښود؛ خو لا څو ورځي نه وې تېري شوې چي رسنۍ مخكني حالت ته ستنې شوې؛ همغه مخكيني مبتذل سريالونه او پرگرامونه؛ له همغه ځاى بېرته پيل شول چي متوقف شوي وو!! د كاركوونكو څېرې ئې هم بدلې شوې او لهجې ئې هم. ځيني وايي چي دوى ته د اړوند چارواكو له لوري ويل شوي چي رسنۍ آزادي دي او كولي شي د مخكي په څېر نشرات ولري!! ځيني لا مخكي ځي او وايي: پر خپل حال د مطبوعاتو او رسنيو پاته كېدا؛ د دوحې د معاهدې يوه ماده او ژمنه ده؛ هيله مو دا ...
نور ولوله
نوې سړه جګړه؛ شمالي کوریا؛ د امریکا لوی دردِ سَر
شمالي کوریا نن د اوبو لاندې یو انټر کانټینینټل بلاسټېک توغندی ټست کړ چې په سوېل کوریا، جاپان او امریکا کې یې سخت غبرګون راپارولی.
شمالي کوریا ولې داسې بې سُره کارونه کوي؟
د تېرې سړې جګړې اولنۍ نښته د کوریا جګړه یادېږي چې د شمالي کوریا او سوېل کوریا تر منځ وشوه. له ۱۹۵۰م تر ۱۹۵۳م پورې درې کاله دا جګړه د چین او امریکا تر منځ د سړې جګړې په اوایلو کې اولنی ټکر ؤ. شمالي کوریا چین بسپنه کوله او جنوبي کوریا امریکا، تر دې حده چې امریکايي پوځیان او چینايي پوځیان سره مخامخ هم وجنګېدل. د کوریا له درې کلنې جګړې وروسته کوریا همداسې په دوه برخو تقسیم پاتې شوه.
اوس مهال امریکا او چین ته د چین په شرق کې پراته دا هیوادونه ستراتیژیک اهمیت لري...
نور ولوله
نړیوال په خپل مینځ کې د افغانستان په معضله باندې اختلافات لري
په دوه مختلفو متضادو فکرونو او اهدافو باندې د پانګونې رقابت کوي.
له یوې خوا فکر کوي چې ګواکې افغانستان د زبرځواکونو لپاره یوه مهم اقتصادي، سياسي، او نظامي ستراتیژیک موقعیت دی او غواړي چې دلته خپل شتون او حاکمیت لپاره مشروعیت پیداکړي.
حال دا چې په شلو کالو کی پرته له جګړو نه بل داسې څه په ميراث نه لري.؛
له بلې خوا وایي د افغانستان له موقعیت نه زمونږ د هیوادونو مشترک منافع له ګواښ او خطر سره مخ دي، نو مونږ به په افغانستان کې تر هغه تحریمونه تهدیدات او مداخله کوو، ترڅو چې زمونږ شرایط او غوښتنې منل شوي نه وي او مونږ ته متوجه خطرات له منځه تللي نه وي!
دې خبرو ته په کتو باید افغانان په ډېر څه پوه شي، افغانانو ته پ...
نور ولوله
و ما ارسلنک الا رحمه العالمین
تبریک میلاد پیامبر رحمت؛ بهانه ای برای دوستی و اخوت اسلامی است
امیدواریم به میمنت سالروز میلاد رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، اخوت برادری وهمدلی در میان جامعه اسلامی تقویت یافته، کشور عزیزمان را خداوند متعال از این وضعیت دردناک نجات دهد.
- تبریک میلاد پیامبر رحمت؛ بهانه ای برای دوستی و اخوت اسلامی است
ایام میلاد پر برکت پیامبر اسلام، فضای مجازی را به تکاپو واداشته است. با وجود اینکه 1400 سال از ایجاد پیمان اخوت و برادری در بین مسلمانان توسط پیامبر عظیم الشان اسلام (ص) می گذرد، این پیام همچنان تازگی دارد تا جایی که کاربران شبکههای اجتماعی به مناسبت هفته وحدت پویش برادری_عهد_پیمبری را شکل دادهاند.
این ر...
نور ولوله
واکمنو ته سپینه خبره (ستر جهاد)
واکمنو ته سپینه خبره کول زور غواړي، لیږ نه ډېر غواړي، خو که څوک زړه کې د الله رښتینې وېره ولري او د ولس وګړي د خپلو مېندو او پلرونو، خوېندو او وروڼو او لوڼو او زامنو په څېر وبولي، د هغو درد، کړاو او هره ستونزه خپله او په رښتینې توګه احساس کړي؛ هغه سړی واکمن ته د سپيني خبري زور لري. او هغه کولی شي دا عظیم او ستر جهاد تر سره کړي، ظالم او سرټمبه واکمن ته حقه وینا او سپینه خبره عظیم جهاد دی. إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الْجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ. رواه الترمذي.
په دې اړه د اسلام د راشد خلیفه عمر بن الخطاب او معاوية بن ابي سفیان رضي الله عنهم د واکمنۍ د مهال څو په زړه پورې بېلګې راخلم. خدای دې وکړي په یاد یې ولرئ او که چرته اړتی...
نور ولوله
بدلون: ناپوهي، ټوکې او که د تعليمي نظام د ړنګولو پلان؟
محمد اسماعيل عندليب
د انجونو د زده کړې په اړه د مور ميری سلوک، او که جهالت ته د يو قشر ټېله کول؟
دوه مياشتې او څلور ورځې بشپړې شوې، چې پخوانی حکومت ړنګ، او واکمني طالبانو تر لاسه کړې، طالب مشرانو په لومړي سر کې ويلي و، چې د حکومتدارۍ ټولو خواوو ته به پوره پاملرنه وکړي، خصوصاً د زده کړې برخې ته به متوجه و اوسي.
د اوسني ضعيت په هره برخه کتاب کتاب خبرې کېدای شي، خو زده کړه بيا تر ټولو مهمه ده، امارت له پخوا څخه هم د پوهنې او لوړو زده کړو کميسيونونه درلودل، تمه وه چې د پوهنې او زده کړو په برخه کې به ډېر عاجل اقدامات وشي، ځکه علماء تر ټولو زيات ټينګار په علم کوي.
سمه ده، چې حکومت نوی شوی، حو...
نور ولوله
په رسمیت پېژندنه د حقوقو او سیاست په ارزونه کې
دوکتور محمد عثمان ترهکی
د حکومت او دولت رسمیت پېژندنه سره توپیر لري:
حکومت او دولت دوه جلا حقوقي جوړښتونه دي. د حکومت رسمیت پېژندنه د دولت له رسمیت پېژندنې څخه جلا ګڼل کېږي. حکومت د دې لپاره چې په نړیوال تعامل کې ورګډ شي رسمیت پېژندنې ته اړتیا لري. خو دولت کله چې د درېګونو مرکباتو (خاوره، وګړي او حکومت) خاوند شو، خپل شتهوالی په بشري کورنۍ باندې تپي او رسمیت پېژندنې ته نه اړ کېږي.
دولت تلپاتې جوړښت دی، چې د حکومتونو د بدلون تر اغېز لاندې نه راځي. د حکومتونو د بدلون په بهیر کې، دولت د یو مسؤل او ذمهوار حقوقي جوړښت په حیث خپلو کورنیو دندو ته دوام ورکوي او نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاته کېږي. خو ...
نور ولوله
ترکيه او اسلامي ټولنه يې!
زاهد جلالي
زه خبر شوم چې ستاسې هېواد کې نر او ښځې د خلکو په منځ کې له يو بل سره ګډېږي او د حيا او اخلاقو مخالف کارونه کوي. دا چې ستاسې هېواد زموږ په ګاونډ کې دی او امکان لري چې دغه بې حيايي زموږ هېواد کې هم خپره شي، نو کله چې زما دغه ليک در رسېږي، له دې سره بايد د دغې بد اخلاقۍ مخه ونيسئ، که نه زه خپله کولای شم چې درشم او د دغه کار مخه ونيسم.»
دا د فرانسې پاچا ته د عثماني واکمن، سليمان قانوني ليک و. سړی چې نننۍ ترکيه ويني بيخي مايوسه شي. سړی تصور نه شي کولای چې هغه ترکيه دې دومره بدله شي.
متاسفانه اوس وخت کې چې څوک استانبول کې ګرځي، د جوماتونو له دنګو منارو او د اذان له خوږو انګازو ور هاخوا، اصلا ګومان نه ک...
نور ولوله
انجنير احمدشاه هوښيار او زړور سړی و
د {2010} ميلادي کال، د شپې يوه نيمه بجه وه ، مونږ درى نفره ، د آرواښاد انجينر احمدشاه احمدزى ، کور ته کابل ، وزيرآکبر خان ، کي يې موقعيت درلود ورسيدلو ، آنجينر صيب خپل انظباط (ساتونکې) ته ويلى وه ، کله چي هم ميلمانه راورسيدل ، ما به له خوبه راويښوي ، انظباط آطاق کى کينولو او د انجنير صيب خواته ولاړ ، لږه شيبه وروسته انجنير صيب راغلو ، زمونږ مشر ورته وويل ، تکليف دى وکړ سبا به مو ليدلاى واى ، هغه ورته ځواب کى وويل تاسى په اوسني شرايطو کى دلته د راتلو چي کوم تکليف کړي ، زما تکليف ورته هيڅ هم ندى ، د شپي په درى بجو زمونږ لخوا ولاړ بيده شو او مونږ هم بيده شو ، سبا سهار د انجنير صيب احمد شاه په وساطت زمونږ مشر د هغه مغرورې نړۍ له م...
نور ولوله
کرزی صاحب ته دا حکومت غیر ملي او د مقاومت ډلې هر څه ملي ښکاريدل
د اوسني حکومت ملي مشروعیت او یا عدم ملي مشروعیت یوه جدا موضوع ده. په دې رابطه حداقل هغه څوک د خبرو او نظر ورکولو حق باید ولري چې لږ تر لږه خو دغه جنګځپلي هیواد او ملت ته ژمن او صادق پاتي شوي اوسي. نه هغه څوک چې د هیواد او ملت په پلورلو کې لاس لري او د افغانانو په وینو ئې لاسونه ککړ وي.
په هر حال
ښاغلي کرزی وائي چې نړیوال د افغانستان اوسني حکومت په رسمیت نه پیژني دا ځکه چې ملي مشروعیت نه لري.
په داسې حال کې چې دوی په تیرو شلو کلونو کې د بهرنیانو او د یوې خاصې پرديپالې او تش په نوم مقاومتي ډلې په واسطه او د ملي مشروعیت پرته په ملت باندې تپل شوي وو. خو له بده مرغه همدغه کرزی او معلم غني دواړو د مقاومت ډلو ته په رسمي ډول مشروعیت ورکړو او په حکومت کې...
نور ولوله
ازبکستان ته د نوي حکومت د مشرتابه پلاوي سفر مهم او پر وخت سفر ؤ
ازبکستان افغانستان ته له درې نورو هیوادونو له ټولو زیاته برېښنا صادروي. دې سره چې تېر حکومت د برېښنا پېسې نه وې پرې کړې د ازبکستان دا تصمیم چې افغانستان باندې به خپله برېښنا نه بندوي مهم تصمیم دی. همدا راز ازبکستان هم افغانستان سره دې لپاره غواړي ښه روابط ولري چې دوی کولی شي زمونږ له لارې سوېل آسیا ته ورسېږي. ازبکستان سوېل آسیا ته رسېدلو لپاره د پاکستان او ایران دوه لارې لري چې دواړو کې د افغانستان همکاري دوی لپاره مهمه ده. د سرخان-پلخمري د برق پروژه بله مهمه پروژه ده چې ازبکان غواړي تر سره یې کړي.
د ازبکستان د اسلامي ګوند د جنګیالیو، دوه طرفه تجارتي روابطو، د مزار-کابل-پېښور ریل لارې، ټرانرېټ او همداسې نورو مسائلو په اړه ازبکستان مجبور دی چې خپلو ګټو لپاره نوي حکومت سره تعامل وکړي...
نور ولوله
مبارز او مخکښ مجاهد انجنير احمدشاه
استاد جمعه خان نورستانی
د دعوت، جهاد او د هجرت په دیار کې زمونږ مبارز، مخکښ مجاهد، مخلص او صادق ملګري، انجینیر احمد شاه احمدزي خپل روح مهربان او رحیم ذات ته وسپاره.
إنا لله وإنا إليه راجعون
د ارواښاد انجینر صاحب د وفات خبر ډېر زیات خواشینی کړم، نوموړی له مونږ په داسې حال کې رخصت شو چې یو عالَم نېک خاطرات او یادونه یې راته په میراث کې پرېښودل.
د ارواښاد انجینر صاحب مړېنه یوه لویه تشه ده، خدای تعالی دې د ده ځای د ده په څېر په مخلصو او مبارزو افرادو ډک کړي، ان شاء الله همداسې به کېږي.
د دعوت او جهاد قافله د افرادو په مړینې نه له مزله پاتې کېږي او نه یې قافله په شمېر کې کمې...
نور ولوله
ډاکټر منيب؛ د يو فکري ملګري ياد!
دوه لسيزې مخکې چې کله ډاکټر حبيب الرحمن منيب د ننګرهار له طب پوهنځي فارغېده، نو هلته دا دستور و، چې فارغېدونکو محصلينو به د پنځم ټولګي په جريان کې د خاطرو کتابچه جوړوله او په دې کتابچه کې به يې د ملګرو خاطرې راټولولې، کله چې ما ته ډاکټر منيب کتابچه راکړه نو اوس مې هم يادېږي چې هلته مې د اسلامي نهضت له انجنير حبيب الرحمن شهيد سره د ډاکټر حبيب الرحمن د شريکو مناسبتونو خبره کړې وه، ډاکټر منيب د همدې مناسبتونو سړى و او د نهضتي مناسبتونو دا سړى د ژوند تر پايه د جمعيت اصلاح په اډانه کې د نهضت پر ميراثي مسير پاتې شو.
ډاکټر منيب د اسلامي فکر يو داسې لاروی و، چې الله تعالی په کې د يو لوړ شخصيت خاصيتونه ايښي وو، نوموړی يو متواضع او خاکسار انسان و، په دا دومره اوږده ملګرتيا کې يې ما د ځان غوښتنې او ...
نور ولوله
د اسلامي امارت اړوند ټولو امنيتي منسوبينو، چارواکو او ملګرو د پام وړ!
کلیم الله مې وراره دی، د جلال آباد فارم هډې سيمې اړوند د وزیر محمد ګل خان لیسې معلم دی چې پس له وخته خپله ریکشه چلوي. نن د ااا امنيتي منسوبينو د جلال آباد ښار انګورباغ په چېک پواينټ کې شا او خوا د مازیګر پنځه بجې له خپلې ريکشې کوز کړی او نامعلوم لوري ته يې له ځانه سره وړی.
وراره مې د هېواد یو له هغو ځوانانو څخه دی چې هېواد او د پوهنې په برخه کې يې د هېواد معصومو بچيانو ته له خیر پرته بل څه نه دي رسېدلي.
دا ډېره ناانصافي او ستر ظلم دی چې یو څوک دې په دغه شکل نیول کېږي او نامعلوم لوري ته وړل کېږي.
فرضاً؛ که په وراره مې کوم تور وای او يا وو، باید د قانون له مخې یې د احضار او پلټنې جلب یا کور او یا هم لیسې ته لېږل شوی وای، مګر ...
نور ولوله
