No-IMG

مبارز او مخکښ مجاهد انجنير احمدشاه

استاد جمعه خان نورستانی

 

د دعوت، جهاد او د هجرت په دیار کې زمونږ مبارز، مخکښ مجاهد، مخلص او صادق ملګري، انجینیر احمد شاه احمدزي خپل روح مهربان او رحیم ذات ته وسپاره.

إنا لله وإنا إليه راجعون

د ارواښاد انجینر صاحب د وفات خبر ډېر زیات خواشینی کړم، نوموړی له مونږ په داسې حال کې رخصت شو چې یو عالَم نېک خاطرات او یادونه یې راته په میراث کې پرېښودل.

د ارواښاد انجینر صاحب مړېنه یوه لویه تشه ده، خدای تعالی دې د ده ځای د ده په څېر په مخلصو او مبارزو افرادو ډک کړي، ان شاء الله همداسې به کېږي.

د دعوت او جهاد قافله د افرادو په مړینې نه له مزله پاتې کېږي او نه یې قافله په شمېر کې کمېږي. دا قافله به په خپل طبعي مسیر روانه وي او د قافلې افراد به یې په هر عصر کې ورځ تر بلې په نوي عزم ورسره یوځای کېږي.

د ارواښاد ټولو ملګرو، خواخوږو او خپلوانو ته د الله تعالی له لوی درباره جمیل صبر او ارواښاد ته د په جنت الفردوس کې د انبیاو، شهداو او صالحینو ملګرتیا غواړم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک