په رسمیت پېژندنه د حقوقو او سیاست په ارزونه کې
دوکتور محمد عثمان ترهکی
د حکومت او دولت رسمیت پېژندنه سره توپیر لري:
حکومت او دولت دوه جلا حقوقي جوړښتونه دي. د حکومت رسمیت پېژندنه د دولت له رسمیت پېژندنې څخه جلا ګڼل کېږي. حکومت د دې لپاره چې په نړیوال تعامل کې ورګډ شي رسمیت پېژندنې ته اړتیا لري. خو دولت کله چې د درېګونو مرکباتو (خاوره، وګړي او حکومت) خاوند شو، خپل شتهوالی په بشري کورنۍ باندې تپي او رسمیت پېژندنې ته نه اړ کېږي.
دولت تلپاتې جوړښت دی، چې د حکومتونو د بدلون تر اغېز لاندې نه راځي. د حکومتونو د بدلون په بهیر کې، دولت د یو مسؤل او ذمهوار حقوقي جوړښت په حیث خپلو کورنیو دندو ته دوام ورکوي او نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاته کېږي. خو که نوی حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي له نورو هیوادونو سره په تعامل کې، دولتي اجراآت تر زیاتي اندازې پورې له محدودیتونو سره مخ کېږي. په سفارتونو، نړیوالو غونډو او مختلفو سازمانونو (د ملګرو ملتونو په شمول) د حکومت استازیتوب او د بین المللې دندو د اجرأ په برخه کې تشه رامنځته کېږي.
له بلې خوا هغه هیواد چې د بل هیواد، نوی حکومت په رسمیت پېژني په کوربه هیواد د خپل دیپلوماتیک پرسونل دیپلوماتیک مصئونیت تضمینوي او د اړتیا په صورت کې د مقیم هیواد د حقوقي او اداري مؤسساتو څخه ګټه پورته کولی شي.
د دوفکتو او دوژور رسمیت پېژندنه:
د نوي حکومت په رسمیت پېژندنه یا نه پېژندنه د دولتونو مطلق او انحصاري حق دی. د نوي حکومت په رسمیت پېژندنه په دوه ډوله مطرح کېږي: «دوفکتو» او «دوژور»
۱- دوفکتو رسمیت پېژندنه د حکومت جوړولو مدعي ځواک د سیاسي او حقوقي ودې له څرنګوالي سره تړاو لري.
کله چې د حکومت جوړولو مدعي ځواک په اړوند قلمرو باندې بشپړ کنترول ونه لري، امنیت نه شي ټینګولی او د کورني مشروعیت څخه بې برخې وي. د ځینو سیاسي او ژِیوپولتیکو ملاحظاتو له کبله ممکن په دوفکتو ډول په رسمیت وپېژندل شي. یاد ځواک کولی شي په کور دننه او دباندې له سیاسي لوبغاړو سره په تعامل کې قرار ولري.
دوفکتو په رسمیت پېژندنه يو ځواک ته بشپړ حقوقي هویت او په نړیوالو تعاملاتو کې د ورګډېدو وړتیا نه ورکوي.
د طالبانو تحریک د دوحې د هوکړهلیک له مخې چې له امریکایانو سره یې ترسره کړ، د یو سیاسي، عقیدوي او جنګي ځواک په توګه چې د راتلونکي حکومت د جوړولو په درشل کې دی، په دوفکتو ډول په رسمیت وپېژندل شو. په سیمه کې د طالبانو ديپلوماتیکو مسافرتونو هغوی «دوژور» رسمیت پېژندنې ته رانږدې کړل.
۲- کله چې د حکومت جوړولو یو خپلواک ځواک په ټول قلمرو کې واکمن شي، بشپړ امنیت تأمین کړي، د اساسي قانون د حکمونو پر بنسټ او د ډیموکراسۍ د اصولو په درناوي استقرار ومومي، د یو واقعیت په توګه په «دوژور» ډول په رسمیت پېژندل کېږي.
یاد فورمول مطلقه بڼه نه لري. هیوادونه لیوالتیا لري چې رسمیت پېژندنه د خپل سیاست او دیپلوماسۍ د یو لاسوند په توګه وکاروي او له شرطونو سره یې مل کړي. د احتمال څخه لرې نه ده چې یو حکومت سره له دې چې د هیوادني یا کورنیو حقوقو (اساسې قانون) د احکامو پر بنسټ جوړ شي او په خاوره کې کنټرول ولري، په دوفکتو ډول په رسمیت وپېژندل شي. برعکس داسي هم واقع شوي چې یو حکومت سره له دې چې ټول حقوقي شرطونه یې بشپړ کړي دي، لیکن په دوفکتو بڼه وپېژندل شي. په کال ۱۹۴۱ م کې، له دې سره سره چې د شوروي اتحاد حکومت د اساسي قانون په چوکاټ کې جوړ شوی و، د سویس له خوا په دوفکتو ډول په رسمیت وپېژندل شو. په ۱۹۴۶م کې دوفکتو په دوژور واړول شو. په ۱۹۵۰ م کې برتانیې د چین کمونیست حکومت په دې پلمه چې په ټول قلمرو باندې واکمن دی، په رسمیت وپېژاند. خو امریکا د کمونیست حکومت د اغېزمنتوب او حقوقي وړتیا په اړه شکمنه وه او له اوږد ځنډ وروسته په ۱۹۷۱ م کې هغه ته رسمیت وروبښل. بناً په رسمیت پېژندنه یوازې د حقوقي ضوابطو سره تړاو نه لري. هر هیواد خپلو ملي ګټو ته په پام سره، رسمیت پېژندنه له ګن شمیر سیاسي او ژیوپولتیک ملحوظاتو سره تړي.
مشروط رسمیت پېژندنه:
کله چې رسمیت پېژندنه له حقوقي ضوابطو پرته له نورو شرطونو سره مطرح شي، مشروط رسمیت پېژندنه بلله کېږي. د طالبانو اسلامي امارت د مشروط رسمیت پېژندنې له جنجال سره مخ دی، چې وروسته ورباندې رڼا اچوو.
حقوقپوهان د تیوري له دریځه په دې نظر دي، چې باید رسمیت پېژندنه له سیاسي ملاحظاتو سره په تړاو مطرح نه شي. یو حکومت وروسته له دې چې د رسمیت پېژندنې حقوقي شرطونه بشپړ کړي، باید نړیوال حقوقي نظام ته ورګډ شي.
مشروط رسمیت پېژندنه یواړخیز (انفرادې) یا ډله يېزه بڼه لرلی شي:
الف ــ که رسمیت پېژندنه یو اړخیزه وي او له سیاسي، ژیوپولتیک او ستراتيژیکو شرطونو سره مل شي، هر هیواد به د خپلو ملي ګټو پر بنسټ نوی حکومت په رسمیت پېژني. بې له دې چې نړیوال حقوقي ضوابط په نظر کې ونیسې. بیا نو نړیوال حقوق حاشیې ته لوېږي او د نړۍ په کچه ګډوډي جوړېږي.
امریکا د پاناما د نوي حکومت په رسمیت پېژندنه په دې شرط پورې وتړله، چې د پاناما کانال د جوړېدو په ترڅ کې د امریکا د حق خیال وساتي او ویې پېژنې.
ب – ډلهیېزه په رسمیت پېژندنه چې موخه یې د نړیوالو حقوقو د ارزښتونو ساتنه وي، د بین المللی حقوقو د نظام د ټینګښت لامل ګرځي. اروپايي ټولنې په ۱۹۹۱ م کې هغه نوي حکومتونه چې د شوروي اتحاد او یوګوسلاویا د پاشل کېدو څخه وروسته رامنځته شوي وو، رسمیت پېژندنه یې په ګن شمیر شرطونو پورې وتړله. د هغې جملې څخه د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی، د اروپا امنیت او همکاري کانفرانس په چوکاټ کې د پولو موجود حالت ساتل، د بې وسلې کولو مخکنیو ژمنو ته ژمنتیا، د قومي لږکیو د حقوقو ضمانت او د خبرو یا حکمیت له لارې د دولتونو څخه په میراث پاته شویو منازعاتو حلول او داسې نور…
په رسمیت نه پېژندنه د ګواښ په ډول:
په رسمیت نه پېژندنه په وار وار د هیوادونو د دیپلوماسۍ د لاسوند په توګه کارول شوې ده. د ۱۹۵۰م – ۱۹۶۰م کلونو کې آلمان (فدرال جمهوریت) اعلام وکړ چې خپلي ډیپلوماتیکي اړیکې له هغو هیوادونو سره پرې کوي چې د ډیموکراتیک آلمان جمهوریت په رسمیت وپېژني.
په ځینو حالاتو کې ملګري ملتونو (امنیت شورا)، غړیو هیوادونو ته د یو حکومت چې په زور او ناقانونه توګه واک ته رسېدلی وي، د رسمیت نه پېژندنې مشوره ورکوي. دغه مشوره سیاسي اړخ لري او په غړیو هیوادونو باندې حقوقي الزام نه شي لګولی. په کال ۱۹۷۰ م کې د ۲۷۷ نمبر پرېکړې له مخې ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو ته مشوره ورکړه چې د جنوبي رودیشیا حکومت چې د زور له لارې یې په واک قبضه لګولې وه، په رسمیت ونه پېژني.
د طالبانو د امارت په اړه ملګري ملتونه ورته دریځ لري. خو دغه دریځ د توجیه وړ نه ښکاري. طالبانو د بهرني اشغال په وړاندې د بریالۍ ازادي بښونکې جګړې په پای کې حکومت جوړ کړ. استعمارضد جګړه چې په ترڅ کې یې د خود ارادیت حق ترلاسه شي، د ملګرو ملتونو د جوړښت منطق جوړوي.
د زور له لارې جوړ شوی حکومت باید په رسمیت ونه پېژندل شي:
یو حکومت چې له غیر قانوني لارې ( بهرنۍ لاسوهنې، کودتا، اغتشاش …) قدرت ته رسېږي، په رسمیت پېژندل یې له نړیوالو حقوقو سره اړخ نه لګوي. منچوریا د چین برخه وه. جاپان پرې برید وکړ او یو لاسپوڅی حکومت یې قدرت ته په کې ورساوه. امریکا د جاپان اقدام د «بریان کلوک» (۱۹۲۸م) تړون سره په تضاد کې وباله، ورسره کلک مخالفت یې اعلام کړ. نوي حکومت چې د زور له لارې جوړ شوی و، په رسمیت یې ونه پېژاند.
خو داسې مثالونه هم شته چې یو حکومت چې له غیرقانوني لارې قدرت ته رسېدلی، د ګڼ شمېر هیوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شي. ایټالیا په ۱۹۳۵م کې یوتوپیا اشغال او د خپلې خاورې سره یې یو ځای کړه. د ایټالیا – یوتوپیا امپراتوري نوی حکومت د ۴۴ هیوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شو.
په افغانستان کې د شوروي او امریکا اشغال نه وروسته لاسپوڅي حکومتونه د زیاتو هیوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شول.
