ليکنې
متین بیک ته ولې سره او شنه کیږۍ؟!!
نن سبا د اشرف غني د ارګ خونې نازولي پخپل منځ کي سره برګ دي او یو بل باندې ګواهي ورکوي، د ځینو اوس ککرې کار کړی چي موږ غلط شوي وو او یو نړیوال فاسد غله ته مو د بابا او وطن دوست لقب ورکړی وو، ځینې لا هم غني ته دوه نیم سوه دانې القاب کاروي او ځینې چي د غني په بغل کی په چل ول او د خپلو شخصي موخو لپاره ننوتلي وو نن ور تف کوي، رټې یې او په سپکو یې یادوي؛ یو له هغو متین بیک وو، پوښتنه دا ده چي بیک ته ولې د ده خپل ملګري لاس په ماشه دي او هر یو هڅه کوي چي هدف و ولي خو ټول د یو اتلس رقمي دسترخوان په چار چاپیر کي ناست ملګري واست، خبره دا ده چي بیک د تش په نوم قومي ترکیب په ټیل ما ټیل کي، د ولس په سترګو کي د خاورو پاشلو په موخه چي ګواکې کابینه کي مو د هر ټبر استازي شتون لري، د یو ګوند د تضعیف او تجزیې په موخه او د ځوان نسل د فریب او...
نور ولوله
د امریکا ملت او کانګریس ته د متقی صاحب د لیک څو مهم ټکي!
۱. په داسې وخت کې چې نړۍ د افغان حکومت هر قرار او کردار ته بوڅ غوږونه نیولي، د افغانستان او خپل اختیاره نظام کورنی او بهرنی مخالفین د خپلی باطلی اداعا د اثبات له پاره هسي پلمی او بهانی غواړی، په داسې یو وخت کې ددې لیک لیکل او د امریکا د مشروعیت مهم رکن کانګریس له لارې د امریکایی ملت او دولت مخاطب ګرزول ډیر ژور، مهم او عمیق سوچ وو.
۲. دې لیک ته د افغان ـ امریکا جګړې د پای او د افغان ـ امریکا اړیکو د ۱۰۰مې کلیزی د مناسبت انتخاب، ددې ښوودنه کوی، چې نوی افغان حکومت د سیاسي نزاکتونو، ډیپلوماټیکو نورمونو، نړیوالو مناسبتونو او د یوه مشروع، مخلوع او د یوه ملت د استازی دولت بشپړ واکونه او ظرافتونه لری.
۳...
نور ولوله
اسلام پالو ته د سیکولرانو او مرجفینو د یو پیغور ځواب
دوکتور عمر عماد
افغان سیکولران چه هیلی او ارمانونه یی- دخپل فاسد حکومت په څیر- ونړیدل، او پرته له فیسبوکی درواغو اوازو اوپروپاګند څخه ورته نور څه نه دی پاتی فیسبوک یی ښه ګرم کړی دی، یو یی د رښتیا اودرواغو نه ډک پوست وکړی او نور پری راټول شی اوپه کمنتو کی د خپلو زړونو تڼاکی وچوی ،او بړاس یی اوکاږی.
ایله چه اوس یی یو بل سره پیدا، او اوپیژندل...
د امریکا او اروپا نه یی دلته دوربینونه را اچولی ، او تمامه ورځ دخپلی سپیڅلی دندی د تر سره کولو په پار لا لهانده لګیا دی تر څو داسی څه پیدا کړی چه خپل پر هرونه پری ټکور او نامقدس بنډار پری برابر کړی.
د همغی فکری تبلیغاتی جګړی په ترڅ کی د...
نور ولوله
د پرديو سیاستونو له وجې افغانستان مو تراوسه پورې له بدبختیو سره لاس او ګریوان دی
له شکه پرته نړیوال او ګاونډي هیوادونه د افغانستان په سياسي اقتصادي او امنیتي مسایلو کې خورا ډیره لاس وهنه کوي. البته د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو په خاطر له هر چا سره په رسمي او غیر رسمي شکل د افغانستان په سرنوشت د قراردادونو خبره او خپلو کې جوړجاړی کوي. متاسفانه په دې اوسني عصر کې سیاسي تعامل او معامله جوړجاړی د سیاست یوه برخه کرځيدلې. په تیره هغه هیوادونه چې د بهرنیانو له سیاسي او اقتصادي انحصار لاندې خپل ګوزران کوي، څو خپل هیوادونه او ملت له بحران او بدبختیو وژغوري.
که هدف دلته قدرت او اقتدار وي نو لږ باید له ماضي د حکومتونو څخه عبرت واخستل شي، هغوی هیواد له تور برخلیک سره مخ کړ، او هم ئې ملت له اقتصادي بحران او انزوا کې پريښود، څنګه چې راغلي و هماغسې واپس لاړل. ...
نور ولوله
د قطر له لارې افغانستان کې د امریکا نوی رول مثبت سګنال دی؟
تېره ورځ امریکا ته د قطر د بهرنیو چارو د وزیر د رسمي سفر په مناسبت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قطر د بهرنیو چارو وزارت سره دوه تواقفات امضاء کړل. دا دوه توافقات د قطر له لارې افغانستان کې د امریکا د رول په اړه ؤ.
اول توافق دا ؤ چې امریکا به کابل کې د قطر په سفارت کې د امریکا لپاره ځانګړی څانګه پرانیزي چې دوی به پکې د امریکا رسمي ډپلوماسي پر مخ بیایي.
دوهم توافق دا ؤ چې قطر به هغو افغانانو او بهرنیو ته د سفر زمینه برابروي چې هغوی غواړي له افغانستان څخه ووځي.
له ډېرې مودې راهیسې قطر په منځني ختیځ، افریقا او سوېل آسیا کې د شخړو د هوارولو له لارې ډېره کامیابه نرمه ډپلوماسي په کار اچولې، دوی څه موده مخکې د کینیا او صومالیې، م...
نور ولوله
برگزاری اولین مجلس نورانی و پرشکوه امامان، مسئولین و بزرگان مساجد افغانها در المان
13/11/2021 شهر ویس بادن
روز گذشته از یک تا هشت شب جلسهء از بزرگان روساء و ایمه مساجد افغانها درالمان دایر گرديد
بخاطر هماهنگی، وحدت وداشتن ارتباطات بین مساجد و در حل مشکلات و خدمات بیشتررا برای هموطنان عزیز ادا کرده بتوانند.
الحمدلله مسئولین و امامان مساجد افغانها در اروپا همواره در کوشش اند تا برای هموطنان شان خدمات تعلیمات اسلامی، کلتوری، حلقات درسی، تربیوی برای اطفال جوانان، کلان سالان (خواهران و برادران)، ادای نمازهای پنجگانه، جمعه، عید، مراسم های خوشی نکاح و مراسم جنازه و دفن و حل مشکلات های خانواده گی و اجتماعی نقش فعال را انجام داده باشند.
در ممالک اروپایی ضرورت و داشتن مساجد برای مسلمانان مثل یک کشتی نجات ...
نور ولوله
افغان ولس د نامعلوم برخلیک او بد اقتصادی وضعیت له ویرې هیواد پريږدي
حاجي يوسف
سره لدی چې طالبان ظاهراً ډیری هلی ځلی اوعدی ور کوی خو اولس اعتبار نه کوي.
خلک د نامعلوم برخلیک او بد اقتصادی وضعیت له ویری هیواد وتلو ته مجبوریږي.
چی دا وتل شاید اسانه وي خو د افغانستان هیواد او بیچارو خلکو لپاره ډیر دردناکه وضعیت دی.
هره ورځ د لس زرو زیات افغانان د سپین بولدک او د تورخم د لارې پاکستان ته مهاجر کیږي.
هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته اوړي.
هره ورځ له افغان خاورې شاوخوا پنځه زره کډوال ایران ته د ننه کيږي او ددې احتمال شته چې دا لړۍ پراخه شي. سرچینه کاږي چې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان ایران ته اوښتي دي او زرګونه کسان لا هڅه کوي د ژمي تر را...
نور ولوله
د سیمې هېوادونه ولې د ټول شموله حکومت غوښتنه کوي؟؟
د سیمې هېوادونه ولې او د کومو موخو لپاره په افغانستان کي د ټول شموله حکومت غوښتنه کوي؟؟
د افغانستان په شان له جنګونو تازه راوتلی هېواد له هر اړخه ځوریدلی او کړیدلی هېواد له خورا ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان وي، ستونزمنه ده چي هم مهال د ټولو ستونزو ته رسیدنه وکړي او په بشپړه توګه د ټولې ستونزې له منځه یوسي خو باید په هر برخه کي د حاکم نظام دنده او مسولیت دی چي مسولانه او عملي ګامونه پورته کړي ترڅو په ملي او نړیواله کچه قانوني مشروعیت ترلاسه کړي؛ دا چي ټول شموله حکومت عملي دی یا ندی، څوک یې مخالف او څوک یې موافق دي؟ خو اصل د واقعیت دا دی چي ټول شموله حکومت نه په وضعي قوانینو کي یو مناسب ځای ځایږی لري او نه هم په شرعي قوانینو کي کوم بنسټ او اساس لري، ټول شموله حکومت که هر ډول تعبیر او تفسیر شي...
نور ولوله
بدلون: د حرکت او حکومت توپير بايد وشي
محمد اسماعيل عندليب
د افغانستان په خاوره کې د پخواني شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته د افغان د ازادۍ غږ نه يوازې په سيمه بلکې په ټوله نړۍ کې خپور شو، او نړۍ د پراخو بدلونونو شاهده وه، خو ژورې اغېزې يې پر سيمه او ګاونډيو وکړې، په سيمه کې ځينې ازادي خواه خوځښتونه له هماغې چېنې څخه خړوبيږي، چې شا او خوا دوه څلويښت کاله مخکې د افغانستان په سپېڅلې خاوره کې راخوټکېدلې وه.
خو په دې توپاني کلونو کې که له يوې خوا يې تودو بادونو د افغانانو مخونه سپېره او هېواد يې په شاړو بدل کړ، له بلې خوا زموږ له بې وسۍ، کم فهمۍ، طبيعيت، او کم درکۍ څخه ځينو دومره ګټه واخسته، چې وپړسېدل، او بېرته موږ ته بلا شول.
هغه یو تاریخ دی، خو ويل کيږي چ...
نور ولوله
حکمتيار: الاحتلال انتهت الحرب واستتب الأمن النسبي في جميع أنحاء البلاد
مترجم: استاد حامد جویا - ترکیه
خطبة الجمعة، والتي ألقاها الأخ المجاهد المهندس/ قلب الدين حكمتيار، زعيم الحزب الإسلامي لأفغانستان، يوم الجمعة 30 ربيع الأول 1443هـ، 14 العقرب 1400 هـ ش. الموافق 5 نوفمبر 2021م
الحمد لله وكفى وسلام على عباده الذين اصطفى وبعد:
قال الله سبحانه وتعالى:
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٞ ۖ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمۡ لَا يَسۡتَأۡخِرُونَ سَاعَةٗ وَلَا يَسۡتَقۡدِمُونَ. الأعراف: ٣٤
لكل أمة أجل وموعد، لذلك عندما يأتي أجلها؛ لا يتأخر لحظة ولا يتقدم.
يجب أن نركز هنا على بعض الأمور:...
نور ولوله
لحظه ای با شهداء
شهداء کسانی هستند که در بیابان زندگی خود و در میدان های جهاد و فداکاری و ایثارگری و قربانی ، لحظه ای آرمانی دارند که آن را نصب العین خود قرار داده و برای رسیدن به این لحظه آرمانی ، جهاد و مبارزه نموده ودر انتظار فرا رسیدن آن ، دقیقه شماری می کنند ...
و همیشه این لحظه آرمانی خود را در رخسار جهان و در نهاد هستی ، جستجو می کنند ...
همان لحظه آرمانی که در اعماق وجود شهداء و در تار و پود زندگی آنها ، ریشه دوانیده است ...
زیرا شهداء خوب می دانند که با فرا رسیدن این لحظه آرمانی ، چگونه با یک قطره خون سخاوتمند خود ، موجودیت خود را ، برای همیشه بر جبین تاریخ ، ماهرانه حک نمایند .
خون که بعد از ...
نور ولوله
د امت ځوانانو ته!
یاسر
مسلمه امت د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو با عزته او سرلوړي امت او قوم په توګه پیژندل کیده. داسي امت چې هر یو یي د ځانګړي عزت او برم خاوند وو، د نړۍ په هر ګوټ کې مسلمانان د نړۍ تر ټوله با عزته خلکو په توګه ژوند کولو، هر امیر یي د خپل رعیت خادم وو، او هر امیر یي د خپل وګړي د هوسایني لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړی وه او دا یي الهي مسؤلیت ګڼلو که د یو مسلمان عزت په مشرق کې لوټل کیده نو د مغرب مسلمانان به دا خپل دیني او ایماني فریضه ګڼله تر څو د هغه عزت بیرته وګټي. ښکاره مثال ئي (وامعتصما) دی. دا ټول د مسلمانانو د هغه توري برکت وو چې تیکې یی ندرلود. د هغو سرښندونکو د ویني برکت وو چې د اسلام او مسلمان لپاره یي نذرانه کړل، د هغو غازیانو د سرونو برکت وو چې د توري په شڼهار کې یي هم د...
نور ولوله
توقیف 18 ساعته حنیف اتمر در میدان هوایی استانبول
عبد الرازق مأمون
ازسلسله داستان های بقایای جمهوری فساد در استانبول
حنیف اتمردرکنار سایر وزیران اشرف غنی، از فرار گروه غنی غافلگیرشده و عاجل به سوی میدان هوایی شتافته بودند. روزهای پس از فرارغنی، عکسی از اتمردرکنار بشیراحمد ته ینج، سپنتا و چند مقام دیگر انتشاریافته بود.
شاهدان بالا مقام دولت منحل شده اکنون می گویند که حنیف اتمر وقت فرار از کابل، دریک بکس مبلغ سه ونیم ملیون دالر را با خود حمل می کرد. آن ها به واسطه یک هواپیمای ترکیه ای از کابل کشیده شدند.
وقتی طیاره درفرودگاه استانبول به زمین نشست و مسافران به سوی پیشخوان ارزیابی مدارک تازه آمده ها صف بستند؛ اتمر انتظار داشت از راه وی آی پی بر...
نور ولوله
حکمتيار: ايران تلاش می ورزد تا از به رسميت شناختن حكومت فعلى كابل مانع شود
افغان ها از تمامى همسايه ها؛ مخصوصاً جمهورى اسلامى ايران؛ مى خواهند تا سياست مثبت و سازنده در رابطه به افغانستان داشته باشند و افغان ها را در رسيدن به صلح و امنيت كمك كنند و از اظهارات او اقداماتى خوددارى ورزند كه منافى حسن همجوارى و مغاير احترام به استقلال و آزادى و خودمختارى افغان ها است؛ نبايد در امور افغانستان مداخله كنند و از ادامه جنگ در افغانستان حمايت نموده و بر آن سرمايه گذارى كنند؛ به هيچ كشور متعهد به ارزشها نمى زيبد كه گروه هاى افغانى را به مار و گژدم دوزخ تشبيه كنند و براى متوقف كردن يكى؛ حمايت از ديگرى را به نفع امنيت ملى خود بشمارد!! چرا بايد ايران بر خلاف انتظار افغان ها تلاش ورزد تا از به رسميت شناختن حكومت فعلى كابل مانع شود؛ آن هم در حالى كه به اعتراف آقاى موسوى؛ چين، روسيه، پاكستان و عده اى ديگر همساي...
نور ولوله
حکمتيار: د كابل پر 400 بستر روغتون وحشيانه بريد د اجرتي قاتلانو کار دی
موږ او ټول مؤمن افغانان؛ د كابل پر 400 بستر روغتون؛ وحشيانه بريد او د مظلومو بې گناه افغانان بې رحمانه وژنه په كلكو الفاظو غندو. باور مو دا دئ چي داسي بريدونه يوازي د هغه چا كار كېدى شي چي نه پر خداى ايمان لري، نه له اسلام سره كوم تړاو، نه اسلام ته ژمن دئ او نه ئې جنگ د اسلام او كوم سپېڅلي هدف لپاره دئ؛ اجرتي قاتل دئ او د مرموزو پليتو كړيو د ناولو موخو لپاره جنگېږي.
په جوماتونو بريدونه، د جَمعي لمانځه په په وخت كي چاودني، د علماءو، امامانو، خطيبانو، مجاهدينو او اسلامپالو شخصيتونو؛ مرموز او هدفي ترورونه؛ د هغو كار دئ چي پرون ئې همدا كارونه كول؛ دوى كټ مټ همغسي دي او همغه كارونه كوي چي سيكولرانو او كمونستانو؛ خاد، واد، ملي امنيت او صفري قطعاتو كول. همغه چي پرون د مفسدو حكومتونو او د دوى د ...
نور ولوله
