انجنير احمدشاه هوښيار او زړور سړی و
د {2010} ميلادي کال، د شپې يوه نيمه بجه وه ، مونږ درى نفره ، د آرواښاد انجينر احمدشاه احمدزى ، کور ته کابل ، وزيرآکبر خان ، کي يې موقعيت درلود ورسيدلو ، آنجينر صيب خپل انظباط (ساتونکې) ته ويلى وه ، کله چي هم ميلمانه راورسيدل ، ما به له خوبه راويښوي ، انظباط آطاق کى کينولو او د انجنير صيب خواته ولاړ ، لږه شيبه وروسته انجنير صيب راغلو ، زمونږ مشر ورته وويل ، تکليف دى وکړ سبا به مو ليدلاى واى ، هغه ورته ځواب کى وويل تاسى په اوسني شرايطو کى دلته د راتلو چي کوم تکليف کړي ، زما تکليف ورته هيڅ هم ندى ، د شپي په درى بجو زمونږ لخوا ولاړ بيده شو او مونږ هم بيده شو ، سبا سهار د انجنير صيب احمد شاه په وساطت زمونږ مشر د هغه مغرورې نړۍ له مغرور او کبرجن سره وليدل ، چي څه موده وړاندي يې له مجاهدينو سره خبرو ته کيناستل د ځان او هم د خپلى مغرورى نړۍ لپاره حقارت ګاڼه ، همدا مغرور د نيواکګرو ځواکونو مشر (کرسټل ) نوميدو ، زمونږ مشر ورته له پيغوره ډکي خبرى کولى ، د دوي د ظلمونو او وحشتونو څخه يى يادونه کوله کوم ظلمونه چى دوى له مظلومو افغانانو سره کړي او کول يې ، انجنير صيب ورته همدا خبرى ژباړلى ، زه او بل ملګرى چي بهر ناست وو ، هرلحظه مو د خطر آحساسوله ، پداسى حال چي آمرپکايې چورلکي هم د کانټنټل هوتل په هوايې فضا کي دورى وهلى ، زمونږ ويره همدا وه ، چى آمريکايان مو لاس تړلي باګرام يا ګونتنامو ته ونه ليږدوي ، خوشبختانه ، ليدل او ملاقات پاى ته ورسيدو ، او مونږ له کابله د شپي په تياره کي ووتلو ، همدا مي د انجنير صيب سره وروستۍ ليدل ول ــ
واقعا : د انجنير صيب ، قوي فراست ، هوښيارتيا او زړورتيا د ستايلو وړ وه ، په هاغه وخت او شرايطو کي دومره چا قدرې جرأت نشو کولاى ، چي خپل کور کي شپه درکړي ، په تيره بيا دومره ستر ملاقات ته زمينه برابرول ، همدا د هغه د قوې آيمان ستره نښه وه ، رب دي د انجنير صيب ټول ، زحمتونه ، کړاوونه او تکليفونه ددين په لار کي قبول او منظور کاندي ، آللهم آمين يارب ــ
