No-IMG

ترکيه او اسلامي ټولنه يې!

زاهد جلالي

 

زه خبر شوم چې ستاسې هېواد کې نر او ښځې د خلکو په منځ کې له يو بل سره ګډېږي او د حيا او اخلاقو مخالف کارونه کوي. دا چې ستاسې هېواد زموږ په ګاونډ کې دی او امکان لري چې دغه بې حيايي زموږ هېواد کې هم خپره شي، نو کله چې زما دغه ليک در رسېږي، له دې سره بايد د دغې بد اخلاقۍ مخه ونيسئ، که نه زه خپله کولای شم چې درشم او د دغه کار مخه ونيسم

دا د فرانسې پاچا ته د عثماني واکمن، سليمان قانوني ليک و. سړی چې نننۍ ترکيه ويني بيخي مايوسه شي. سړی تصور نه شي کولای چې هغه ترکيه دې دومره بدله شي.

متاسفانه اوس وخت کې چې څوک استانبول کې ګرځي، د جوماتونو له دنګو منارو او د اذان له خوږو انګازو ور هاخوا، اصلا ګومان نه کوي چې د مسلمانانو ټولنه کې اوسېږي.

لا هم حجاب په کې يو اقليت دی. او آن هغه ښځې چې حجاب لري، له پردو سړو سره خوا کې کېني، ورسره جوختې ولاړې وي، او اصلا د ښځې او نر په فرق او عملي حجاب قايلې نه ښکاري. په مېټرو، بسونو او ښار و بازار کې چې سړی ګرځي، داسې احساس کوي چې کوم اروپايي هېواد کې ګرځي.

هغه ترکان چې يو وخت د اسلام مدافعین، تمثيلوونکی او داعيان وو او د نړۍ مهمو برخو ته يې اسلام ور رسولی و، نن يې يو غټ اکثريت ډېر بې هوده او بې معنا ژوند لري. خپل دين او فرهنګ يې هېر کړی دی. په شنه سهار او ماښام کې به ګورې چې په مبايلو به اخته وي. ګومان به کوې چې کوم مهم کار کوي،‌ يا کوم کتاب لولي، خو چې متوجه شې، وينې چې په ګېم به اخته وي. او متاسفانه ځوان و زوړ، ښځه و نر ټول پرې لګيا وي.

داسې ښکاري چې د دوی ژوند کې تر ټولو ستر هدف د اقتصاد ښه کول دي او بس. د همدې په خاطر يې اوسني واکمن ته رايه ورکړې او کله چې ګومان وکړي چې تر ده يې اقتصاد کوم بل څوک ښه کولای شي، ولو که په فکري لحاظ هر څوک وي، سبا همغه ته رايه ورکوي او واکمنوي يې.

شل کاله کېږي چې واکمن له مسلمانې ډلې دی، خو د شلو کلونو د فکري کار اثر په ښار او مټرو کې بيخي نه ښکاري. که د کار مېتود همداسې وي، فکر نه کوم چې دغه ټولنه دې سلو کلونو کې هم اسلامي شي.

په اخر کې دا يادونه اړينه بولم چې ترکانو کې ډېر ښه او دينداره خلک شته، خو زما تاثر په ښار،‌ بازار، بس او مټرو دی. هغه څه چې د ښار تمثيل کوي، نه په بندو کوټو او مجلسونو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک