No-IMG

ډاکټر منيب؛ د يو فکري ملګري ياد!

دوه لسيزې مخکې چې کله ډاکټر حبيب الرحمن منيب د ننګرهار له طب پوهنځي فارغېده، نو هلته دا دستور و، چې فارغېدونکو محصلينو به د پنځم ټولګي په جريان کې د خاطرو کتابچه جوړوله او په دې کتابچه کې به يې د ملګرو خاطرې راټولولې، کله چې ما ته ډاکټر منيب کتابچه راکړه نو اوس مې هم يادېږي چې هلته مې د اسلامي نهضت له انجنير حبيب الرحمن شهيد سره د ډاکټر حبيب الرحمن د شريکو مناسبتونو خبره کړې وه، ډاکټر منيب د همدې مناسبتونو سړى و او د نهضتي مناسبتونو دا سړى د ژوند تر پايه د جمعيت اصلاح په اډانه کې د نهضت پر ميراثي مسير پاتې شو.

ډاکټر منيب د اسلامي فکر يو داسې لاروی و، چې الله تعالی په کې د يو لوړ شخصيت خاصيتونه ايښي وو، نوموړی يو متواضع او خاکسار انسان و، په دا دومره اوږده ملګرتيا کې يې ما د ځان غوښتنې او ځان مطرحولو کومه هڅه او کومه نښه نه ده ليدلې.

هغه د جمعيت اصلاح يو داسې غړی و چې هم يې تجرد درلود او هم يې د تعاون معنی سمه درک کړې وه، متاسفانه چې په اسلاميونو کې تل د تجرد او تعاون تر منځ جوړښت ګډوډېږي، د اسلامي حرکت يو غړی بايد خپل صف ته د خالص کېدو تر څنګ له نورو اسلامي جريانونو سره د تعاون پر معنی او حدودو هم وپوهېږي، که تجرد يوازې پاتې شي نو خپل صف او ګوند به يو بوت شي او ټولنه به ډېره ناوړه وويشل شي، خو که د تعاون روح له تجرد سره مل وي نو بيا به د مبارزې محاذ هم معلوم وي او د همغږۍ او همکارۍ محاذونه هم او ډاکټر منيب په دې معنی تل يو ښکلی امتزاج و.

ډاکټر منيب د مسلک يوه غوره نمونه وه، هغه هم د مسلکي ميدان سړی و او هم د فکري ميدان، ډاکټر منيب پر طبي اخلاقو يو باورمن شخصيت و او د هغه په شخصيت کې اخلاقو تبلور او ځلا کوله.

ډاکټر منيب هم د مشرۍ او هم د جنديت وړتيا درلوده، هغه د اطاعت او اورېدو ځواک درلود، په اسلامي حرکت کې دا ځانګړتياوې د صف ځواکمنتيا ټاکي او ډاکټر منيب په دې حساب يو ځواکمن انسان و.

ډاکټر منيب په ملګرتيا کې يو پياوړی انسان و، هغه د اجتماعي اړيکو مناسب حد درلود خو له چا سره يې چې ملګرتيا وه نو هغوی يې د حساب ملګري وو او دی د حساب محور، په دې ملګرو کې يې که ډاکټر صاحب يوسف خان او ډاکټر صاحب سيد خالد راشد راوسپړئ نو د کيسو دا سړی به وپېژنئ.

ډاکټر منيب د عصبيت او قومي او ګوندي تربګنيو ضد انسان و، هغه د افغانستان د يو ريښتيني ملي يووالي ارمانجن و، هغه په ژوند کې دا ارمان پاللو چې افغانستان له جنګونو نه خلاص يو خپلواک، ملي او اسلامي هېواد شي او د سيالانو سيال.

نوم د انسان په شخصيت کې نقش لري او ډاکټر حبيب الرحمن په ريښتينې معنی يو عابد او منيب انسان و، ما به چې هغه کتلو نو د هغه دا په ارامه لهجه خبرو، له مسکا ډکې څېرې، په ذکر ځوځېدلو شونډو، په خشوع او خضوع لمونځ او په تلاوت ښايسته وختونو به راته د تقوا رمزونه راښودل.

ډاکټر منيب د جبن او ترس انسان نه و، هغه چې د خپل مزمن مرض پر ريښو، سيراو کيفيت پوهېده نو سره له دې چې د ژوند پر ځاى يې مرګ ليده خو ده به ژوند کولو او د ژوند رنګونه يې تازه وو، ډاکټر منيب به چې په همدې مريضۍ کې ما کتلو نو مسکا به يې پر مخ خوره وه، نوموړى د صبر او زغم غر و او په ډېرې حوصلې او متانت يې د دې اوږدې ناروغۍ طاقت فرسا دردونه وزغمل.

ډاکټر منيب نن خپل روح رب ته وسپاره او مونږ يې په بېلتانه کې ناقراره پاتې شو، دا مهال يې چې جنازې ته روان يو نو په مغزو کې مې د ده د خاطرو ځوږ دى، مونږ به تر ډېره د دې د بېلتانه ځوږ خوري

اللهم اغفرله وارحمه ولا تعذبه ونور قبره واجعل الجنت مثواه

انا لله و انا الیه راجعون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک