ليکنې

محمد بن سلمان د صدام حسین پر پل قدم ږدي

اسد مبارز   زه که د عربي هیوادونو مشرانو کې د خپلې خوښې مشرانو په اړه درته ووایم نو دوه مشران مې د خوښې وړ وو؛ صدام حسین او معمرالقذافي، د دواړو مشرانو ژوند ډیرې جالبې لري، دوی په ګډه د پیټرو ډالر (Petro Dollar) پر وړاندې د یو ایتلاف رامنځته کیدو باندې کار کول چې حداقل په عربي هیوادونو کې راکړه ورکړه او بلخصوص تیل د ډالر پر ځای پر خپلو اسعارو ترسره کړي. همدا ایتلاف یې د وژلو اصلي او عمده دلیلونه ګڼل کېږي. د پیټرو ډالر تاریخ ۱۹۷۴ کال څخه پیلېږي، کله چې د بریټن ووډ (Bretton Wood) دور ختمېږي نو امریکا د سعودي سره یو تفاهم ته رسېږي چې تیل به یوازې پر ډالر خرڅوي او ترلاسه شوي ډالر به د امریکا په بانکونو کې ...
نور ولوله

کمزوری داعي او جاهل مدافع د یوې نظریې د بدنامولو سبب جوړېدلی شي

مشتري له گاډۍ وان څخه پوښتنه وکړه: وروره! تر تشناب وروسته لاسونه ښه پاک پرېولې کنه؟! گاډۍ وان: موږ خو د مَسالو او مرچو کاروبار کوو؛ وروسته که مو پرېولل او کنه خو تر حاجت وړاندي ئې ښه پاک پرېــمنځو! دلته هم چي د چا څخه پوښتنه وکړې چي پر فلان مسلمان ولي بهتان وايې؟ د دې پر ځای چي معقول ځواب درکړي؛ مناسب دلیل ووايي او یا د کوم کتاب حواله درکړي؛ بې ځایه او بې مورده بحث به درسره پیل کړي؛ یو خوا بل خواته زورونه شروع کړي؛ له کومي موضوع چي بېخبره ئې نو چا مجبور کړې چي حتماً به تبصره ورباندي کوې؟ پروند هم یوه ورور په ډېر ټینګار وویل محمد مرسي سیکولر وو! چي د سیکولرزم په اړه مي پوښتني ترې وکړې: سیکو...
نور ولوله

د افغانستان او سیمې نوی ستراتیژیک چاپېریال

نورالحق ن. څلی   په افغانستان کې د امریکایي اشغال ماتې د نړۍ جیوپولیتیکي نقشه له سره وکښله. په نړیوال او سیمه ییز سیاست کې راغلي بدلونونه او د افغانستان یو ځل بیا خپلواکه کېدل له موږ څخه غواړي چې د نوي ستراتیژیک چاپېریال جاج له سره واخلو.       د خپل هېواد د تاریخي پېښو اهمیت ته باید ځیر شو، انګلوساکسوني استعمار د لومړي ځل لپاره په ۱۷۵۷ کې بنګال لاندې کړ، ورپسې یې ټول هند، چین، د اسیا لویه وچه او د نړۍ ډېره برخه لاندې او وشپېلله. د همدغه بې سیاله انګلوساکسوني استعمار شرمېدلې جنازه بیا ( ۲۶۴ ) کاله وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې پر پنځلسمه نېټه له افغانستان څخه پورته شوه. دا هسې یوه عادي پېښه نه، بلکې دې پېښې هغه نړیوال...
نور ولوله

د قیادت د پام وړ ، هیله ده چه څوک خفه او غوصه نشی

دوکتور عمر عماد   پدی خاطر چه تیره تریخه تجربه بیا تکرار نشی ، او دا ځل دغه کشتئ چه د خورا څپانده او طوفانی څپو په مینځ کی روانه ده ، تر ساحله ورسیږی ، د یو څو ټکو لنډ لنډ یادول راته اړین ښکاری : لمړی : دا حقیقت ډیر زیات اودډیرو ورونو په ژبه  تکرار شوی دی چه ( حکومتی دنده غنیمت نه بلکه مسئولیت دی . کار اهل کار ته سپارل امانت او نا اهل ته  سپارل یی درسول الله صلی الله او بیا د عمر بن الخطاب په ژبه د الله او د رسول الله او د مومنانو سره خیانت دی ) خو له بده مرغه داسی بریښی چه د فتحی او دبدبی په هیاهوی کی لا تر اوسه دغه غږ د ډیرو غوږو ته  نه دی رسیدلی ، نو ځکه یی یو ځل بیا یادول اړین دی . اهلی...
نور ولوله

د عرفان او تصوف ترمنځ توپير

زلمی زابلي   تصوف : په لغت کې دنفس پاکولو طريقه ده ، او له نفساني غوښتنوڅخه د ځان ژغورلو او الهي اخلاقو اختيارولوته وايي  او په اصطلاح کې ، هغه علم دی،چې دهغه پواسطه د زړه تزکيه کيږي او دالله جل جلا له اوبنده ترمنځ اړيکه پيدا کیږی . عرفان: په لغت کې د حق معرفت او د حق تعالی ، پيژندلوته وايي او په اصطلاح کې يوه ديني او  الهي نظريه ده چې وايي: ((انسان د عقلي استدلال له لارې دعالم د حقایًو په کشف او د خدای تعالی ج په درک کولو قادر نه وي او يوازې دباطني مستقيمو شهودو له لارې کيدای شي چې ځان د علم دغه پړاو ته ورسوي، هغه هم  په هغه وخت کې چې له خپل زړه څخه جنسي غوښتنې،فساد او پليتي ارزوګانی او خواهیشات لرې کړ...
نور ولوله

چرا روسيه علیه اوکراين حمله کرد؟

حمله روسیه بر اوکراین ، عورت غرب شرارت پیشه را ، بیشتر از پیش ، برهنه نموده و بیماری روانی دوگانگی شخصیت این وحشی هارا  ، تشخیص داد . اگرچی بیماری روانی دوگانگی شخصیت غرب آدم کش ، برکسی پوشیده نیست و این جنایتکاران همیشه از یک یخن ، دو و سه چهار کله ، بیرون کشیده اند . اما حمله روسیه بر اوکراین و موقف دوگانه غرب شرارت پیشه در قبال مسلمانان و مردم اوکراین ،  یکبار دیگر واضح ساخت که ایدئولوژی غرب جنایتکار ، این احمق های مغرور ، و شعارهای حقوق بشری شان ، مطابق با هویت جانی و مجنی علیه ، برش می گردد . از حمله روسیه بر اوکراین هنوز 5 روز نگذشته بود که همه ای دروازه ها را به روی روسیه بسته نمودند و همه ای جهان را در حال...
نور ولوله

حکمتيار: د هرې ډلې بريا او ناکامي د خپلو غړو پر فکري؛ عملي او اخلاقي وضعيت پورې تړاو لري

الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ (فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ) محمد 22 صدق الله العظيم نو آيا دې ته نږدې يئ چي كه (د چارو) متولي شئ په زمكي كي به فسادونه كوئ او د خپلوۍ اړيكي به شلوئ؟! وروڼو خوېندو! هر فكري او سياسي نهضت او خوځښت د خاصو اهدافو او آرمانونو د تحقق لپاره رامنځته كېږي؛ د مبارزې دوه مرحلې لري: تر بريا وړاندي د مبارزې مرحله او له بريا وروسته پړاو. پر دښمن تر بريا وروسته پړاو كي د هري ډلي موفقيت په بشپړه توگه په دې پور...
نور ولوله

اوسني نړۍ کي عدالت نه شته

زاهد جلالي   دنيا کې عدالت نه شته. غربيانو افغانستان و عراق کې څه انډوخر ونه کړ. ښځې و ماشومان دوی ووژل. مدرسې و روغتونونه دوی بمبار کړل. کيمياوي او ډول ډول نوې وسلې دوی دلته وکارولې. تر غاښونو په فساد کې ډوب حکومت دوی رامنځ ته کړ، ويې ساته او ټولنه کې يې فساد يو فرهنګ وګرځاوه... ګوانتانامو، باګرام او ابوغريب کې دوی نهايت غير بشري زندانونه لرل چې ان هغه قوانين چې دوی پخپله جوړ کړي وو، هره شېبه په کې تر پښو لاندې کېدل. دا کړنې د غربي تمدن پر تندي داغ دی... فلسطين او نورې سيمې خو بيخي د يادولو نه دي. خو نن چې روسیې په اوکراین کې جګړه شروع کړې، پوتین جنګي مجرم دی، قاتل دی او فلان و بيستان دی. جالبه دا ده چې همدغه پوتین په سوریه کې تر دې بتره جګړه کړې...
نور ولوله

د امریکا او برطانیې چي پیسو او تجارت ته شوق وسي؛ عربان وېروي

د امریکا او برطانیې چي پیسو او تجارت ته شوق وسي؛ عربان وېروي؛ په ځانگړي ډول آل سعود؛ کله د خاشقچي دوسیه ورته تازه کړي او کله د یمن جنایات! کله ئې د بشري جرائمو یادونه کوي او کله ئې بیا د سخت دریځۍ! له تېرو دوو اونیو راهیسي اوازه وه چي م بن سلمان د بائیډن ټلیفون ته ځواب نه وایي؛ نن جانسن وايي په سعودي کي به د بشري حقونو موضوع راپورته کوي؛ بن سلمان دي اخطارونه نه نظر انداز کوي؛ کنه وو د صدام او قذافي کانـــې به په وکړي؛ پښتانه وايي؛ یا مېړه شه یا د مېړه لمن ونیسه! آل سعود په یمن کي له ایرانه ښه سمه ماته وخوړله؛ عراق او سوریه خو ئې ډېـر وړاندي لا د هغوی غېږي ته غورځولي ول؛ د سوریې وهابي تروریستانو ئې د ایران او اسد په مقابل کي هیڅ ونکړل بلکي سوري مجاهدین ئې وټکول؛ په اسلامي نړۍ کي ئې هیڅ مسل...
نور ولوله

د نبوي او اسلامي دولت يوه ستره نښه نښانه عدالت دى

د خداى پاک جل جلاله او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په قانون ولاړ او روان دولت کې مجرم او جنايتکار هغه که پاچا وي يا ګدا نيول کېږي او مجازات کېږي. پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي چې د پخوانيو سلطنتونو د هلاکت او تباهۍ وجهه همدا وه چې غريب به مجازات شو خو مالدار او واکدار به بيغمه خپله غلا او فسق فساد کولو پرته له حساب کتاب يا مجازات څخه. پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي چې زما لور فاطمه الزهراﺀ د محمد صلى الله عليه وسلم لور که فرضاً غلا وکړي نو هغې ته به زه د شريعت مطابق سزا ورکوم. سهار راهيسې په سلهاوو اکاونټونو کې د يو لوى واکدار وډيو ښکته پورته کېږي چې په فساد ککړ نيول کېږي. که همدا نبوي ...
نور ولوله

ډاکټر مهاتير: زمونږ امنیت او مستقل متوازن بهرنی سیاست د هیواد د پیشرفت لومړني بنیادونه دي

ژورنالېست له ډاکتر مهاتیر پوښتنه وکړه؛ تاسي په دومره لنډ وخت کې خپل هیواد په اقتصادي او سیاسي لحاظ څنګه دې ځای ته راوراساوه؟” ډاکټر مهاتیر ورته وویل “که غواړئ چې هیواد مو پرمختګ وکړي له ټولو مخکې ورته د امنیت او ثبات تابیا ونیسئ. هغه هیوادونه چې د امینت او ثبات په نه شتون کې د پیشرفت فکر کوي، هېڅکله نه شي‌ کامیابېدلای.‌ ما د خپل هیواد د رهبر په حیث یواځې دا کار وکړ چې امنیت او ثبات مې وساته. دا ماته په خپل کار کې لومړیتوب ؤ. بیا مې په دې فکر پیل کړ چې خپل بهرنی سیاست څنګه د نورو له چنګه وباسم، خپل هیواد د نورو له غېږې وویست، په نورو د بسپنې فکر مې له ځانه لرې کړ، د غرب سر بېره مې شرق سره هم د...
نور ولوله

استاد رفیع د پښتو ادب سالار

د علمي سیمینارونو او غونډو په لړ کې نن د افغانستان ملي تحریک په بلنه او نوښت د ژوندون ټلوېزیون د غونډو په تالار کې د استاد حبیب الله رفیع د فرهنګي خدمتونو او کارونو په باب یو دروند علمي سیمینار جوړ شوی و . سیمینار د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د لومړي کال د محصلې (ریما معصومي) له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو ، ورپسې پوهاند دوکتور محمد اسمعیل یون ، سباوون  ، ارزو ، محبوب الله خان محبوب ، پوهنمل یحیی همای ، محمد نبي تدبیر ، قاري معرفت او صدیق پتمن د استاد رفیع د ژوند، اثارو او افکارو په باب خپلې علمي او څېړنیزې لیکنې او ویناوې واورولې او استاد رفیع یې د هېواد د فرهنګي ډګر او ملي فکر یو ستر خدمتګار وباله. وینا والو وویل چې استاد رفیع د خپل (شپېته کلن ) فرهنګي ژوند له پیله بیا تر دې دمه (۱۲۰) عنو...
نور ولوله

د هولي جشن د هندويزم د بريا پخاطر دی

جلال جبارخيل   د هولي جشن د هولیرا پنوم د یوې ښځې له نوم څخه اخیستل شوی هولیرا هغه هندوه جادوګره ښځه وه چې یو یکتاپرست ماشوم چې له بتانو یې انکار کړی و په اور کې وسوځوه او پدې سره هندو مذهب د هندوانو له نظره برحقه ثابت شو دا کیسه بګوت ګیتا ( هندو مذهب مشهور کتاب) کې شته او ما د خپل سانسکریت استاد چې خپله پنډت ( هندو ملا) و په ټولګي کې اوریدلې او ګڼو نورو هندوانو ملګرو مې تاید کړې ده . اصل کیسه داسې ده چې بیګا شپه ټولو هندوانو د هند په هر سرک لار او کوڅه کې غاټ اورونه بل کړي وي دوۍ ددې اورونو هماغسې لکه هولیرا چې کاوه طواف کوي او په اوږه یې یو منګي د اوبو ډک ګرځوي دوۍ ټوله شپه د اور عبادت کوي او پر سبا یې د خپل هندویزم د نجات جشن چې هولي ...
نور ولوله

سږ کال مړي راژوندي نه شول !

د هر مړي درناوی او احترام په کار دی، خو د هغه مړي چې پر ژوندني د خلکو خدمتګار وي او پر مړینې د خلکو د ځورونې سبب نه شي . خو زموږ په هېواد کې یو شمېر داسې کسان وو او لا شته چې نه پر ژوند ترې ولس ښه ورځ لیدلې وه او نه ترې په مرګ دې ولس خلاصی وموند. مسعود ، رباني ، فهیم ، مزاري او دېته ورته نورو اشخاصو ، چې د خپل ژوند په بهیر کې یې دې ولس ته څومره زیان واړاوه ، تر مرګ وروسته هم د ولس د کړونې سبب شول. دا خلک چې ژوندي وو ، نو وژنې ، ځورنې ، ړنګونې ویجاړونې او د اوارو ځمکو غصوبونې ته یې کار ویلی و، خو چې کله له دې نړۍ څخه لاړل ، نو بیا یې لوړې غونډۍ غصب کړې او پلویانو یې د دوی په شان د عامه لارو بندولو او د ولس ځورونو ته دوام ورکړ. ...
نور ولوله

خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟

علي الله متوکل   د برات شپه باندي د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښتنه داده، که زموږ لپاره په تقدیر کي مرګ یا نېستي لیکلې وه، نو څنګه ئې بدل کړو؟ د برات شپه د کال په اوږدو کي له هغو شپو څخه ده، چي الله تعالی د ځمکي اسمان ته راکښته کیږي او اعلان کوي: -څوک سته، چي زما څخه بخښنه وغواړي؟ او زه ئې وبخښم -څوک سته، چي زما څخه د رزق غوښتنه وکړي؟ او رزق ورکړم -څوک سته، چي غم لري؟ او زه ئې غم لیري کړم د تقدیر بدلول الله د ټولو کایناتو مالک او څښتن دئ، زموږ تقدیر او د تقدیر بدلول هم د الله تعالی په اختیار کي دي. د الله...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک