No-IMG

محمد بن سلمان د صدام حسین پر پل قدم ږدي

اسد مبارز

 

زه که د عربي هیوادونو مشرانو کې د خپلې خوښې مشرانو په اړه درته ووایم نو دوه مشران مې د خوښې وړ وو؛ صدام حسین او معمرالقذافي، د دواړو مشرانو ژوند ډیرې جالبې لري، دوی په ګډه د پیټرو ډالر (Petro Dollar) پر وړاندې د یو ایتلاف رامنځته کیدو باندې کار کول چې حداقل په عربي هیوادونو کې راکړه ورکړه او بلخصوص تیل د ډالر پر ځای پر خپلو اسعارو ترسره کړي. همدا ایتلاف یې د وژلو اصلي او عمده دلیلونه ګڼل کېږي.

د پیټرو ډالر تاریخ ۱۹۷۴ کال څخه پیلېږي، کله چې د بریټن ووډ (Bretton Wood) دور ختمېږي نو امریکا د سعودي سره یو تفاهم ته رسېږي چې تیل به یوازې پر ډالر خرڅوي او ترلاسه شوي ډالر به د امریکا په بانکونو کې سرمایه ګذاري کیږي. په بدل کې امریکا د سرمایه کیدونکي ډالرو د ګټې سربېره د سعودي امنیت ساتي او هم به یې د نورو هیوادونو (ایران، یمن او . . .) له برید څخه ساتي.

نن مې یو خبر ولوست چې محمد بن سلمان غواړي د چین سره د تیلو سوداګري په چینایي یان وکړي؛ دا نو د پیټرو ډالر تړون راهیسې د شهید صدام حسین وروسته لومړۍ ځل دی چې یو عربي مشر دې تیل له ډالر پرته په نورو اسعارو خرڅوي.

سعودي ولې داسې کوي؟!

په ډیر احتمال سعودي غواړي د پیټرو ډالر تر شا د امریکا ژمنه وریاده کړي چې د سعودي لپاره مواجه کیدونکی خطر باید له منځه یوسي. تازه د یمن په خاوره د حوثیانو او نورو ډلو د سر راپورته کېدو احتمال لیدل کېږي؛ سعودي مشران غواړي همدې خطر د محوه کولو په موخه امریکا ته وریاده کړي چې ژمنه یې پر ځای کړې نده، نو سعودي ته هم نور د پیټرو ډالر تړون ارزښت نلري.

په هر صورت، که چیرې سعودي له چین سره په یان تیل خرڅ کړي نو حالت په کتو دوه وړاندوینې کیدای شي؛ لومړۍ دا چې ډالر بې ارزښته کیږي او یا یې ارزښت د نړۍ د نورو اسعارو مقابل کې کمیږي چې دا حالت د افغانستان په څېر غریبو او پر وارداتو ولاړو هیوادونو ته ګټه کوي، د لومړنیو خوراکي توکو بیې ورسره کمېږي.

دویمه وړاندوینه دا چې د صدام حسین او معمر القذافي تاریخ ته په کتو امریکا نه پرېږدي چې سعودي دې چین سره یاده معامله ترسره کړي. که چیرې د خبرو له لارې د سعودي او امریکا د پیټرو ډالر تړون کیسه حل نشي نو ماته داسې ښکاري چې سعودي کې هم یو لړ اختلافونه د امریکا په لمسون پیدا شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک