حکمتيار: د هرې ډلې بريا او ناکامي د خپلو غړو پر فکري؛ عملي او اخلاقي وضعيت پورې تړاو لري
الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
(فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ) محمد 22 صدق الله العظيم
نو آيا دې ته نږدې يئ چي كه (د چارو) متولي شئ په زمكي كي به فسادونه كوئ او د خپلوۍ اړيكي به شلوئ؟!
وروڼو خوېندو!
هر فكري او سياسي نهضت او خوځښت د خاصو اهدافو او آرمانونو د تحقق لپاره رامنځته كېږي؛ د مبارزې دوه مرحلې لري: تر بريا وړاندي د مبارزې مرحله او له بريا وروسته پړاو.
پر دښمن تر بريا وروسته پړاو كي د هري ډلي موفقيت په بشپړه توگه په دې پوري تړلى دئ چي تر بريا وړاندي ئې د غړو فكري، عملي او اخلاقي وضعيت څنگه وو؛ آيا توانېدلى ښه او صالح غړي وروزي، كه نه؛ كه په دې مرحله كي موفق وو نو له بريا وروسته پړاو كي به هم موفق وي؛ او كه ناكام وو نو له هغه وروسته به سخت ناكام وي چي اقتدار په لاس ورشي.
د خطبې په سر كي د تلاوت شوي آيت لارښوونه همدا ده: چي فرمايي:
نو آيا دې ته نږدې يئ چي كه (د چارو) متولي شئ په زمكي كي به فسادونه كوئ او د خپلوۍ اړيكي به شلوئ؟!
· د تولى صيغه كله د شا اړولو او اعراض په معنى راځي او كله د ولايت، او د چارو سمبالونو په معنى؛ مضمون ته پام سره د دې صيغې معنى جوته كېږي، دلته په مخكينيو آيتونو كي د هغو منافقينو په اړه بحث شوى چي د جهاد تر فرض كېدو وړاندي ئې ويل: ولي دا اجازه نه راكول كېږي چي د دښمن په خلاف وسلې ته لاس كړو! خو كله چي جهاد فرض كړى شو د دوى د دروغجنو ادعاءگانو حقيقت جوت شو، سنگر ته تگ ئې داسي گڼلو لكه د مرگ كومي ته تگ!! په همدې ارتباط دلته ويل شوي چي كه تاسو له جهاد پرته له كومي بلي لنډي لاري قدرت ترلاسه كړئ او د خلكو د چارو متولي شئ نو له دې پرته بله هيله نشي كېدى چي په زمكي كي به فسادونه كوئ او د خپلوۍ اړيكي به شلوئ؟! يعني چا چي د سنگر سختي ورځي نه وي ليدلې، د مبارزې په لوړو ژورو او كږلېچونو كي نه وي روزل شوى، د بريا ډالۍ ئې وړيا په برخه شوې وي؛ د ستونزو او كړاوونو له گاللو پرته؛ له لنډي لاري او په آسانۍ سره قدرت ته رسېدلى او د خلكو د چارو متولي شوى وي؛ تاريخي تجربو ښودلې چي داسي خلك له يوې خوا مفسد واكمنان جوړ شوي او له بلي خوا قسي القلب او بې رحم چارواكي، نه ئې د مبارزې لاسته راوړنو ته څه ارزښت او اهميت وركړى او د هغوى ساتني ته ئې اعتناء كړې، نه ئې له اقتدار او صلاحيتونو د استفادې په څرنگوالي كي احتياط او دقت كړى او نه ئې خلكو ته اهميت وركړى او د زړه سوي او ترحم له مخي ئې له هغوى سره چلن كړى.
· الله تعالى د دې مبارك آيت په ترڅ كي لارښوونه كوي چي له هغه چا د يوه صالح چارواكي او د خلكو د چارو د زړه سواند متولي طمع نشي كېدى چي د جهاد په لوړو ژورو كي نه وي روزل شوى، هغه طبيعي پړاوونه ئې نه وي پلي كړي چي يو نهضت ئې بري ته د رسېدو په لار كي بايد پلي كړي، د مبارزې ستونزي ئې نه وي گاللې، د پېښو په ترڅ كي نه وي تربيه شوى او ضروري تجارب ئې نه وي كسب كړي؛ نه شي كولى د يوه صالح او زړه سواند واكمن په توگه عمل وكړي، دا آسان دئ چي سياسي قدرت له يوه لاس بل ته انتقال شي؛ خو د يوه نهضت د مبارزې سخت او ستونزمن پړاو هغه مهال پيل كېږي چي قدرت ترلاسه كړي؛ كه د خپلو اهدافو د پلي كولو لپاره مستعد او روزل شوي غړي ونه لري، د مستعدو او صالح افرادو د روزلو اصلي او اساسي مرحله تر انقلاب او بري وړاندي مرحله ده، كه په دغي مرحلې كي ونه توانېدو صالح، آرمانونو ته متعهد او اصولو ته ملتزِم افراد وروزي؛ له بري وروسته كه څه هم وسائل او ذرائع تر وړاندي زيات او امكانات پراخ شي؛ خو د ټولني د اصلاح او رغوني كار د هغو بنسټونو او شخصيتونو له لاري تر سره كېږي چي تر انقلاب وړاندي تعبيه شوي، له دې پرته كه د ټولني اصلاح او رغونه محال نه وي نو يقيناً چي گران كار دئ.
قرآن كريم په دې اړه فرمايي:
وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُعۡجِبُكَ قَوۡلُهُۥ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَيُشۡهِدُ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا فِي قَلۡبِهِۦ وَهُوَ أَلَدُّ ٱلۡخِصَامِ ٢٠٤ وَإِذَا تَوَلَّىٰ سَعَىٰ فِي ٱلۡأَرۡضِ لِيُفۡسِدَ فِيهَا وَيُهۡلِكَ ٱلۡحَرۡثَ وَٱلنَّسۡلَۚ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلۡفَسَادَ ٢٠٥ وَإِذَا قِيلَ لَهُ ٱتَّقِ ٱللَّهَ أَخَذَتۡهُ ٱلۡعِزَّةُ بِٱلۡإِثۡمِۚ فَحَسۡبُهُۥ جَهَنَّمُۖ وَلَبِئۡسَ ٱلۡمِهَادُ ٢٠٦ البقره: 204-206
او له خلكو ځيني داسي دي چي د دنيا په اړه د ده وينا دي حيرانوي او په هغه څه الله شاهد نيسي چي په زړه كي ئې دي، په داسي حال كي چي دى ترټولو كلك دښمن دئ. خو كله چي متولي شي نو په زمكه كي د دې هڅه كوي چي فساد په كي خور كړي او فصل او نسل تباه كړي او الله خو فساد نه خوښوي. او چي ورته وويل شي: له خدايه ووېرېږه! عزت النفس ئې گناه ته وپاروي، نو جهنم ورته كافي دئ او څومره بد ټاټوبى!
دلته د منافقينو هغه ډله معرفي شوې چي ظاهر ئې د دوست، وينا ئې حيرانوونكې، د دنيوي چارو په اړه وينا ئې ډېره جالبه او جاذبه، خو په حقيقت كي تر بل هر دښمن خطرناك او كينه كښ، له مسلمانانو سره د مخامخ كېدو په وخت كي ځان د دوى له ډلي ښيي، قسمونه خوري چي په زړه كي ئې پوخ ايمان دئ او له مسلمانانو سره كلكه مينه، خو كله چي قدرت په لاس ورشي او د خلكو د چارو متولي شي، نو بيا ئې ټوله هڅه دا وي چي فساد خور كړي، د جگړو اور ته لمن ووهي، كافران پر مسلمانانو بريد ته وهڅوي او د وينو تويولو او د فصلونو د تباهۍ باعث شي، دوى الله د خپل زړه په حال شاهد نيسي حال دا چي د دوى زړونه له فساد ډك دي او الله فساد نه خوښوي.
كله چي د دوى پر كړنو انتقاد وشي او دا ورته وويل شي چي له گناه لاس واخله او له الله تعالى ووېرېږه، نو دا انتقاد پر خپل عزت تېرى گڼي، له خپلي گناه دفاع كوي او مزيد گناهونو ته هڅول كېږي.
له دې مبارك آيت معلومېږي چي د نصيحت په مقابل كي حساسيت ښودل او سالم انتقاد په خپل عزت تېرى گڼل د نفاق نښه ده.
دوى ځان ته مصلح وايي خو په حقيقت كي مفسدين دي، لكه چي قرآن فرمايي:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمۡ لَا تُفۡسِدُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ قَالُوٓاْ إِنَّمَا نَحۡنُ مُصۡلِحُونَ ١١ أَلَآ إِنَّهُمۡ هُمُ ٱلۡمُفۡسِدُونَ وَلَٰكِن لَّا يَشۡعُرُونَ ١٢ البقره: 11 ـ 12
او كله چي ورته وويل شي: په زمكي كي فساد او تباهي مه كوئ، وايي: موږ خو په يقين سره مصلحين يو. پام چي همدا دوى مفسدين دي خو نه پوهېږي.
د صالح افرادو د روزلو په اړه د قرآن لارښوونه دا ده چي انسان يوازي په هغه صورت كي د نېكانو او صالحانو سعادت او لقب تر لاسه كولى شي چي د خپل ژوند د غوره شيانو قربانۍ ته چمتو كړى شي؛ لكه چي فرمايي:
(لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فَإِنَّ الله بِهِ عَلِيمٌ) آل عمران 92
هيڅكله به ښېگڼي ته ونه رسئ تر هغه چي له خپلو محبوبو شيانو څه انفاق نه كړئ او څه چي انفاق كوئ نو الله پرې ښه پوه دئ.
يعني د ابرارو او نېكانو مقام ته هغه وخت رسېدى شئ چي قربانۍ ته چمتو شئ، د عادي او معمولي شيانو قرباني نه؛ بلكي د هغو شيانو قرباني چي تاسي ورسره مينه لرئ؛ او چي څه هم د الله په لار كي قرباني كړئ، ښه يا ناښه، لږ يا زيات، ستاسو د خوښي غوره شىء يا هغه چي نه مو خوښېږي؛ الله پرې پوهېږي.
كه يوه سياسي او فكري ډله وتوانېده چي خپل غړي قربانۍ ته چمتو كړي، داسي چي هدف او آرمان ته پر هر څه ترجيح وركړي، د تحقق لپاره ئې د هر څه قرباني كولو ته چمتو وي؛ خپل مال، وخت، امكانات، حتى خپلي ويني او سر قرباني كوي؛ همدا ډله به هغه مهال بريالۍ او موفقه وي چي اقتدار تر لاسه كړي؛ په دې شرط چي اقتدار هغه روزل شوو، صالح او آرمانونو ته ژمنو افرادو ته وسپارل شي چي په سختو شپو ورځو كي ئې امتحان وركړى او په مخكينو آزموينو كي بريالي شوي؛ په دې كي يوازي ايمان، عمل، تعهد او ژمنتيا معيار وگڼي؛ نه نسبي خپلوي، قومي او قبيلوي اړيكي او شخصي ملگرتيا. پيغمير عليه السلام فرمايي:
چا چي پر مسلمانانو داسي څوك وگمارلو چي تر ده غوره، افضل او اعلم كس په مسلمانانو كي موجود وي؛ نو يقيناً چي ده له خداى، پيغمبر او ټولو مسلمانانو سره خيانت كړى.
عن ابنِ عباسٍ رضي الله عنهما عن رسولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم قال: "مَنِ استَعمَلَ عامِلًا مِنَ المُسلِمينَ وهو يَعلَمُ أن فيهِم أولَى بذَلِكَ مِنه وأعلَمَ بكِتابِ اللهِ وسُنَّةِ نَبيِّه فقَد خانَ الله ورسولَه وجَميعَ المُسلِمينَ"
له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: چا چي له مسلمانانو كوم عامل او آمر توظيف كړ؛ په داسي حال كي چي پوهېږي په دوى كي بل داسي كس شته چي د دې كار لپاره تر ده غوره او د الله په كتاب او د پيغمبر په سنت؛ زيات پوه وي؛ يقيناً چي له الله، د ده له رسول او له ټولو مسلمانانو سره ئې خيانت كړى.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «مَنِ اسْتَعْمَلَ عَامِلًا عَلَى قَوْمٍ وَفِي تِلْكَ الْعِصَابَةِ مَنْ هُو أَرْضَى لِلَّهِ مِنْهُ فَقَدْ خَانَ الله وَخَانَ رَسُولَه وَخَانَ جَمِيعَ الْمُسْلِمِينَ».
له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: چا چي كوم عامل او آمر پر يوه قوم مأمور او توظيف كړ؛ په داسي حال كي چي په دې ولس كي تر ده بل څوك؛ الله تعالى ته زيات محبوب او مقبول شخص وي؛ يقيناً چي له الله سره ئې خيانت كړى، د ده له رسول سره ئې خيانت كړى او له ټولو مسلمانانو سره ئې خيانت كړى.
قال عمرُ بنِ الخَطَّاب رضي الله عنه: مَن استعمل رجلاً لِمودَّةٍ أو لِقَرابةٍ لا يستعملُهُ إلا لذلك فقد خان اللهَ ورسولَه والمؤمنين.
عمر رضي الله عنه فرمايلي: چا چي كوم سړى د دوستي له كبله، يا د خپلوي له كبله توظيف كړ؛ نه ئې گماري مگر له همدې كبله؛ يقيناً چي له الله، د ده له رسول او له ټولو مسلمانانو سره ئې خيانت كړى.
