استاد رفیع د پښتو ادب سالار
د علمي سیمینارونو او غونډو په لړ کې نن د افغانستان ملي تحریک په بلنه او نوښت د ژوندون ټلوېزیون د غونډو په تالار کې د استاد حبیب الله رفیع د فرهنګي خدمتونو او کارونو په باب یو دروند علمي سیمینار جوړ شوی و . سیمینار د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د لومړي کال د محصلې (ریما معصومي) له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو ، ورپسې پوهاند دوکتور محمد اسمعیل یون ، سباوون ، ارزو ، محبوب الله خان محبوب ، پوهنمل یحیی همای ، محمد نبي تدبیر ، قاري معرفت او صدیق پتمن د استاد رفیع د ژوند، اثارو او افکارو په باب خپلې علمي او څېړنیزې لیکنې او ویناوې واورولې او استاد رفیع یې د هېواد د فرهنګي ډګر او ملي فکر یو ستر خدمتګار وباله. وینا والو وویل چې استاد رفیع د خپل (شپېته کلن ) فرهنګي ژوند له پیله بیا تر دې دمه (۱۲۰) عنوانه کتابونه چاپ کړي او د نورو لیکوالو تر (۲۰۰۰) عنوانو زیات کتابونه یې ايډیت کړي او د دې تر څنګ یې په ( ۲۵۰۰) علمي غونډو او سیمینارونو کې کډون کړی دی . د ټولو هغو کلیمو شمېر چې استاد رفیع په خپلو اثارو کې کارولي تر ( دیارلس نیم ملیونه ) کلیمو اوړي .
د سیمینار د ویناوالو د خبرو په پای کې د سیمینار د یو ټولیز نظر په توګه د ښاغلي (معین خان ستانیکزي ) له خوا په شپږو مادو کې د سیمینار پرېکړه لیک ولوستل شو چې د هغه په یوه برخه کې راغلي وو : له حکومت او اړوندو علمي مرکزونو څخه هیله کېږي چې د استاد رفیع په نوم دې یو مډال جوړ شي او یو ښوونځي ، علمي مرکز او کتابتون دې د هغه په نامه ونومول شي .
د سیمینار تر ځېړنیزې برخې وروسته د افغانستان د ملي تحریک له خوا د استاد حبیب الله رفیع د غوره خدمتونو له امله هغه ته د (افغانیت او اسلامیت) په نامه د سروزرو مډال ورکړ شو، ښاغلي محمد نبي تدبیر ته ستاینلیک ډالۍ شو او ښاغلي صدیق پتمن او د غونډې د نورو برخوالو مشرانو له خوا د استاد حبیب الله رفیع او محمد نبي تدبیر پر سرونو د عزت پګړۍ وتړل شوې ، د غونډې په پای کې استاد رفیع خبرې وکړې ، د ملي فکر او مبارزې په باب یې رڼا واچوله او د دې علمي سیمینار له جوړوونکو یې مننه وکړه . غونډه د استاد رفیع د ښې روغتیا او د هېوادوالو د سوکالۍ په هیله په دعایې پایته ورسېدله.
د یادونې وړ ده چې استاد رفیع پر (۱۳۲۴ل ) کال په میدان وردګو ولایت کې زېږدلی دی ، په (شپاړس کلنۍ ) کې یې لیکوالي پیل کړې ، سږ کال یې د عمر (۷۶) یمه او د لیکوالۍ (۶۰) مه کلیزه وه، چې د ملي تحریک له خوا د یوې شاندارې غونډې او علمي سیمینار په ترڅ کې ونمانځل شوه.
