No-IMG

د عرفان او تصوف ترمنځ توپير

زلمی زابلي

 

تصوف : په لغت کې دنفس پاکولو طريقه ده ، او له نفساني غوښتنوڅخه د ځان ژغورلو او الهي اخلاقو اختيارولوته وايي

 او په اصطلاح کې ، هغه علم دی،چې دهغه پواسطه د زړه تزکيه کيږي او دالله جل جلا له اوبنده ترمنځ اړيکه پيدا کیږی .

عرفان: په لغت کې د حق معرفت او د حق تعالی ، پيژندلوته وايي

او په اصطلاح کې يوه ديني او  الهي نظريه ده چې وايي: ((انسان د عقلي استدلال له لارې دعالم د حقایًو په کشف او د خدای تعالی ج په درک کولو قادر نه وي او يوازې دباطني مستقيمو شهودو له لارې کيدای شي چې ځان د علم دغه پړاو ته ورسوي،

هغه هم  په هغه وخت کې چې له خپل زړه څخه جنسي غوښتنې،فساد او پليتي ارزوګانی او خواهیشات لرې کړي،نو هغه  وخت به هغه د بصيرت په سترګو حقیقت ووینی

صوفي د تصوف دطريقې پيرو يا د نفساني غوښتنو څخه ډډه کوونکی او له غير حق څخه مخ اړونکي ته وايي .

معاصر صوفي مولاناامام غزالي رحمه الله د تصوف او صوفي په اړه وايي:

چاچې دالله جل جلاله  په اوامرو او بندګۍ کې استقامت وکړ او دده د مخلوق سره يې په معامله کې نرمي او ښه سلوک وښوده  نو دا ريښتنی صوفي دی .

عارف : په لغات کې پوه،هوښيار اود الله جل جلاله پيژندونکي ته وايي،خو په اصطلاح کې هغه چاته عارف ويل کيږي،چې الله جل جلاله يې په وحدانيت سره دټولو صفتونو  پيژندلی وي.

څرنګه چې په پورتنيو کرښو کې مو وليدل،چې تصوف او عرفان همدارنګه صوفي او عارف چې په مترادف ډول راوړل کيږي د مانا او اصطلاح له پلوه ډېر توپير نه لري په دې مانا چې تصوف د شریعت پر بنسټ د کمال پرلور  تګ او حق سره د يوځای کيدو ، د نفسي تزکيې،له دنياڅخه مخ اړولو،يوه زاهدانه روش اولاره ده.

خو عرفان ، يو لوړ او ژور فلسفي او فکري مکتب دی ،

دعلومود چارو،ستونزو،حقايقو او رموزو علم دی ،

هغه هم د عالمانو او فيلسوفانو له لارې نه،بلکې د اشراق،کشف او شهود له لارې .

ابو علي سيناپه اشارات کې د زاهد،عابداو عارف په اړه ليکلي دي : د دنياله مال او خوښيو څخه مخ اړونکی زاهد نوميږي .

او هغه څوک چې تل پر عبادت بوخت وي عابد بلل کيږي

او عارف هغه چاته ويل کيږي چې د جبروت په پاکۍ فکر کوي ،پام يې همدې لور ته راګرځولی ، تل ورته  متوجه او په پرله پسې ډول د حق د نور ځلا او اشراق يې په زړه کې وي ،نو ځکه وايي چې د عارف مقام  لوړ اوهر عارف صوفي دی؛خو هر صوفي عارف کيدای نه شي.

د عارف کلمه په درېيمه هجري پيړۍ کې دود شوه،ځکه چې بايزيد بسطامي د صوفي پر ځای د عارف کلمه استعمال کړه او ويلي يې دي :

((د عارف کمال ، د حق په د وستۍ کې سوځيدل دي ))

او همداراز ((هغه کوچنی شی چې پر عارف باندې لازم دی دادی،چې له مال او ملک څخه تېر او بېزاره شي او حق هم دا دی چې که د الله جل جلاله په دوستۍ کې ، له دواړو جهانونو تېرشي ، هم کمه ده))

عارف تل هڅه کوي چې پر کشف،شهود او اشراق باندې  حقايقوته ورسيږي او پر ظاهري او باطني علومو برلاسی شي.

له دې امله وايي چې هغه څه عالم،حکيم او فيلسوف يې په عقل،منطق او استدلال سره درک کوي،عارف يې د اشراق له لارې تر لاسه کوي او ويني.

ځينې دا هم وايي چې عرفان او تصوف دواړه يوه موخه او هدف لري چې هغه د حق د ذات پيژندنه او لمانځنه ده

بو ورور اوس  پورته مطلب ساده ولیکه خو مفهوم یی ژور او حقیقی ده  هغه داسی چه :

که يې چيري ساده کړو ، ده شريعت عملي کولو ته تصوف وايې . شريعت ، تصوف ، عرفان او بالاخره حقيقت په اصل کي وه الله ﷻ ته ده وصال پړاوونه دي ، چي په تدريج يو په بل پسي عملي کيدل غواړي .

په اصل کي ده الله ﷻ او بنده رشته ده خالق او مخلوق ، ربوبيت او عبوديت ، محب او محبوب ده . نو پر دې اساس که په هر علم ، ده نفس سره مجاهده ، يا باطنی اصلاح کي مطلب غيرالله وو ، ټول عبس دي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک