No-IMG

د قیادت د پام وړ ، هیله ده چه څوک خفه او غوصه نشی

دوکتور عمر عماد

 

پدی خاطر چه تیره تریخه تجربه بیا تکرار نشی ، او دا ځل دغه کشتئ چه د خورا څپانده او طوفانی څپو په مینځ کی روانه ده ، تر ساحله ورسیږی ، د یو څو ټکو لنډ لنډ یادول راته اړین ښکاری :

لمړی :

دا حقیقت ډیر زیات اودډیرو ورونو په ژبه  تکرار شوی دی چه ( حکومتی دنده غنیمت نه بلکه مسئولیت دی . کار اهل کار ته سپارل امانت او نا اهل ته  سپارل یی درسول الله صلی الله او بیا د عمر بن الخطاب په ژبه د الله او د رسول الله او د مومنانو سره خیانت دی ) خو له بده مرغه داسی بریښی چه د فتحی او دبدبی په هیاهوی کی لا تر اوسه دغه غږ د ډیرو غوږو ته  نه دی رسیدلی ، نو ځکه یی یو ځل بیا یادول اړین دی .

اهلیت دوه رکنه لری:

 یو د شخص تقوی او دیانت  ، او بل په کار پوهیدل دی ، البته دا دواړه شیان نسبی دی خو باید تر ممکنه بریده هغه کسان په دندو اوګومارل شی چه اهلیت یی د نورو په نسبت ښه وی. او زه ددواړو د تعارض په صورت کی دوهم ته ترجیح ورکووم، ځکه چه د کمزوری دیانت والا کنترولیدلی شی، خو په کار نه پوهیدل هیڅ علاج نه لری. په یوه کابینه کی دوه ترونه او وریرونه پرته له بدل او غنیمته په بل یو قانون کی هم نشته دی،  که حالات همداسی روان وی او حکومتی مسئولیتونه د غنیمت اوډالئ په توګه ویشل کیږی، او قیادت یی همدا اوس ، او مخکی لدی چه دغه سونزه نوره هم پراخه او ژوره شی ، د مهار کولو جدی اقدامات ونه کړی، پایله به یی – خدای مه کړه – د سختي پښیمانئ لامل شی ، خو وخت به له وخته تیر وی.

دوهم:

تیر ځل ، په مکه مکرمه کی د مرحوم مولوی صاحب جلال ال دین ح ق ان ی سره په یو خصوصی مجلس کی یو ځای شوم نو ورته می وویل چه :

مولوی صاحب حکومت په زور نه کیږی، تاسی به  کیدای شی پنجشیرهم ونیسئ ، او مسعود هم ووژنئ، او په ټول افغانستان مسلط شئ ، خو د مخالفینو په سینو کی به مو د کرکی لمبی بلی وی، او د هر فرصت په تمه به شپی ورزی سبا کوی چه ستاسی څخه انتقام واخلی. نو ښه خبره دا ده چه د مسعود سره څه جوړ جاړی وکړئ ، هغه اوس په ضعیف موقف کی دی کیدای شی په ډیر کم شی راضی شی،  نو که سوله وشی هغه بالقوة خطر به دفع شی ان شاء الله تعالی ...،  خو کال لا تیر نه وو چه بی ۵۲ به له اسمانه بمباری کوله او هغوی به په مځکه په ط ال بانو پسی منډی وهلی...

 

دا ځل چه الحمد لله د بی دریغه قربانیواو د عادی تصور نه پورته ستونزو په ګاللو سره د اشغال ټغر ټول او ورسره یی د هغوی د نازولو د فساد مرکزونه هم ړنګ  شول او هیواد د یو قیادت دچتر لاندی راټول شو، نن هم زه یو ځل بیا هماغه پخوانئ خبره کوم او هماغه اندیښنه راسره ده.

 اوس قیادت د ډیر ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان دی چه د مقابلی څخه یی رغیدل ناشونی دی. او دغه مقابله باید په پوره حکمت او تعقل وشی.

ما ته ددغی ننګونو په سر کی د ولس زړونه  لاس ته راوړل او د هغوی باور اواعتماد ترلاسه کول ښکاری، تر څو هر افغان دغه نظام خپل وګڼی، د زړه له کومی ورسره همکاری وکړی، لارښوونو او اوامرو ته  یی په خپله خوښه او قناعت غاړه کښیږدی.

هو، د قیادت سوچ او فکر، غم او سودا باید همدا وی چه څرنګه کولای شی د وطن دا څلویښت کلنو او خورا ژورو زخمونو ته د مرهم پټئ جوړه کړی. څنګه باید دا کرکی او نفرتونه ختم کړی ، دا ټوټه ټوټه ولس څنګه بیرته په یو ټغر راټول شی، افغانستان یوازی جنوب او جنوب غرب نه دی، د افغانانو سره د مور او د میری چلند باید دلته هیڅ ځای ونه لری .

تر څو چه عملا ټول ولس ته په یوه سترګه ونه کتل شی تر هغی پوری د عوامو زړونه رواستل ناشونی دی، او بی لدی هغه  حکومت ناشونی دی چه تاسی یی هوډ کړی دی.

دریم :

ورورنو !

تاسی د شرعی نظام د راوستلو غږ پورته کړی دی، او ډیرو ځوانانو د همدغی نظام د راتګ لپاره خپلی ځوانئ نذرانه کړی، خو شرعی نظام نه خالی شعار او نه هم یو څو ظاهری شعائر دی ، بلکه هغه دهر څه نه مخکی خپله په اسلام په رښتینی توګه پوهیدل او بیا یی په پوره حکمت، تعقل او درایت په بشپړه توګه او د ژوند په ټولو اړخونو کی عملی کول دی، خپلی مزاجی کړنی په اسلام پوری تړل او تپل ددین سره جفاء ده.

څلورم :

عصری تعلیم ته نهایت پاملرنه وکړئ، بی تعلیمه وطن په پښو نشی دریدلای، تر څو چه حتی د ستنی او تار بل چا ته محتاج یو تر هغی پوری رښتینی خپلواک نه یو.

ورونو:

دا کارونه اسانه نه بلکه خورا ستونزمن دی او ډیری قربانئ ته اړتیا لری ، که پرون د یرغلګرو او د هغوی د نازولو سره د مقابلی دوران وو ، نن د خپل نفس او هوس سره د مقابلی د رښتینی ازمیښت وخت راغلی دی، چه دغه مقابله د هغی بلی نه په مراتبو ستونزمنه ده، او د هغی نه زیاتی قربانئ ته اړتیا لری، الله تعالی دی ددغی وړتیا د ترلاسه کولو توفیق درکړی، تر څو د هغو شهیدانو ارمانونه پوره شی چه حتی قبرونه یی هم معلوم نه دی.

وما علینا إلا البلاغ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک