No-IMG

سږ کال مړي راژوندي نه شول !

د هر مړي درناوی او احترام په کار دی، خو د هغه مړي چې پر ژوندني د خلکو خدمتګار وي او پر مړینې د خلکو د ځورونې سبب نه شي . خو زموږ په هېواد کې یو شمېر داسې کسان وو او لا شته چې نه پر ژوند ترې ولس ښه ورځ لیدلې وه او نه ترې په مرګ دې ولس خلاصی وموند.

مسعود ، رباني ، فهیم ، مزاري او دېته ورته نورو اشخاصو ، چې د خپل ژوند په بهیر کې یې دې ولس ته څومره زیان واړاوه ، تر مرګ وروسته هم د ولس د کړونې سبب شول.

دا خلک چې ژوندي وو ، نو وژنې ، ځورنې ، ړنګونې ویجاړونې او د اوارو ځمکو غصوبونې ته یې کار ویلی و، خو چې کله له دې نړۍ څخه لاړل ، نو بیا یې لوړې غونډۍ غصب کړې او پلویانو یې د دوی په شان د عامه لارو بندولو او د ولس ځورونو ته دوام ورکړ.

پوره شل کاله د احمدشاه مسعود تلین په کابل ښار کې په داسې ډول نمانځل کېده ، چې د وحشت او بربریت یوه لویه ننداره یې نړۍ ته وړاندې کوله. دردوونکې خبره دا وه چې د نظار شورا لنډغرو بیا دا حالت یو مدني حرکت باله ، ملي او اسلامي رنګ یې ورکاوه او دا یې خپل مشروع حق هم باله ، چې ټول کابل ښاریان دې پر دې ورځ د وېرې احساس وکړي.

د جمهوریت په نامه د لنډغرو محوري واکمنو بیا د دې واک درلود چې دې تلینورځو ته له بیت المال څخه پیسې بېلې کړي ، د حکومت په کچه تر ټولو لوړ عالي کمېسیون ورته وټاکي ، د ښار واټونه وتړي او ویناوال بیا په کې داسې قلقلې وکړي چې له یو سوچه ډاکو څخه درته مولانا جلاالدین بلخي او له یو لوبېدلي جاسوس څخه درته یو ملي اتل جوړ کړي او دولتي او نورې جاسوسې رسنۍ بیا ټولې د دې ډول اشخاصو ستاینې او صفايۍ ته ځانګړې شي.

په تېرو شلو کلونو کې یوازې د احمدشاه مسعود د تلینغونډو د نمانځنې له امله بت المال ته تر پنځوس ملیونو ډالرو زیات زیان اوښتی او که د لارو د بندولو له امله عام ولس او سوداګرو ته رسېدلی زیان محاسبه کړو ، نو ټول زیان یې تر سلو ملیونو ډالرو پورته اټکل کېدلای شي. پر مالي زیان سربېره به هر کال پر دې ورځ شونې نه وه ، چې د ډزو او وحشت له امله زموږ څو تنه هېودوال یا نه شهیدانېدل او یا به نه ټپیانېدل . نو دا داسې مړی وو ، چې ژوندیو ته یې د مرګ ګواښ کاوه . تر مسعود وروسته بیا د عبدالعلي مزاري د مرګ ورځ هم د بیت المال په لکښت په شاندراو مراسمو سره لمانځل کېدله ، نو هلته به حکومتي چارواکو او بګېل شویو سیاستوالو له مزاري څخه داسې یوه سپینه فرښته جوړه کړه او داسې یو عالم او فلیسوف به یې و باله چې که خپله مزاري هم را ژوندی شوی وای ، فکر به یې نه و کړی ، چې خلک دی یادوي . د مسعود او مزاري په غونډو کې هېڅکله هم د کابل د ورانۍ ، مېخکوبۍ او تنظیمي جنګونو کیسې نه کېدلې ، بلکې دې دواړو پسې به داسې خبرې تړل کېدې چې دوی ټول عمر په ریاضت ، د هېواد په خدمت او ابادۍ کې تېر کړی دی.وروسته بیا د سنبلې (۲۹) مه ؛ د رباني تلینورځ ورپسې زیاته شوه ، دا ورځ که څه هم د مسعود د هغې په شان ډېره له وحشته ډکه نه وه ، خو د بیت المال په ملیونو افغانۍ پرې لګېدلې او د حکومت نیمه برخه به پرې مصروفه وه، بیا د کب (۱۸) مه د محمدقسیم فهیم د تلینورځې په نامه ونومول شوه، دا ورځ هم د بیت المال په پیسو نمانځل کېدله ، ویناوالو به له فهیم څخه یو عابد ، دینداره ، معمار ، پرهیزګاره ، مبارز، صوفي او عرفاني شخصیت جوړ کړ ؛ هېچا هم دا نه ویل چې مړزان ، چرګان او سپیان چا جنګول ؟ د اسونو طویلې چا لرلې ؟ د افغان هندوانو او سکانو کورونه چا لوټ او غصب کړل؟

لنډه دا چې شل کاله په دغسې ریشخندیو تېر شول او زورورو مړو پر کمزورو ژوندیو حکومت وکړ ، هغه هم داسې مړو ، چې په ټول ژوند کې یې د دې ملت لپاره د خیر ښېګڼې هېڅ کار نه دی کړی.

د دې خبرې یادول هم ضروري دي چې هر څوک حق  لري د خپل مړي یا ژوندي شخصیت ستاینه او نمانځنه وکړي ، خو نه د عامه نظم د اخلال او د نورو د اذیت په قېمت .

پر دې باور لرو چې ( بعث بعدالموت ) ؛ تر مرګ وروسته ژوند حق دی. خو دا یې پر هغې دنیا ښودلي ، نه پر دې دنیا ، چې مړي دې بیا راژوندي شي ، تپې او غونډۍ دې ونیسي ، ټول ژوندي دې هم په تکلیف کړي ، د هغوی ژوند دې هم اخلال کړي او ان له ژوندیو خلکو او د جمهوري یا ولسواک نظام له بامبړانو دې هم  باج واخلي ، تر دې پورې چې د برېښنا شرکت دې هم وګواښي چې ځئ لاس مو خلاص ، توره مو تېره ، ان د وارداتي برښنا بل هم نه پرې کوو. په دې تېرو شلو کلونو کې هېڅوک هم نه وو چې دې مرحومینو ته یې فرمایلي وای چې تاسې خو شهیدان یاست ، خدای بښلي یئ، قبرونه یا ابدي کورونه مو نوراني دي ، د دې دنیا برېښنا ته څه اړتیا لرئ ؟ دا پرېږدئ چې د یتیمانو کورونه پرې روښانه شي او یا یې لګښت پرې کړئ چې ګاونډیان برېښنا پرې نه کړي.

تر شلو کلونو وروسته سږکال د خدای ج  فضل و ، چې نه د سنبلې پر (۱۸) مه ، نه پر (۲۹) مه ، نه د کب پر (۱۸) مه ، کوم مړی را ژوندی شو ، نه یې د کابل ښار امن اخلال کړ ، نه یې وحشت خپور کړ او نه یې له چارواکو باج او قلنګ را ټول کړ ، هملته په خپلو قبرو کې له تیارو سره لاس او ګرېوان دي . خدای دې وکړي چې اوس نوي مړي د هغو زړو مړو ځای و نه نیسي او د هغوی ریکارډ مات نه کړي.

ځینې کسان به بیا دا تور پورې کړي چې دې مړو کې قومي انډول او انصاف په پام کې نه دی نیول شوی، باید له پښتنو څخه هم د څو تنو نومونه په کې یاد شوي وای ، چې ملي وحدت ! ته په کې زیان نه وای رسېدلای؟ نو که تاسو ته په پښتنو او نورو قومونو کې ، لکه د دغو څو تنو په شان نور داسې زورور مړي معلوم وي چې هر کال را ژوندي کېږي ، د بیت المال پیسې پرې لګېږي او د کابل ښار د ټولو ښاریانو د عامه ژوند د اخلال سبب کېږي ، هغه تاسې ورپسې ور زیات کړئ چې په زورورو مړو کې هم د ملي وحدت ! اڼدول خراب نه شي !!

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک