No-IMG

ډاکټر مهاتير: زمونږ امنیت او مستقل متوازن بهرنی سیاست د هیواد د پیشرفت لومړني بنیادونه دي

ژورنالېست له ډاکتر مهاتیر پوښتنه وکړه؛

تاسي په دومره لنډ وخت کې خپل هیواد په اقتصادي او سیاسي لحاظ څنګه دې ځای ته راوراساوه؟

ډاکټر مهاتیر ورته وویل

که غواړئ چې هیواد مو پرمختګ وکړي له ټولو مخکې ورته د امنیت او ثبات تابیا ونیسئ. هغه هیوادونه چې د امینت او ثبات په نه شتون کې د پیشرفت فکر کوي، هېڅکله نه شي‌ کامیابېدلای.‌ ما د خپل هیواد د رهبر په حیث یواځې دا کار وکړ چې امنیت او ثبات مې وساته. دا ماته په خپل کار کې لومړیتوب ؤ.

بیا مې په دې فکر پیل کړ چې خپل بهرنی سیاست څنګه د نورو له چنګه وباسم، خپل هیواد د نورو له غېږې وویست، په نورو د بسپنې فکر مې له ځانه لرې کړ، د غرب سر بېره مې شرق سره هم دروازې خلاصې کړې، د امریکا پر ځای مې چین او جاپان ته لاس وغځاوه.”

خپلواکي‌ د یو هیواد د پیشرفت له ټولو لوی ضمانت دی. زمونږ امنیت او مستقل، متوازن بهرنی سیاست د هیواد د پیشرفت لومړني بنیادونه دي.

د ملتونو راپورته کېدل وخت غواړي، دا مهمه ده چې د یو هیواد مشرتابه د ټولنې په لومړیتوبونو پوه اوسي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک