No-IMG

خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟

علي الله متوکل

 

د برات شپه باندي د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښتنه داده، که زموږ لپاره په تقدیر کي مرګ یا نېستي لیکلې وه، نو څنګه ئې بدل کړو؟

د برات شپه د کال په اوږدو کي له هغو شپو څخه ده، چي الله تعالی د ځمکي اسمان ته راکښته کیږي او اعلان کوي:

-څوک سته، چي زما څخه بخښنه وغواړي؟ او زه ئې وبخښم

-څوک سته، چي زما څخه د رزق غوښتنه وکړي؟ او رزق ورکړم

-څوک سته، چي غم لري؟ او زه ئې غم لیري کړم

د تقدیر بدلول

الله د ټولو کایناتو مالک او څښتن دئ، زموږ تقدیر او د تقدیر بدلول هم د الله تعالی په اختیار کي دي. د الله څخه غوښتنه وکړی، چي تقدیر مو بدل کړی. دا شپه سږ کال د همدې هفتې پنجشنبه ده، نفل لمونځ ادا کړی، سورة یاسین تلاوت کړی او بیا د الله تعالی څخه دا دعا و غواړئ:

-یا الهی! ته زموږ رب یې! زموږ تقدیر ستا په لاس کي دئ، زموږ تقدیر بدل کړې!

-پروردګاره! زما نوم د مړو په لیست کي مه لیکه، زما په ژوند کي برکت واچوې او و اخرت ته د امادګی موقع راکړې، ترڅو عبادت وکړم.

-زما ربه! نن زما د تېر کال اعمال و تاته وړاندي کیږي، زه پر خپلو ګناهونو شرمینده یم، و ماته بخښه وکړه. او نیک اعمال مي قبول کړه.

-یا الله! نن د رزق د ټاکل کېدو شپه ده. ماته پراخ رزق راکړې، تر څو ستا د بنده ګانو د محتاجی او طمع څخه خلاص سم.

-مهربان څښتنه! موږ د خلکو په وړاندي مه بې عزته کوه، او موږ ته پر ګناهونو توفیق مه راکوې.

-یا الهی! زموږ دعاګاني قبولي کړې او موږ خپل دوستان جوړ کړې.

یادونه: د همدې ورځي په سهار روژه نیول د رسول الله عادت وو

دوهمه_یادونه: دعا په داسي اخلاص وکړی، چي الله تعالی ئې خامخا قبلوي، مخ پر قبله په اوداسه کښېنئ، په سر او پای کي درود ووایاست او د الله څخه مو خپلي غوښتني وکړئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک