د نبوي او اسلامي دولت يوه ستره نښه نښانه عدالت دى
د خداى پاک جل جلاله او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په قانون ولاړ او روان دولت کې مجرم او جنايتکار هغه که پاچا وي يا ګدا نيول کېږي او مجازات کېږي.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي چې د پخوانيو سلطنتونو د هلاکت او تباهۍ وجهه همدا وه چې غريب به مجازات شو خو مالدار او واکدار به بيغمه خپله غلا او فسق فساد کولو پرته له حساب کتاب يا مجازات څخه.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي چې زما لور فاطمه الزهراﺀ د محمد صلى الله عليه وسلم لور که فرضاً غلا وکړي نو هغې ته به زه د شريعت مطابق سزا ورکوم.
سهار راهيسې په سلهاوو اکاونټونو کې د يو لوى واکدار وډيو ښکته پورته کېږي چې په فساد ککړ نيول کېږي.
که همدا نبوي عدالت روان وي او د فاسدينو مخنيوى او د مجازات لړۍ همداسې دوام ومومي نو پوخ يقين لرم چې دا دولت به هېڅکله خوار نه سي او نه به يې وګړي باغيان سي.
د دغه وډيو په ليدلو مې نېغ سترګو ته له چارک شونډو سره د منحوس فضلي بربنډ فساد په ارګ کې ودريد له مشرانو او کشرانو مفسد چارواکو سره کوم چې خداى پاک جل جلاله په دنيا ذليل او شرمنده کړل او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د تهديد او مبارکې وينا مطابق يې سلطنت او واک ورته ړنګ نابود کړ.
که همدغه عدالت روان وي نو يقين لرم چې د ملت به هېڅکله له خپل عادل حاکم څخه زړه سوړ او ازرده نه سي او څنګه چې زه ورته لاس په دعا سوم همداراز به بشپړ هيوادوال ورته لاسونه په دعا پورته کړي.
الهي رب العالمين ته عدالت او امن او امنيت او خپل رحمتونه پر مونږ رانازل کړې او فساد او مفسدينو څخه مو پخپل رحم او کرم سره وساتې، اللهم آمين يارب العالمين
