No-IMG

پر مشرکینو د رسول الله ﷺ اقتصادي حصار

د بواط غزا  - ۲هـ

په دې دره کي چي  بـواط ورته وایي د رسول الله ﷺ دوهمه غزا همدلته واقع شوې وه.

دا سیمه د مدینې منورې شمال لویدیځ لوری ته پرته ده، دلته به د قریشو تجارتي کاروانونه تیریدل، ددې غزا د پېښیدلو سبب هم د قریشو هغه کاروان وو چې پر  ۲۵۰۰ اوښانو مشتمل وو او سل تنه ساتونکي ورسره وو او له همدې لارې مکې ته روان وو، رسول الله ﷺ  ته چې د کاروان دقیق خبر ورسیدی له دوه سوه کسیز لښکر سره له مدینې راووت؛ د لښکر بیرغ سپین وو او سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه پر اوږه اخیستی وه. د مسلمانانو لښکر دلته په وادي بواط کې مخه ورته ونیوله، خو د قریشو د کاروان څاروان چې امیه بن خلف وو له برید څخه خبر شو او د کاروان لاره یې بدله کړه...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک