No-IMG

د مېنې او محبت يو نا اشنا تړون!

ام المؤمنين ام سلمه رضي الله عنها چې د خپل خاوند سره يې زيات محبت وو، خپل پخواني خاوند ابو سلمه رضي الله عنه ته وویل راځه چې دواړه سره يو تړون ترسره کړو، او هغه داچې زه به ستا له مرګه روسته بل خاوند نکوم، او ته به له ما روسته بله نکاح نکوې.

هغه ورته وویل خبره مې منې؟ هغې ورته وویل هو، ولې نه، ويل، که زه مړ شوم، نکاح وکړه، او دعا يې ورته وکړه: اي الله! ام سلمه ته له ما روسته له ما ښه خاوند ورکړه، چې نه يې خفه کوي، او نه ورته تکليف رسوي، نو هماغه وو چې د ابو سلمه رضي الله عنه د مرګ روسته يې د الله د رسول صلى الله عليه وسلم سره نکاح وشوه!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک