ډیره حیرانوونکي او ویروونکي واقعه
علامه ابن کثیررحمه الله
په البدایه والنهایه کي دابوهریره رضي الله عنه رانقل کړي دي
چي یوه ورځ مونږپه یومجلس کي ناست وو اورسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او ویلي تاسي کي یونفر دی چه جهنم کي به یی دژامي یو غاښ داحد دغره قدری وي
ابوهریره رضي الله عنه فرمایی ټول اهل مجلس په اسلام کي وفات شو
مګر یو زه پاتي شوم
اویو الرَّجَّال بن عنفوة.دبنوحنفیه دقوم څخه وو،
الرَّجَّال: هغه سړی وو چی درسول الله صلی الله علیه وسلم سره به هرځای ملګری وو.
اوعلم اوقران به یی تري زده کولو
رافع بن خدیج فرمایی:
الرَّجَّال.په خشوع،اوزهد،تلاوة القرآن کي یوځانګړی مثال لري.
ابن عمر رضی الله عنه فرمایی:
الرَّجَّال. مونږ کي ښه حافظ ډیرلمونځ کوونکي اوډیر روژه نیوونکي وو.
کله چه خلکودده تقوا اوزهد اولیده صحابه وګومان کاوه چه درسول الله دحدیث مصداق شاهد ابوهریره وي
ابوهریره رضي الله عنه وایی ماته هم ویره پیداشوه
کله چي درسول الله دوفات نه وروسته مسیلمة الکذاب دنبوت دعوه اوکړه.
ابوبکرالصدیق رضي الله عنه
دغه الرَّجَّال اهل یمامه ته دنصیحت دپاره اولیږلو
هرکله چي دمسیلمة الکذاب خواته ورغی هغه یي درونداستقبال اوکړ اوتُحفي یي ورکړي اونیم واک یي ورکړ
نو رَّجَّال یي تایید اوکړ اواقراریي اوکړ چي مادرسول الله ﷺ نه اوریدلي چي وییل به یي مسلیمة زماسره نبوت کي شریک ده.
اوددروغو ګواهي یي اوکړه.
کله چي خالدبن ولید رضي الله عنه ورباندي حمله اوکړه
اومسیلمة اودهغه څلویښت زره لښکر ماتي اوخوړه رجَّال هم دمړو په ډله کی اوموندل شو اوهغه لمونځونه تلاوتونه عبادتونه یي ټول عبث شو
اوخاتمه یي په کفر اوخرابه شوه.
الله ج دى مونږ او تاسى دى داسى بدى خاتمى نه وساتي،
اللهم اختم لنا باالاِیمان.اللَّهُمَّ ثبِّتْناعَلَی دینک.!!
