No-IMG

سوق المناخة

د مدینې منورې هغه بازار دی چي د لومړي ځل لپاره یې رسول الله ﷺ بنسټ کیښود.

کله چي د مدینې منورې په عمومي بازار کي د یهودو له ناروا ټکسونو، د مالونو احتکار او لوړو قیمتونو څخه مسلمانان په تنګ شول نو رسول الله ﷺ  د نبوي مسجد لویدیځ اړخ ته د مسجد غمامه څخه پیل او تر سقیفه بن ساعده پورې میداني د مسلمانانو لپاره د ځانګړي بازار په توګه انتخاب او نقشه یې جوړه کړه.

په دې بازار کې مسلمانان له هر رنګه ټکس او باج څخه پرته خپل توکي پیرل او پلورل، بازار ته به یې سهار د پلورلو توکي راوړل ترماښامه به یې پلورل... په دې اقتصادي ګام اوچتولو سره مسلمانانو وکولای شول د یهودو اقتصادي انحصار او مالي احتکار مات کړي.

دا بازار اوس هم شته او د مدینې منورې ښاروالۍ د لاسي توکو پلورونکو لپاره ځانګړي کړي دي.

د رسول الله ﷺ  مبارزه د دعوتي، اصلاحي او تعلیمي برخو تر څنګ په اقتصادي، پرمختیایي او اجتماعي امورو کې هم زموږ لپاره روښانه بیلګې لري.

ای د الله تعالي خوږ نبي! عليک الصلاة والسلام ..

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک