تاريخي ليکنې

کوچيان په تاريخ کي

کوچېان هم د نورو افغانانو په څېر ددې سيمي اصلي او بومي اوسيدونکي دي، هغه وخت چي کرهڼي وده نه وه کړې، د دنيا زياتره قومونه او مليتونه په مالدارۍ مشغول و او له همدې لاري يې خپل ژوند پر مخ بېوه؛ پخوانيو اريايانو، کوشانيانو «کوچانيانو» او يفتليانو «ابداليانو» هم زياته مالداري درلوده او د اوسني افغانستان په شمالي پراخه ورشو کي يې خپلي رمې او ګلې پوولې. ساکان (سها ک، سکستان، سجستان، سیستان) هم مالداره وه په ژمي تودو او په اوړي کي به ايلبندنو او غرنيو لوړو سيمو ته ختل او خپلي رمې به يې له ځان سره بېولې، د غور پاچايان هم ډېر مالداره و، هغوی به هم ډېرې رمې ساتلې او د حکمتونو زياته برخه يې په مالداري چلېده.  داسي روايت لا هم سته چي كوچيو ساكانو د پارس ستر امپراتور (كورو...
نور ولوله

آی خانم؛ د افغانستان یو لرغونی او جالب ښار

کله چي ستر سکندر له ميلاده ۳۳۰ کاله د مخه افغانستان پخپله امپراتوري راوست، دې وخت کي د سکندر يوناني امپراتورۍ د یونان له خلیج څخه تر هیمالیا پوري مساحت لاره او پکښي ۱۰۰۰ستر ښارونه وه چي پکښي مشهور ئې [ای خانم ښار] وو چي د اوسني افغانستان په شمال کي د تخار د امو او کوکچې سیندونه سره یو ځای کیږي موقیعت لري، ...
نور ولوله

د تاريخ له عجايبو د نړۍ تر ټولو خرافاتي/غُول پاچا

 سلطان_حسین_شاه_صفوي د اوسني ايران او د صفویانو نهم او وروستنی پادشاه وو. نوموړی ۲۹ کاله حکومت وکړ چي په ۱۷۲۲مع کال د افغان  شاه_محمود_هوتک لخوا د اصفهان د نیولو وروسته د نوموړی حکومت پای ته ورسېد. تاريخ راته وايي چي حسين د نړۍ يو له بې عقلو خلګو وو، هغه د پلار له مړيني وروسته واک ته د رسېدو په ورځ هوښياران ټول وشړل او پر ځای يې په زرګونو جادوګر، فال نیونکي، خوب ليدونکي او د اوس په څېر چاپلوسان وګومارل. د رسمي دربار په ورځ به په زرګونو ماران، سمسارې او ګڼ نور حيوانان او د هغوۍ پوستکي په مختلفو غوړيو غوړېدل او هر کار ځانګړي مفهوم لاره، خوب ليدونکو ملايانو به خوبونه ويل او وروسته به دولتي پرېکړه کېدل، اټکل کېږي که حسين صفوي يوازي ددې ملايانو تنخوا ...
نور ولوله

د افغانانو جوړ توپک (جزايل)

د افغانانو جوړ توپک [جزايل]/ Afghan Jezail Rifle اټکل دوې پېړۍ پخوا زموږ نیکونو د دښمن مقابله په خپل لاس جوړ کړو توپکونو کوله چي جزايل [د ښکار تازي] نومېده او اکثره د کابل او کندهار په اهنګرخانو کي جوړېده، دا توپکونه طبیعتاً د افغانانو له بدني جوړښت سره سمون درلود؛ اوږده، ظریف، رسا نښه ویشتونکي، ساده او په عین حال کي خطرناکه هم وه. دا چي ياد توپکونه لاسي جوړ وه او هر اهنګر او استاد پکښي خپله سلیقه پاللي وه؛ اوږدوالی یې ۱۸۰ سنټي مټره او ۱۵۰ مټرو پوري یې رسا نښه ويشته، خو انګریزي مسکټ توپکونو له ۵۰ څخه تر ۷۵ متره پورې هدف ویشته، انګریزي توپکونه په کارخانو کي تولیدېدل او د شکل او ډيزاین له مخه یو شان وه.  جزايل د میل د خ...
نور ولوله

د افغان تاريخ نوم ورکې څېره؛ ازاد خان افغان

ازادخان افغان چي بهرنيو سرچينو په ازاد سلېمانخېل او او غلجي ياد کړی، د سلېمان خان زوی وو چي د افغانستان د غزني د اندړو په سيمه كي په ۱۷۰۵ع كال زېږېدلى دى چي اوس ئې يوازي يوه کلا ولاړه ده. کله چي په ۱۷۳۷ع کال کي ايراني نادر کندهار ونيو نو پښتنو ئې د  ميرويس_نيکه په مشرتوب پر ضد پراخ پاڅون وکړ، ددې پاڅون د جرګو کار د ميرويس نيکه او فوځي مشرتوب  سيدال_خان_ناصر او ازاد خان سلېمانخېل کاوه، کله چي پښتنو ايرانی  ګورګين [کندهار والي] وواژه، نو ازاد خان له لس زرو/اته زرو پښتنو سره اصفهان ته ولاړ او هلته مېشت سو. څرنګه چي ازاد خان يو عيار وو او هم د نادر د وژلو وروسته ايران کي دريو کسانو د تخت تر لاسه کولو هڅي کولې چي يو پکښي ازادخان وو. د سيدال خان ن...
نور ولوله

فريدون کلا، فراه افغانستان

په تاريخي اسنادو کي د فريدون کلا د فراه لرغوني ښار وو چي د ځينو په عقيده د فراه ښار د [فريدون کياني] په واسطه اباد سوی دئ او په همدې سبب د فراه نوم په هغې ناحيې ايښوول سوی دئ چي د  سيستان يو له مشهورو ښاورنو څخه وو٭ د فريدون کلا[د فراه پخوانی ښار] د فراه رود په غاړه ۹۹ برجه لرونکې د اومو خښتو جوړه کلا ده چي پخوا يې ګردچاپېره لوی فصيل/کلا لرله او هغې کلا کلک برجونه، خندقونه او دوې ستري دروازې لرلې چي د وخت د پوځي جوړښت له نظره يو مأمون ځای وو چي د دېوالونو...
نور ولوله

د شاه مشهد مدرسه

د غوري دورې شاه مشد مدرسه او مسجد د غوريانو د واک يوه غوره او حيرانوونکې وداني وه چي په دې ورستيو [۱۹۷۰ع/۱۳۴۸ل]کي موږ په خبر سو او اوس په بشپړه توګه ړنګېدونکې ده. د  بادغيس د  بالامرغاب سيند پر غاړه دغه مدرسه چي په لس کاله جوړه سوې وه، [۱۱۸۱ع] د سيمي په کچه د ډيلي او هرات له مدارسو وروسته لويه مدرسه وه. د غټو پخو خښتو جوړه دغه مدرسه د مغولي تاړاک پر مهال ونړول سوه او د غوري دورې يو لوی هنر ئې ولوټه      د دېوالي کتيبو له دوعاګانو څخه ښکاري چي ښايي د کومي ښځي/ملکې په امر/مشرتوب جوړه سوې وي، او د شاه مشد/مشهد په نامه ښايي له دې امله يادېږي چي ددې دورې يو نامتو نقاش او بنا/استاد [شاه مشد] نومېده. له هوا داسي ښکاري چی دد...
نور ولوله

دافغان تاريخ هېښونکي څېرې شفيع ديوانه

کله چي د  ډاکټرنجيب الله له سقوط وروسته مجددي او بيا وروسته رباني ته واک په لاس ورغلی نو خونړۍ کورنۍ جګړه پيل سوه چي دواړه لوري مجاهدين وه. سګوان قومندان، چرسي قومندان، شرابي قومندان او داسي نورو پکښي افتخاري نومونه پيدا کړه. د مزاري تر قوماندې لاندي د [ حزب وحدت] ګوند جګړه مار د شفيع دېوانه په نامه قومندان لاره چي وحشت ئې تاريخ لړزوي. د نوموي قومندان په لاس وژنه، رقص مرده، د ښځو بي عزتي او د هغوی څخه په ژوندون سيني پرې کول، او په ډله يز ډول جنسي تيری ورځنی خبره وه چي اکثره ئې د پښتنو په وړاندي تر سره کېده، په وړاندي ئې د استاد سياف ډله چي اکثريت ئې پښتانه وه، ورته عمل د مزاري د هزاره ډلي سره وکړل، چي يو ئې دهغه وخت د دوی په اصطلاح [ فاجعه افشار] يادوي. ...
نور ولوله

د عينو مينه تاريخ کندهار 8 مارچ

د ښځو د نړيوالي ورځي   ۸مارچ  په وياړ زموږ د تاريخ او فولکور نامتو څېره؛  مېرمن_عينو: د کندهار ښار ختيځ ته نږدې يو کارېز دئ چي د عينو کارېز ئې باله او اوس ئې د کاريز پر مځکه ځيني ميني وداني سوي دي. د مشرانو د شفاهي رواياتو له مخه؛ چي کله  احمدشا_بابا د پاني پت ميدان څخه د لښکر سره مل د هند له سفره بريالی افغانستان ته راوګرځېد  ۱۷۶۱ع ، نو ماښام ناوخته کندهار ته نژدې ئې امر وکړ چي شپه همدلته وکړي او سبا د ورځي بايد په ښه شان او شوکت ښار ته ننوزي. لښکرکوټ ته په نږدې کلي کي د يوې مېړنۍ افغاني  عينو  کور چي مېړه ئې همدلته د بابا په لښکر کي وو، د مېرمن عينو مېړه د شپې په پټه تر نور لښکر د م...
نور ولوله

زموږښاغلي شېر خان خروټي

يوه پېړۍ وړاندي يو عام لوستی سړی د غزني د قره باغ څخه هند ته ولاړ، هلته يې پخپلو پېسو تجارت پيل كړ. ورپسې مرکزي اسيا او روس ته ولاړ او هلته يې ځيني نادر ديني او تاريخي کتابونه په سمرقند کي د فارسي ژباړي لپاره محررينو ته وسپارل چي ده په کار ګومارلي وه. اميرامان الله خان چي کله خبر سو، نوموړی يې کابل ته راوغوښت، ده ته يې د دغو كتابونو د چاپ لپاره د معارف لومړۍ درجه جايزه او [ناشر(خپرونکی)] لقب وركړ. شېر خان د نادرشاه په دوره كي تجارت پرېښود، لومړی د ارګون اولسوال او په ۱۹۳۸ع کي د بدخشان او قطغن نايب الحكومه و ټاكل سو. ده په هغه سيمه كي د ښاري پلان له مخي سړکونه جوړ کړل او د ټیليفون مزي يې وغځول. کله چي لندنی٭ شمال ته د خپلو ...
نور ولوله

د افغانستان اردو، لومړنی کنډګ چي ټول مواد ئې پخپله افغانانو جوړ کړي

د افغانستان اردو، لومړنی کنډګ چي ټول مواد ئې پخپله افغانانو جوړ کړي، ۱۹۰۵ع: د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دې کال کي اردو خپل مواد لکه: مرمۍ، توپک، څرخ[د اقرار اله] باروت، نېزه او د څرمني څخه جوړ، عسکري بوټونه، خولۍ او نور پخپله کابل کي جوړول. د تاريخي رواياتو له مخه دې وخت کي موږ لاندي ځواک لاره: پياده ځواک، ۸۰ ډلګۍ، هره، ډلګۍ: ۷۰۰ نفره، ټول: ۵۶۰۰۰ نفر سپاره ځواک؛۴۰ ډلګۍ، هره، ډلګۍ ۴۰۰ نفره ټول: ۱۶۰۰۰نفر توپ خانه: سل بطریه: هره بطریه ۱۰۰کسه، ټول: ۱۰۰۰۰ د افغانستان ملي اردو د كړه وړو، اصليت او زړورتيا پر اساس د سيمي يو پياوړې اردو وه چي د هر باندني تېري په مقابل كي يې د عمل په ډګر ك...
نور ولوله

د سپين بولدک جنګي کلا او تاريخي ټانګ ورکه/غلا

بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده چي مساحت ئې دوه پنځوس مربع مټره کېږي . په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو. او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي...
نور ولوله

د افغانستان لومړنۍ کابينه،۱۸۷۰ع

امير شېرعلي خان په افغاني نبض پوه مدير او مدبر شخص وو چي يوه نيمه پېړۍ د مخه يې پر افغانانو پخپله يوولس کلنه دوره کي د پرمختګ خورا ښې دروازې راخلاصي کړلې، خو د دښمنانو له لوري ډېر ژر وتړل سوې. کله چي امير شېر علي خان دويم ځل د افغانستان امير سو ( ۱۸۶۸ـ ۱۸۷۸ ع کلونه) په هيواد کي د نوي تمدن پير پيل سو او په لومړي ځل امير د همدې پروګرام له مخه يوه نيمه پېړۍ مخکي تر پاچاهي مقام را لاندي يو حکومت جوړ کړ، صدر اعظم يې ورته وټاکه او وزيران يې ورته مقرر کړل. دې کابينه کي لاندي کسان وګومارل سول. *صدراعظم: سيد نور محمد شاه پښينګی وو چي د لوی ټول مختار رسمي نوم يې وو. *حسابي چارو مشر يا په اوسنۍ اصطلاح  د ماليې وزير او مستوقي المم...
نور ولوله

د لیوني خطبه

سلمان افغان   د جمعې په ورځ د مسجد امام وځنډید، په دغه وخت کې لیونی مسجد ته را ننووت او منبر ته وخوت، ځینو کسانو یې د منبر نه د راښکته کولو اراده وکړه خو په لمونځ کوونکو کې د قوم یو مشر موجود و، مشر امر وکړ چې لیونی په خپل حال پریږدئ لیوني خطبه شروع کړه او ویې ویل: ټول ثنا او صفتونه یواځې د الله لپاره دي، ثنا او صفتونه د هغه ذات لپاره دي چې تاسو یې له دوو (ادم او حوا) څخه پیدا کړي یې، بیا یې دوو ډولونو ته ویشلي یې، ځینې یې له تاسو غني، شتمن پیدا کړي، د دې لپاره چې تاسو د الله شکر وکړئ، او ځینې یې له تاسو فقیران پیدا کړي، د دې لپاره چې تاسو صبر وکړئ نو نه ستاسو مالدارو، شتمنو شکر وکړ او نه مو فقیرانو صبر وکړ، په تاسو ټ...
نور ولوله

د افغانستان لومړی موټر

دغه موټر د افغانستان د لومړي موټر څخه ګڼل کېږي چي ښايي د تجارت په نيت به پر دې لار روان وي. ويل کيږي دغو موټرانو کي به د ډيزلو پر ځای لرګي او ډبرو سکاره سوځېدل او هغو به بيا بخار توليداوه او د موټر ماشين به ئې څرخاوه. د شلمي پېړۍ په پيل کي چي نننی احتراقي ماشین(Internal Combustion Engine) د موټر د چلولو د پاره په عام ډول په کار ولوېد او پټرولو/ډېزلو د سونګ موادو په حیث د لرګو او سکرو ځای ونیو، نو بیا دغه ډول ماشینونه چي د اوبو په بخار چلېدله؛ بېخي له کارېدو ولوېدله. جالبه داده چي اوس یو ځل بیا چي د پټرولو لوړ قېمت او هوا د ککړتيا خبري په متمدنو ټولنو کي رواني دي، ځيني ډېر پر مختللي ټکنالوجیکي مرکزونه یو وار بیا غواړي چي د بخار ماشین ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک