د افغانانو جوړ توپک (جزايل)
د افغانانو جوړ توپک [جزايل]/ Afghan Jezail Rifle
اټکل دوې پېړۍ پخوا زموږ نیکونو د دښمن مقابله په خپل لاس جوړ کړو توپکونو کوله چي جزايل [د ښکار تازي] نومېده او اکثره د کابل او کندهار په اهنګرخانو کي جوړېده، دا توپکونه طبیعتاً د افغانانو له بدني جوړښت سره سمون درلود؛ اوږده، ظریف، رسا نښه ویشتونکي، ساده او په عین حال کي خطرناکه هم وه.
دا چي ياد توپکونه لاسي جوړ وه او هر اهنګر او استاد پکښي خپله سلیقه پاللي وه؛ اوږدوالی یې ۱۸۰ سنټي مټره او ۱۵۰ مټرو پوري یې رسا نښه ويشته، خو انګریزي مسکټ توپکونو له ۵۰ څخه تر ۷۵ متره پورې هدف ویشته، انګریزي توپکونه په کارخانو کي تولیدېدل او د شکل او ډيزاین له مخه یو شان وه.
جزايل د میل د خولې له لاري له باروتو ډکېږي او ورپسې له اوسپني جوړ مردک پکښي ايښوول کېږی او بیا په دې توپک کي د نصب سیخ په مرسته برابریږي. کله چي دا پروسه ختمه سي نو د جزايل کولنګ شا لور ته کش او وروسته جزائل ډز/ټک کوي.
افغانان طبیعتاً ښکلا خوښوونکي خلک دي او دا ذوق یې حتی په توپکو کي هم پاللی و؛ د جزائل ظاهري ښکلا او تزئین هم د بحث وړ موضوع ده، د هر جزایل کونداغ او ميل د لرګي برخي په دومره ظرافت جوړي سوېي او سینګار سوي چي په اوسني عصر کي د اتلسمي پېړۍ دې هنر ته سړی ګوته په غاښ کړي.
جان ویلر پخپل کتاب [Behind the Khyber Pass] کي د مېرمن ليډي سیل (د ډګرمن رابرټ باب مېرمن چي د انګریزانو سره د یرغل پر مهال یې افغانستان ته سفرونه کړي) له قوله لیکي:
"داسي لیدل کېږي چې انګریزي مسکټ توپک اغېزمن نه دي او په قشله کي پراته دي، انګریزان له زړو توپکو کار اخلي چي دواړه د افغان جزائلو سره سیالي نسي کولای، انګریزانو باید د افغان جزائلو بېخ ایستلی وای".
ياد کتاب وايي چي وروسته انګریزانو د خپلي ماتي په دلایلو وږغيدل، د ماتي په دلایلو کي پنځه هغه یې تخنیکي او شپږم یې چي د انګریزانو په ماتي کي یې اساسي رول لوبولی جزائل توپک و.
غلام محمد فرهاد په علوي سفر کتاب کي لیکلي انګرېز قومندان #مکناټن هم په جزايل توپک وژل سوی، ليکي:
"غازي رجب خان هغه وخت مکناټن و واژه چي د وزیر اکبر خان او مکناټن جګړه وه، وزیر اکبر خان غوښتل هغه ژوندی و نیسي، خو رجب خان د وزیر اکبر خان له تخرګ د توپک میل تېر کړ او هغه یې و واژه..".
تاریخ لیکونکی وابریټ د مکناټن مشهوره خبره داسي لیکلې:
"افغانان به د جګړو ستړي نه سي، جزایل به د ډزو!".
انګریزانو چي کله د جزائل زور ولېده نو بیا یې د کاسبینو او اهنګرانو پسي تبلیغ پیل کړ چي دا د اصیلو خلکو کار نه بلکي د ټولني ټيټه طبقه او هر هغه څوک چي اصل و نسب نه لري؛ دا کارونه کوي او له هغي وروسته نه بیا چا جزائل ولیده او نه هم خپل توليد او ياد توليد د هند بازارونو ته کاپي او ورک سو.
په کامنټ کي ويډيو کي يو امريکايي لرغونپوه د پاکستاني وسله پلورونکیو له جعل څخه شکایت کوي چي تل تاریخي جعلي وسلو په بڼه وسلې جوړوي او په ټوریسټانو یې د انتیک په نامه پلوري خو وایي چې دا توپک هغه رنګ نه وي.
Photo of Afghan soldier posed with matchlock jezail rifle and karud dagger, . The Jezail was the long-barelled Afghan rifle, often fired from a forked rest, at which the Afghans were extraordinarily adept marksmen.
