کوچيان په تاريخ کي
کوچېان هم د نورو افغانانو په څېر ددې سيمي اصلي او بومي اوسيدونکي دي، هغه وخت چي کرهڼي وده نه وه کړې، د دنيا زياتره قومونه او مليتونه په مالدارۍ مشغول و او له همدې لاري يې خپل ژوند پر مخ بېوه؛ پخوانيو اريايانو، کوشانيانو «کوچانيانو» او يفتليانو «ابداليانو» هم زياته مالداري درلوده او د اوسني افغانستان په شمالي پراخه ورشو کي يې خپلي رمې او ګلې پوولې. ساکان (سها ک، سکستان، سجستان، سیستان) هم مالداره وه په ژمي تودو او په اوړي کي به ايلبندنو او غرنيو لوړو سيمو ته ختل او خپلي رمې به يې له ځان سره بېولې، د غور پاچايان هم ډېر مالداره و، هغوی به هم ډېرې رمې ساتلې او د حکمتونو زياته برخه يې په مالداري چلېده.
داسي روايت لا هم سته چي كوچيو ساكانو د پارس ستر امپراتور (كوروش) ته سره لـه دې چي بېساري لښكر يې لاره، سخته ماته وركړه او كوچي ساكان هغه په تخارستان، سيستان، اراكوزيا، مرغاب، ننگرهار او باميانو كي خپاره وو. كوشاني امپراتوري په همدغو ساكانو اړه لرله.
د افغانستان په شمالي سيمو کښي د تاريخي اسنادو له مخه تر نورو سيمو ډير پخوا يو شمېر اوسېدونکو د کوچيتوب له ژوند سره مخه ښه کړې ده. مگر دټولو اقتصادي اوفرهنگی تغيراتو سره بيا هم تر اوسه په۱۱ سيمو کښي لکه ږوب، تخار/بغلان/کندوز/بلخ، بادغيس، هرات ،غور) پښتنو د مختلفو قومونو کوچيان او همدا ډول تاجک، ازبک، ترکمن، بلوڅ، بختياری، تاتار، چارايماق، عرب، پشه ئي، گوجر، جټ، مغل، جوگي اونور و ژوند کاوه چي يو شمير ئي اوس له منځه تللي اويا له شمالي سيمو جنوبي او شرقی سيمو ته کډه سوي دي.
سرشميرنې ښيي چي د افغانانو ١۶٪ ځانونه كوچيان بولي.
پخوا د عامو کوچيانو کيږدۍ توري وي خو څوک چي شتمن وي هغه سپيني کيږدۍ هم لرلې او چا چي بيا ډېر مال لاره، هغه به د اوښ د څرمني څخه کږدۍ جوړوله.
