No-IMG

د افغان تاريخ نوم ورکې څېره؛ ازاد خان افغان

ازادخان افغان چي بهرنيو سرچينو په ازاد سلېمانخېل او او غلجي ياد کړی، د سلېمان خان زوی وو چي د افغانستان د غزني د اندړو په سيمه كي په ۱۷۰۵ع كال زېږېدلى دى چي اوس ئې يوازي يوه کلا ولاړه ده.

کله چي په ۱۷۳۷ع کال کي ايراني نادر کندهار ونيو نو پښتنو ئې د  ميرويس_نيکه په مشرتوب پر ضد پراخ پاڅون وکړ، ددې پاڅون د جرګو کار د ميرويس نيکه او فوځي مشرتوب  سيدال_خان_ناصر او ازاد خان سلېمانخېل کاوه، کله چي پښتنو ايرانی  ګورګين [کندهار والي] وواژه، نو ازاد خان له لس زرو/اته زرو پښتنو سره اصفهان ته ولاړ او هلته مېشت سو.

څرنګه چي ازاد خان يو عيار وو او هم د نادر د وژلو وروسته ايران کي دريو کسانو د تخت تر لاسه کولو هڅي کولې چي يو پکښي ازادخان وو. د سيدال خان ناصر تر ړندېدو وروسته، نوموړی وتوانېد چي د ايران په شمال کي خواره واره سلېمانخېل، اذري، کوردي، عرب او ايرانيان لښکر او يو لوی واک تر لاسه کړ.

د پوهاند حبيبي او ( تاريخ_کامل_ايران) په حواله ازاد خان په ۱۷۵۵ع کال کي په اصفهان کي په خپل نامه سکه ووهله چي د دغي سکې نمونې د اصفهان په موزيم کي سته، چي پر ليکل سی وه "تا که آزاد درجهان باشد - سکهء صاحب الزمان باشد

"[ جالبه ده چي افغانانان په تش جېب په ډيلي او اصفهان کې پر يوه مهال کي سکه وهي].

هغه درې کسان چي د ايران واک ئې تر لاسه کاوه،  کريم_خان_زند، ازاد خان افغان او  حسن_خان_قاجار وو. په ۱۷۶۷ع کال کريم خان زند په [کمارج] کي چي ډېره نرۍ لاره ده، د غرونو په منځ کي له ازاد خان سره جگړه پيل کړه. په دغه جگړه کي د ازاد خان لښکر مات او کريم خان زند ځان د ايران پادشاه اعلان کړ، ازاد اصفهان او شېراز هم پرېږدي او د کيلويه غرونو ته وتښتي او هورې پسي ورک، مړ او ښخ سو، [که له ايرانه غچ اخلو، ددې ستر سړي جسد بايد افغانستان ته راوړئ!].

مورخين وايي چي د اعلیحضرت آزاد خان افغان دوکتورین دا وو چي (افغانستان، هندوستان، ایران، آذربایجان او عراق) یو هیواد کړي او د يوي سترې افغانیه امپراتوري بنسټ کښېږدي، دده نيت وو چي ياد هيوادونه دي باید یو کاسه سي، بیا هیڅ یو به کمزوري نه وي. ټول به د مذهبي او نژادي توپیر نه پرته د وروري او سولي په فضا کې ژوند وکړي.

احمد شاه بابا د آزاد خان افغان په دغه دوکتورین خبر وو، او غوښتل چې آزاد خان افغان سره مفاهمه وکړي، خو هغه د هند پر لورې ‌ډېر مشغول سو، ددې دواړو امپراتورانو ترمنځ ددې دوکتورین په سر فکري توپیر شتون درلود. احمدشاه بابا د افغانستان د طبیعي حدود په ساتلو کي هڅه کوله، خو د آزاد خان افغان پلان تر هغه پراخ وو چې د آزاد خان افغان دې پلان ته موږ یو سیاسی، اقتصادي، فرهنګي او نظامي دوکتورین ویلي سو. که د آزاد خان افغان او احمدشاه بابا لاسونه سره ورغلي وائ، نو نن به د افغانانو برم به په تاریخ کې بل ‌ډول څرګند سوي وای. څرنګه چي ازاد پر احمدشاه بابا ۱۷ کاله مشر وو، وای که چي احمدشاه بابا د آزاد خان په ماته خبر سو، خفه او خوښ سو، خفه په دې وو چي يو مېړنی افغان ئې له لاسه ورکړ خوښ په دې سو چي يوازينی حريف ئې له مخه ووت.

نامتو مورخ  گنډاسينگ د فرير له قوله ليكي: "ازاد خان افغان د خپل ملت د نورو افرادو څخه ډېر سرسخت، زړور او منور سړى وو. دده عدالت، د برابرۍ افكار او له شيعه گانو څخه دده طرفداري ددې سبب سوه چي زيات شمېر پارتېزانان دده پر شاوخوا راټول سي. كله چي ده خپل زياتېدونكى قدرت وليد، په ښكاره يې د عراق، خراسان او ان افغانستان نيول اعلان كړل چي دده په گروهه سربېره پر ايران د افغانستان پادشاه هم بايد غلځى وي!".

ازاد خان د توري او مېړنيتوب تر څنګ د هنر خاوند هم وو او اندړ ئې يوه پښتو غاړه داسي يادوي:

"سيدال خان ويل لښکر مي سو بزې بزې٭٭٭ازاد خان سلېمانخېل مې توري شپې وخوړ که ورځي

ازاد سلېمانخېل بيا منگولې سرې کړې٭٭٭ پر ميدان ورگډ شو د مرادعلي غاړي يې پرې کړې."

ويل کېږي په پای کي ايران کي مېشت دغه پښتانه د اعليحضرت تيمور شاه په بادشاهۍ کي په لغمان او کابل کي مېشت سول، د بده مرغه اکثرو ئې پښتو هېره کړې وه، دوی کي  ساکزی، په ساکو کي سلېمانخېل په چهاردهي کي توخي، په رېشخور کي  پوپلزي، په دېوان بېگي او کابل کي بېلابيل پښتنو واړول چي کور ئې پښتو نه ويله او اوس خو بيخي هويت نه لري 

څرنګه چي د ازاد په اړه چې ایراني، ګورجي، ازربایجاني، ارمني او په تېره بيا اوسنيو آيراني تاریخونو بخيلي ښوولې، نو ځيني خبري لا هم څېړنه غواړي چي ازاد خان په داسې حال کي چې يو افغان وو څنگه وکولاى سول د اذربايجان اولس پر ځان راټول کړي؟

عزيزالدين وكيلي تېمورشاه اثر کی ليکي: "ازاد خان د احمد شاه بابا پلان ونه مانه"؟! دا خبره ډېره څېړنه غواړي چي رشتيا څه ډول دى؟

ډاکټر ګنډا سينک ليکي چي: "چي ازاد خان د خلكو په مخ كي خپل پلان څرگند كړ؟!"، ددې پلان په اړه بايد تفصيل څرګند سي.

د نامتو امريکايي [جان پرې] په كتاب كي ويل يوي: "پلان داسي وو چي په راتلونكي كي به د سولي د تامين لپاره ټول غښتلي سي، یعني هند، افغانستان او ايران بايد يوه كاسه سي، بيا به هېڅ يو كمزورى نه وي، ټول به د ورورۍ په فضا كې ژوند كوي".

د ازاد خان افغان ادعا چي پر بنسټ يې يوه لويه نقشه لرله، لکه عراق، ازربايجان، ايران او افغانستان ئې برخي وې، په دې اړه د يادو هيوادونو تاريخونه څه وايي؟"

که د غزني په ځانګړي ډول اندړ ملګري په دې اړه شفاهي مالومت لري، او يا ئې کورنۍ پېژنۍ، سخت ورته اړ یم؟!

زما د [د افغان تاريخ نومورکي څېرې] ناچاپ کتاب څخه/ د انجنير نجم ازاد زوی له مالوماتو پوره کار اخيستل سوی دئ، کور ئې ودان

اړوند مواد کامنټ کي او نور ډېر مالومات په دې لينک کي: https://rb.gy/1aukum

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک