تاريخي ليکنې

تاريخي يادښتونه: سراج کلا/قلعه سراج، لغمان

د  لغمان په مرکز  مهترلام کي یو ښايسته تاریخي بڼ سته چي کلای سراج نومیږي او د امیر حبیب الله خان له خوا و ودانه سوی دئ. امير به په ژمي کي د لغمان ته تلی او دالیشنګ او الینګار په درو کي به ئې ښکار کاوه، [ځکه په ژمي کي د کابل هوا سړه او لغمان او  جلال_آباد سیمو ملایمه او ښه آب وهوا درلودله] او دلته به اوسېده. ددې کلا بڼ په ۵۵ جریبه مځکه کي جوړ سوی دئ چي په منځ کي ئې دده استو ګنځی د  فرح_بخش ماڼۍ ودانه وه. علامه محمود طرزي په سراج الاخبار افغانیه کي د امیر له خوا د دغه بڼ د ودانولو ذکر او یادونه کړې ده او ویلي ئې دي چي امیر حبیب ...
نور ولوله

د افغان سیاسي مخکښ میرویس_نیکه په مقبره کي

کندهار، افغانستان ۲۰۰۹ع پېړۍ پخوا د کندهار ښار په لوېديځ کي زموږ پر دې ستر نيکه له ګچو، خټو او خښتو جوړه يوه خامه مقبره ولاړه وه چي بيا د ارواښاد نادرخان په دريم کال د هغې مقبرې پر ځای يو اته کونجه پر اسلامي سبک برابره او ستره مقبره جوړه سوه چي پر قبر يې د وزير_محمد_ګل_خان_مهمند په قلم داسي وليکل سول: "دا مرقد د ښاغلي توريالی پښتون او محرک د ازادۍ د پښتانه، مرحوم حاجي ميرويس خان نيکه هوتک ده چه له خپلي ښادمني ميني په ميړانه وويستل او پښتانه يې له استيلا څخه د متجاوزينو ازاد کړه. اته کاله ئې حکومت وکۍ او په کال ١١٢٧ه.ق وفات سو، په سلطنت د اعليحضرت پښتون محمد نادرشاه په توجه د ښاغلی پښتون محمد ګل خان مهمند رئيس تنظيمه د قندهار په ياد ګار د رحميت او لوړو...
نور ولوله

افغان تاريخ کي تر ټولو لومړی او ستره چاودنه...

کابل، بالاحصار، ۱۸۷۹ع کال د اتلسمي پېړۍ د لندن نامتو انځورګره ورځپاڼه ګرافيک تر دې انځور لاندي ليکي: "د ۱۸۷۹ په اکتوبر کي د کابل په بالاحصار کي يوه ستره چاودنه ناببره وسوه چي ټول کابل ئې ولړزاوه، زموږ همکار له خواجه صفا غونډۍ څخه دغه انځور ليکلی او تر لاندي ليکي: [د چاودني تر شا د غره لمن کي سپيني خيمې د بريتانوي ځواکونو کمپ، کيڼ لاس ته د کابل ښار، ښي لاس ته سپينه کرښه د جلال اباد لار او ښي لاس ته خيمې د نېپالي ځواکونو اجير کمپ...]" ما [پښتون زوی] چي هر څو پوښتنه کړې ده، زموږ مشران له دې پېښي چنداني نه وه خبر، خو ښکاري داسي چي ښايي کوم باروت/توپخانه کي د اورل...
نور ولوله

تاريخي يادښتونه د حضرت علي رض زيارت – بلخ

 بلخ؛ چي په سيمه کي تر ټولو زوړ ښار او له ميلادي کال څخه دوه زره کاله د مخه د بخدي تمدن پلازمېنه وه. بنسټګر ئې دآريايانو نوښتګر باچا يما وو. وروسته چي په تل خيران کي د حضرت علي قبر وموندل سو او د مزارشريف ښار يې مرکز سو، خو ځيني بيا داسي روايت کوي چي اصلاً دلته د اريايانو سپېڅلی پېغمبر [ زردښت] چي له ميلاد څخه (۱۲۰۰) کاله وړاندې  اوستا کتاب ليکلی، منسوبوي. له ځينو نخښو ښکاري چي يو وخت درې ديوالونه پر دې ښار راتاو او په منځ کي ئې يو معبد او بالا حصار وو. د اسلام د څلورم خليفه [حضرت علي رض] ارام ځای چي ادعا کېږي ابومسلم خراساني په ۱۲۹ل کال په يوه پټ صندوق کي د عراق د نجف څخه بلخ ته د بني امیه او بني هاشم کورنيو د دوښمنيو له امله راوړ او همدلته ئې خ...
نور ولوله

زموږ ښاغلي ملا عبد السلام اشېزی

سردار ولي پښتون زوی   ۹۶کلن قاضي  ملاعبدالسلام_اشېزی د کوږک او کندهار مشهور اولسي شاعر او امير امان الله له خواخوږو ملايانو څخه وو. نوموړي ملا د ژور ملي احساس په لرلو انګريزي ساسيت تل د شعر په ژبه غانده، او شعر څخه ئې د انګرېز پر خلاف د یوې ځانګړي موخي او هدف لپاره کار واخیست، ورپسې چي دده ايډيال باچا [امير امان الله خان] د انګريزي دسيسو قرباني سو، ملا سلام پر دې اور نور تيل وپاشل، او د [ سوسن چمن ] په نامه ئې کړکېچنه شعري ټولګه چاپ کړه. دا چي بې فرهنګه انګرېز دښمن هر څه څارل، دغه کتاب ئې له چاپيدو وروسته ډېر ژر له ټولو سيمو؛ ان دده د کوره هم ټول او وسواځه. خو د ښه مرغه چي د ملاسلام پر کور د چاپې په ورځ د ملا ...
نور ولوله

دا يمن دى او دى سيمې ته حضر موت ويل کيږي ، دا د جزيرة العرب يوه برخه او تاريخ جوړونکى سيمه ده

سلمان قريشي   کله چې د صالح ( عليه السلام ) په قوم باندى عذاب راغلو نو په هغوى کې ( 4000 ) هغه کسان د الهي عذاب څخه بچ پاتى شول کومو چې په حضرت صالح ( عليه السلام ) ايمان راوړى و ، دوى خلکو د عذاب د سيمې څخه هجرت وکړ او دى سيمې ته راغلل کومى ته چې اوس مهال حضر موت ويل کيږي ؛ له دوى سره خپل ډير ګران او خوږ پيغمبر حضرت صالح ( عليه السلام ) هم و ، دوى هلته د يو کوهي په خوا کې ميشت شول او په همغه ځاى کې حضرت صالح ( عليه ال...
نور ولوله

د یوه یهودي د اسلام منلو ګټوره کیسه

     د ښایسته سړي ښکلې جامې پر تن وې، د عباسي خلیفه مأمون الرشید مجلس ته ورغی او مجلس کې یو ځای کېناست، د خبرو پر مهال هغه مأمون وپېژاند ورته کړه یې: ته یهودی یې؟ هغه ورته وویل: هیله کوم ما مه شرموه او خلکو ته مې مه ښیه. مأمون ورته وویل: که اسلام ومنې ښه معاش به درته مقرر کړم او له خپل قوم نه به دې هم وساتم. یهودي ورته وویل: زما د پلرونو دین یهودیت مې اسلام ته نه پرېږدي، فعلاً ما پرېږده چې د اسلام په اړه فکر وکړم، وروسته که مې قناعت ترلاسه کړ درته رابه شم.      مأمون یهودی پرېښود او ولاړ. کال وروسته یهودی عباسي خلیفه مأمون الرشید ته راغی، په داسې حال کې چې اسلام یې منلی او موحد و! مأمون سره ډېر خلک ناست وو، دوی ټول دې سړي ته حیران دریان پاتې شول! هغ...
نور ولوله

د افغان تاريخ جالبه څېره پښې لوڅی جنرال

ببرک حان د مازک خان ځدراڼ زوی وو چي په ۱۸۶۲ع کال د خوست د دوه مانده اولسوالی خلويټي(خولويټي) کلي کي وږېږېد خو وروسته د نادرشاه کوټ اولسوالي، المره کلي، گیدوری ته ولاړ. کله چي ځوان سو نو دا وخت په سرحدونو کي د انګرېزانو پر ضد مقاومت پیل سوی وو، ببرک خان هغه وخت د #اميرعبدالرحمن پام ځان ته واړاوه، چي د پولي تر څنګ ئې پر انګرېزانو غلچکي بريدونه وکړل. هغه وخت د ډيورنډ تړون سوی وو او انګريزانو ته دا د افغانستان له خوا پر هند تيری ښکاره کېده، نو امير ته ئې په دې اړه رسمي شکايت وکړو. امير عبدالرحمن د پکتيا حاکم شیرین دل خان ته فرمان واستوه، چي ببرک خان حاضر کړه. ببرک کابل ته ولاړ او له امير سره ئې وليدل. #سراج_التواريخ په دې هکله ليکي: ...
نور ولوله

هنرپال، ځيرک او ظالم ګوډ تیمور

نړيوال تاريخ تېمور اټکل اوه سوه کاله د مخه د ازبکستان د سمرقند ښار سره نږدې؛ دې بدمرغي نړۍ ته راغلی، نوموړی د مغولو له ټبره وو، او نوم ئې ځکه تېمور وو چي په تورکي کي اوسپني ته ويل کېږي. تېمور د تیموریانو کورنۍ څخه یو مشهور حکمران، فاتح او د تیموریانو د واکمنۍ بنسټ ایښودونکی وو چي په مرکزي آسیا کي ئي لوی امپراطوري جوړه کړه. مرکز ئې سمرقند او دولت ئې تر ایران، عراق، هندوستان او سوریې پوري رسېده. ويل کېږي چي د تېمور پلار پينه دوز وو او دی هغه وخت ګوډ سو چي د يوې رمې څخه د غلا پر مهال د شپانه له لوري پر پښه په څېرونکي وسله زخمي سو. تېمور په څو جنګونو کي د ځلېدو وروسته کلي، ښارونه او وروسته ملکونه لاندي او بالاخره ئې ل...
نور ولوله

خلاصه داستان غم انگیز بیانگری ازتاریخ دریک نگاه

درسال 1938 میلادی جریده جمهوریت نشریه ترکیه یی سیکولراولین مسابقه ملکه زیبایی را درسطح ترکیه اعلام داشت ودرآن مسابقه بانوی جوانی بنام ( کریمان خالص ) برندگی مسابقه حسن را ازآن خود ساخت . در عين سال مسابقه ملکه زیبایی عالمی درشهر spaa سبای بلجیک برگزار شد  ودرآن از 28 کشورجهان کاندیدان اشتراک ورزیده بودند که از ترکیه درآن مسابقه بانو(کریمان خالص ) نیز شرکت داشت . رییس کمیسون برگذاری مسابقه حینیکه مجلس را آغاز مینمود با شماتت ودیده درایی خاصی که از بدبینی هرچی بیشتر آنها نسبت به اسلام و مسلمانها نمایندگی مینماید به شکل تمسخر آمیز اشاره به سوی خلافت عثمانی وقت خطاب به اروپا ئیها نموده بیان داشت که : آقایان و اعضاي محترم ج...
نور ولوله

ظلم و غفلت، درسی از تاریخ

محمدگل یزدان پناه     بسیاری از مورخین مستعصم بالله خلیفه عباسی را شخصی ضعیف وعیاش و دلباخته‌ای پول و ثروت، معرفی کرده‌اند که افراد جاهل و حریص بر او مسلط بودند. گفته شده مستعصم بالله بیشتر از700 زن و ندیمه و هزاران خدمتگار داشت و درآمد سالانه هریک از نزدیکان وی به 500هراز دینار می‌رسید؛ درحالی‌که از عدالت اجتماعی و حقوق شهروندی خبری نبود و حقوق ماهوار بزرگترین علما و مورخین و مدرسین از 12 دینار تجاوز نمی‌کرد. جامع التواریخ آورده: «پس از این‌که هلاکو به بغداد یورش برد و داخل کاخ خلافت گردید، خلیفه را احضار نمود و گفت: تو میزبانی و ما مهمان. زود باش، هرچه شایسته&z...
نور ولوله

عثماني خلیفه سلطان عبدالحمید څه ډول ټوله کفري نړۍ ولړزول

سلطان عبدالحمید د عثماني خلافت ۳۴ خلیفه دی چې په عبدالحمید ثاني هم شهرت لري، نوموړی د سپتمبر په ۳۱ کال ۱۸۴۲م استنبول کې پیدا شو، او د اګست له ۳۱ د کال ۱۸۷۶ څخه تر ۲۷ اپریل ۱۹۱۹م پورې د عثماني خلافت سپه سالار او رهبر و. تاریخ لیکي: سلطان یوه ورځ د معمول په څېر د خپلو وزیرانو سره په یو مجلس کې په کومه موضوع خبرې کولی چې دربار ته ناڅاپه یو خبر راوړونکی داخل شو او سلطان ته یې وویل: محترم سلطان! یو بد خبر لرو او هغه دا چې په فرانسه کې  دمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په هکله یو فلم جوړ شوی چې په دغه فلم کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم زیات سپکاوی شوی دی، د فلم په اړه فرانسوي اخبارونو کې اعلانونه خپریږي او ډېر ژر به یاد فلم د پاریس په یوه سنیما کې نندا...
نور ولوله

يو وخت مو جالب سياسيون لرل

يو ځای مي ولوستل چي سل کاله وړاندي چي د افغانستان نامتو سیاسي، تاریخي، ملي او فرهنګي شخصیت  عبدالهادي_داوی په لندن کي د افغانستان سفیر وو، د سفارت دفتر ته یو انګلیسی ژورنالیست د مرکې له پاره ورغلی، د خبرو اترو په ترڅ کي ژورنالیست له داوي څخه وپوښتل چي تاسو افغانان د انګریزانو د ماتي په اړه څه ډول انګېری او په کوم نظر ورته ګوري؟ داوي صاحب په خورا سړه سینه ژورنالیست ته وویل: تاسي لطفًا له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سه؟ ژورنالیست سملاسي له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سو! داوي صاحب ژورنالیست ته وویل: " لکه زه چي ستا شاته ګورم او د وتلو په حال کي یاست؛ افغانانو هم همدا راز د انګریزانو شا ته کتل او له افغانستانه د وتلو ننداره ئ...
نور ولوله

سه حکومتی که در جهان اسلام به خلافت عثمانی، بیشتر از همه ضربه زدند

حکومت  تیمورکورگانی. تیمور که در زمان یلدریم بایزید بن مراد خداوندگار؛چهارمین سلطان عثمانی از خراسان برخواست، به سمت آناتولی/مرکز خلافت عثمانی پیش روی نمود. زمانیکه عثمانی ها در اوج شگوفایی نظامی قرار داشتند و تا پشت دیوارهای قسطنطنیه پیش رفتند؛ تیمور کورگانی قسمت های از آناتولی را گرفت و سلطان عثمانی؛ بایزید اول/یلدریم بایزید را اسیر نمود درحالیکه بایزید، قسطنطنیه؛ پایتخت روم شرقی را محاصره نمود. حملات تیمور باعث شد که حکومت عثمانی بطور موقت از پا درافتد و فتح قسطنطنیه هم نیم قرن به تعویق افتد... بعد از یلدریم بایزید، سلطان محمد اول دوباره به سروسامان حکومت، و قلمرو عثمانی برخواست... حکومت  صفوی در زمان سلطان بایزید دوم و سلیم اول عثم...
نور ولوله

د سوډان نه هیریدونکی تاريخ

کله بريتانيا سوډان اشغال کړ، نو هغوی يو قوي ژباړن ته ضرورت لره، تر څو د برتانيا فکري او روحي جګړې ته د قلم او پروپاګند له لارې پراخوالی ورکړي او څه ضمير خرڅ شوي سوډانيان د بريتانيا سره کار ته وهڅوي. اشغالګرو د يو قوي ژباړن په لټه کې شول اخر یې د خرطوم مشهور د چایو تجار چې تاج السر نوميده پيدا کړ چې هغه له انګليسی پرته په هسپانوي او فرانسوي هم پوهيده . تاج السر د بريتانيا سره هوکړه وکړه او د بريتانيا د فوځ ليکل شوي شيان یې عربي ته وژباړل، د بريتانيا حکومت دغه عربي ته ژباړل شوې ورقې په مليونو دانې چاپ او د سوډان هر ځای کې یې تقسيم کړي. څه موده وروسته له بريتانيا يو فوځي لوړ پوړی چارواکی راغی چې هغه عربي لوستې وه او پرې پوهيده...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک