تاريخي ليکنې
د افغانانو لومړنی او ښايي اخرنۍ جوړه سوې توپنچه
د افغانستان په معاصر تاريخ کي امير_شېرعلي_خان په افغاني نبض پوه مدير او مدبر شخص وو چي يوه نيمه پېړۍ د مخه ئې پر افغانانو پخپله يوولس کلنه دوره کي د پرمختګ خورا ښې دروازې راخلاصي کړلې، خو د دښمنانو له لوري ډېر ژر وتړل سوې.
هغه په لومړي ځل د صنعت ماشېنونه راوړل او په لنډ وخت کي بايد ددې ماشېونونو ټول ګاريګر افغانان وای.
دې ماشېونونو کي د چاپ، باروتو، کاليو او عسکري درشيو او نورو کارونه چټک افغان کېدل او د هغه ارمان وو چي ټولي پوځي اړتياوې يې د کابل په ماشين خانه کي پوره سي. توپونه، عسکري اړتيا وي او نوري برخي فعالي کړې، هغه وتوانېد چي لومړی بايد افغانان خپلي وسلې او باروت ولري، شپه او ورځ ئې په نړۍ کي له خپلو خواخوږ هيوادونو په دې برخه کي ګاريګر او په کارپو...
نور ولوله
دري تنه اما يو پوره کاري لښکر ...
کله نا کله لږ په ډيرو بريالي وي
دري تنه اما يو پوره کاري لښکر ...
دری اتلان!
شاوخوا څلور کاله انګرېزانو غر محاصره کړی و او ګومان یې کاوه چې هلته به بشپړ لښکر پروت وي او یا به لږ تر لږه یوه په لوړه کچه روزل شوې فرقه په کې پرته وي.
په انځور کې چې کوم دری کسان ښکارېږي، هغه اتلان دي چې د بلوچستان په غرونو کې یې ۸۳ انګرېزان په نښان ویشتونکي و ویشتل!
انګرېزانو له څلورو کلونو زیاته موده هغه غرونه محاصره کړي وو. څوک یې فکر هم نه شي کولی چې بشپړ انګرېزی پوځ دې څلور کاله له ۳ اتلانو څخه په وېره کې وي!
یوازې دا نه، بلکې برېټانیه مجبوره شوه چې هغه مالیې هم ختم...
نور ولوله
په غزني کي د سلطان مسعود څلی، ۱۹۵۷ع
د نړۍ له تاريخي منارونو يو د غزني سلطان_مسعود منار دئ چي غزنویانو پکښي د معمارۍ هنر په نادر ډول په ډاګه کړی دئ. د پخو خښتو څخه جوړ دغه منار پر دوو وېشل کېږي چي لاندي برخه ئې اته څنډي لري او پورتنی برخه ئې د ستني په ډول ده، چي د یوې زلزلې په ترڅ کي ړنګ او اوس ئې نيمه برخه پاته ده چي د سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په دوره کي چادري سر ورته جوړ سو.
ددې څلي اوس یوازي اته څنډیزه اوستوری ډوله برخه پاته ده چي دننه وبام ته کږه وږه مارپېچه لاره لري او پر منار باندي په کوفي ليک ليکل سوي:
"السلطان الاعظم ملک الاسلام علاءالدوله والدین ابوسعید مسعود بن ظهیر الدوله امیر المومنین ابراهیم خلدالله ملکه".
د...
نور ولوله
د افغانستان برېښنا
د شلمي پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توگه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالتونو كي ورننوته، په ۱۸۸۴ع کال په افغانستان كي د امير عبدالرحمن خان په وخت د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره گټه پورته کړه، هغه په لومړي ځل يوه كوشنۍ ډينمو رانيول چي د ۴۰ څراغونو برېښنان څخه يې زيات ظرفيت نه درلود او هغه به هم يوازي په ارګ کي لګېدل.
خو وروسته امير حبيب الله خان په كابل، جلالكوټ، او پغمان كي د حرارتي برېښنا څو كوشنيي ماشينونونه وپېرل او يوه امريکايي انجنير ئې ورته مشر وټاکه، خو هغه انجينر غوښتل له امريکا څخه نوي پرزې راوړي او خپل هر کار به ئې تر هغه پوري ځنډاوه، امير حبيب الله خان هغه ته درې زره هندي کلداري ورکړې چي پرزه راوړي، خو هغه انجينر چي کله ...
نور ولوله
د افغانستان لومړنی مسجد
۲۰۰۰کاله وړاندي کله چي د کوشاني سلسلې امپراتور کنيشکا په پېښور کي بودايي مذهب ومانه، نو په اوله ميلادي پېړۍ کي افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين او پر لرغونی ټولنه يې هر اړ خيز تاثيرات يې وښندل، تر ټولو لومړی د افغانانو لخوا په بلخ کي د [نوبهار] په نامه د بودایانو غټ او نامتو معبد جوړ سو او خلګ به لکه د مسلمان د حج د پاره له ليري ځايونو ورته راتلل، خو کله چي د اريايانو سپېڅلی پېغمبر [ زردښت] په دې سيمه کي نوی دين رواج کړ نو د زردشتیانو اورتون (آتشکده، عبادتځای) پر جوړ سو، ويل کېږي چي دا دومره لوی مرکز وو چي تر جاپانه به خلګ ورته راتلل.
کله چي په ۶۴۲ع کال د حضرت_عثمان [رض] په امر د عربي پوځ قوماندان احنف بن قیس بلخ ته ورسېد؛ د نوبهار معبد يې وران کړ.
خلګ...
نور ولوله
د بدمرغه هلمند بله تاريخي ضايعه
د افغانستان جنوب هلمند کي دوې ستري کلاوي يو وخت ددې سيمي د تاج او راج مرکزونه وه، د هلمند سيند پر غاړه دغه دوې ستري کلاوي يوه د بست کلا او بله لښکري بازار په نامه وې چي په اصل کي د يوه ښار دوې برخي [بازار او دولتي ودانۍ] وې، تاريخ راته وايي چي ددې ښار دبدبه [۳۰۰۰] کاله وړاندي د ورېښمو د لاري يو ستر کاروان سرای وو، د بده مرغه له سکندر څخه پېل بيا علاوالدین غوري، چنګېزخان، ګوډ تېمور، نادرافشار، او بېلابيلو پادشاهانو پر دې کلا تېری کړی، خو لا هم ددې کلا ځيني برخي د منځه تلو له ګواښ سره-سره ولاړي دي/وې.
د ځآيي خلګو له خولې چي اوس دې تاريخي کلا کي يو تن د حيواناتو يو فارم او ډېرۍ جوړوي او نور هغه خلګ چي له جګړو بې ځايه سوې وه، راکډه کېږي او عصري کورنه ئې پېل کړي او ښه په نره دا زر کلن ښار نړوي...
نور ولوله
افغان واوره؛ یخ کريم؛ لکه د افغانستان واوره
يو سل و څلور کاله وړاندي د هندوستان د بمبۍ يو پښتون تجار [ابراهيم پټان] له يوه جرمني پوه سره په شريکه يخ کريم جوړ کړه، دا چي د هند خلګ تور پوستي او نسبتاً د ګرمي سيمي وه، کريمو ډېر ژر لومړی به ممبۍ او وروسته هندوستان او وروسته اروپا کي ښه نوم وکړ او سويزرلينډ ورسره قرارداد وکړ چي په ځانګړي ښيښو کي به ئې ورته پېکوي او خرڅوي.
دې کريمو ته هندوستانيانو [پټان والا کريم] ويل، په ۱۹۴۹ع کال چي کله افغان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه هندوستان ته ولاړ، د ابراهيم لخوا ورته يو کارټن کريم د ډالۍ په شکل ورکول سول، کله چي محمدظاهرشاه کريم خلاص او پر لاس ولګول، هغه وويل دا خو لکه د کابل واوره دومره يخ دي، په دې سره ددې کريمو نوم له همدې ورځي د [پټان والا] پر ځای په [افغان واوره/Afghan Snow] ...
نور ولوله
په افغانستان کی د طبابت لنډ تاریخ
زلمی زابلي
8000 کاله مخکی په مصر کی دانسان د سر د هډوکی یو قسمت په دایروی شکل دجراحی عمل په واسطه لیری کیده،
او د مریض شخص دسر د ماغزه خونریزی یی متوقف کوله چه د وخت دفرعون همدغه ددماغ خونریزی یی هم د جراحی عملیات په واسطه تداوی کړی وه
چه په طبابت کی تر اوسه دا عمل په یو مترقی او عصری شکل رواج لری
چه د سر د ماغزود خونریزۍ او یا د تومور د لیری کولو د تداوی لپاره استعمالیږی
چه د tripanization عملیه ورته ویل کیږی
په مصر کی په هغه زمانه کی د مثانی ډبره هم عملیات کیدله
تر 3000 کاله مخکی ، په هندوستان او یونان کی طبابت وده کړی وه
د 477 -460 ق م کلونو ک...
نور ولوله
تاريخي ياداښتونه؛ کابل، بالاحصار، ۱۸۷۰ع سردار ولي پښتون زوی
د کابل بالاحصار [لوړه کلا] په پنځمه مېلادي پېړۍ د تاريخي روايتونو له مخه د [هون] په نوم د يوه بودايي واکمن له لوري د جنګي اهدافو لپاره جوړه سوه تر څو هغه او کورنۍ يې د غليم له يرغل خوندي وي.
کله چي تېمور_شاه د افغانستان پلازمېنه، له کندهار کابل ته راولېږدوله. د کابل په بالاحصار کي مېشت سو او د امير عبدالرحمن خان تر وخته افغان واکمنانو له همدې ځایه د هېواد چاري مديريت کولې.
ياد بالاحصار د بودایزم مذهبي ذوق پر بنسټ رغول سوی بریښي چي د څنګلورو نښو له مخي کولای سو د هغه بودایي معبد ګمان پر وکړو چي د هیپتالي پاچاهانو د لړۍ د یوه پاچا هون/شالوده له لوري رغول سوی دئ.
شپاړسمي پيړۍ په پای کي يو ازبک سردار بالاحصار شپږ م...
نور ولوله
سماوار، چای او زموږ ټولنه
سما-وار په روسي ژبه د ميسو جوړ هغه لوی لوښي ته وايي چي چای پکښي ايشي، [سم=پخپله او وار: ايشول]...
اټکل دئ چي چای دوې پېړۍ پخوا افغانستان ته راغلی دي، افغانان د خرڅلاو دوکان ته سماوار وایی، سراج الاخبار ليکي چي شاه امان الله چي به د خانانو سره ليدل، نو هغوی ته به ئې چای ورپخولې او هم به ئې د ډالۍ په شکل يو [موټ] د چايو پاڼي ورکولې
پېړۍ وړاندي سماوار د سياسي، ادبي او اوازو/تبليغاتو مرکزونه وه، ځيني سماوارونه په ښکلو هنرونو پسوللي وه، مثلاً مرغان، د شاهانو عکسونه او نور هنري توکي پکښي لازم وه.
کندهار کي بيا د سماوار ناسته د سيالانو او درنو خلګو کار بلل کېده او د کندهار مشرانو له خولې چي د کندهار وکيلان به ټول ورځ پر سماوار ناست وه چي د خلګو په...
نور ولوله
تاريخي يادښتونه؛ د بغلان سور کوتل
له نن څخه اويا کاله وړاندي دولت له کابله مزار ته سړک تېراوه چي د کار په اوږدو کي د بغلان د سره کوتل په غونډۍ کي لوی-لوی تيږي مخ ته راغلې، کله چي وکيندل سوې دوه زره کاله وړاندي د يوه عبادت ځای لوی ستني پيدا سوې چي د د لسو کالو د څېړونو وروسته ښکاره سوه چي دا د باختري دورې د کنشکا باچا تر ټولو ستر عبادت ځای وو چي ښايي د هغه وخت تر ټولو لوی اورتون به وو چي د غونډۍ پر سر وو، دې عبادت ځای د ممبر غوندي بېل ځای لاره چي اور به پکښي بلېده.
کنشکا د لرغوني افغانستان ستره پېژندل سوې څېره ده او د کوشانیانو د لړۍ ستر امپراتور و چي د پلار نوم یې [ویما کدفیسزس] او د چين د طرفان څخه تر شمال ختيځ هند او ان تر اوسني پټنې د يوې لوی ملک ځواکمن باچا وو چي په ۱۲۷ع کال کې واک ته ورسېد. کنشکا د واکمنۍ...
نور ولوله
سمنگان کي تخت رستم؛ د بودايانو کعبه
له نن ۲۰۰۰ کاله وړاندي د افغانستان شمال سمنګان ښار د بودايانو تر ټولو ستر ښار وو، هغوی د خپل عبادت د پآره د يوې غونډۍ پر سر ستوپه/خانقا جوړه کړه، چي تر اوسه د نړۍ بې ساري بېلګه ده.
دې غونډۍ کي څو لوی نغمونه/غارونه/تونل دي چي ټول سره سري دي او پر سر ئې د ډبري څخه جوړه ګومبته ده. روايات دي چي دوی به پر دې لارو کښته کېدل او بيرته به له بله غاره راوتل چي دوی طواف باله.
غونډۍ کښي دننه د راهبانو له پاره وړې-وړې کوچنۍ کوټې او تاخچې دي چي د طواف په حالت کي به ئې راهبانو مراقبت پکښي کاوه.
همدارنګه دلته د حمام يا ځان پريوللو تشنابونه هم وه، او هم د پخلي له پاره اشپزخانې جوړي وې چي له هندوکش څځه تر سمنګان پوري دغه ځاى د بودايانو له پا...
نور ولوله
د افغان سيدانو تاريخ
سادات په افغانستان کې دبېلابېلو قو مونو تر مينځ د عربانو له پښته پاتې يوه ډله ده. د دغو آر له حضرت محمد (ص) د لور بي بي فاطمې الظهرا او زوم علي (رض) له پښته گڼل کېږي. دغه سيدان د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې په بېلا بېلو نومونو ياديږي٠ د بېلگې په تو گه:
د افغانستان په ختيځو ولايتونو ننگرهار، کونړ او لغمان کې د پاچايانو او يا پاچا صاحبانو او د سيدانو يا ساداتو په نامه ياد شوي٠ په ځينو ځايونو کې ورته اغا صاحب او د افغانستان دخوست په ولايت کې ورته سيدگي وايي٠ په پښتونخواه کې يې باچايان يا بادشاه صاحب بولي٠ [۱]
په ټولیز ډول دافغانستان په هره سېمه او په تېره بيا د پښتنو په سيمو کې دغه سيدانو ته خلک ډېر درناوی کوي، ځکه چې د اسلام دستر پيغمبر محمد (ص) دلور بي بي فاطمې (رض) اد حضرت عل...
نور ولوله
کندهار، د ميرويس نيکه کور
۳۵۰کاله وړاندي ميرويس نيکه د اوسني زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ د مرکز لمرخاته خوا؛ د سره غره په لمنه کي د ښالم خېلو په کلي کي وزېږېد چي اوس هم په دغه کلي کي يوه برجوره کلا ولاړه ده چې د (ښالم خان کلا) يې بولي. هغه وخت چي د ميرويس نيکه پلار ملک ښالم خان د هوتکو مشر سو نو د کندهار کوکران ته چي د هرات او کندهار پر لويه لار پرته هواره مځکه ده، په کډه ولاړ [زه نه پوهېږم چي ولي ئې دغه ځای خوښ کړ؟]
د پټي خزانې او نورو سرچينو په حواله کوکران ځکه په هوتکي دوره کي مهم دئ چي هم افغانان د د کندهار د ايراني والي ګورګين څخه په شکايت کوکران کي د ميرويس نيکه کورته راغله او هم لومړی لويه جرګه په دې کلي کي سوې ده.
د کندهار د نامتو طنز ليکونکي عبدالنافې...
نور ولوله
د افغان تاريخ سره تړلی انګرېز مسلمان
د افغان تاريخ ورکي پآڼي د افغان تاريخ سره تړلی انګرېز مسلمان
ویلیم هنري کویلیم له نن څخه ۱۷۰کاله وړاندي په لندن کي وږېږېد او په ۷۶ کلني کي ومړ.
په اروپايي او اسلامي تاريخ کي دغه نامتو سړی په ۱۸۸۶ع کال د لندن له اکسفورډ پوهنتون څخه د څارنوال په رتبه بريالی سو، هغه له څه درس وروسته مراکش او بيا وروسته افغانستان ته سفر وکړ، کابل ته د سفر په دوران کي هغه د امير عبدالرحمن خان د زوی سردار نصرالله خان سره وليدل، او ورته ئې يو وخت د ډوډۍ بلنه ورکړله، څو ورځي وړاندي چي وليمم د سردارنصرالله سره په پر ډوډۍ خوړلو بوخت ول چي د دينونو خبره راغله، سردار نصرالله خان ورته د اسلام بلنه ورکړه او ويليم له وخت غوښتلو وروسته اسلام ومانه او نوم عبدالله قلیم ته بدل کړ چي وروسته د مصطفی عبدالله ک...
نور ولوله
