آی خانم؛ د افغانستان یو لرغونی او جالب ښار
کله چي ستر سکندر له ميلاده ۳۳۰ کاله د مخه افغانستان پخپله امپراتوري راوست،

دې وخت کي د سکندر يوناني امپراتورۍ د یونان له خلیج څخه تر هیمالیا پوري مساحت لاره او پکښي ۱۰۰۰ستر ښارونه وه

چي پکښي مشهور ئې [ای خانم ښار] وو چي د اوسني افغانستان په شمال کي د تخار د امو او کوکچې سیندونه سره یو ځای کیږي موقیعت لري،

دا ښار د شمال ختیځو سیمو د ساتني په موخه جوړسوی چي پکښي پراخو استحکاماتو، ساختمانونو، عامه او نظامي کلاوو لرونکی

د نړی ستر ښار وو، په يو نيم کلوميټر کي جوړ دې ښار شاوخوا خټينه ساتونکې کلا هم لرله چي ويل کېږي پر ټولو دېوالونو ئې پر مصري کاغذونو فلسفي جملې ليکل سوی وې.
.jpg)
د هغه مهال د سکندر جنګي کلاوي او ښارونه داسي ځای ودانول اړخونو ته به ئې رودونه/غرونه او يا بل طبعي ساتنه لرله، دغه ښار له همدې امله دلته ودان سو.

په ۱۲۶ قبل مسیح کي د چین یو سیلاني او تاریخپوه ځنګ کیان د باختر سیل کړی او وايي: "ددې ښار د ساکانو سیمي تر ټولو شتمني او خوشاله وې.."

روايت دئ چي د ياد ښار بنسټګر [کينياس] وو چي دا خبره يې ډېره مشهور ده

چي: "په ماشومتوب کي ادب زده، په ځوانۍ کي نفس قابو، په زړښت کي انصاف او په سپينه ږيره ښې مشورې ورکوه، بيا چي مړ سې نو پښېمانه به نه يې".

په ۱۹۶۱ع کال پخوانی پاچا محمد ظاهرشاه د ښکار د پاره شمال ته ولاړ او دغه دېوالونه/ ځايونو ئې له نږدې وليدل او په رسمي شکل يې ددې ښار د سپړلو امر وکړ،

په حيرانونکي شکل د خاورو د لږ اړولو وروسته يو ښار وموندل سو چي پکښي ګڼي خزانې، مجسمې، سيکې او په زرګونو شکلونو وموندل سول او نړۍ له خبرېدو سره سم راتګ پېل کړ
.
دې کي تر ټولو لويه ستونزه روسانو جوړه کړه چي لوېديځوال به د روسانو پولو ته نږدې افغان دولت نه پرېږدي، او يا به روسانو د څارولو اجازه ورکول کېږي. خو دولت کوښښ کاوه
چي افغانان پخپله ددې ښار پلټنه بشپړه کړي، د ثور کودتا او روسانو راتګ څېړني ودرولې او د هغه وخت دولت له ساتني هم لاس واخيست، سيمه ايزه خلګو به پر خپل سر د خزانو د لټون په نيت کيندني کولې، د کورنۍ جګړې پر مهال جهادي ډلو هر څه يو مخ چور او تاجکستان کي بازارونو کي خرڅ کړل.

دې کسانو کي تر ټولو ډېر مواد احمدشاه مسعود او د هغه يوه قومندان [سبحان قل] ډېر اثار غلا کړل چي د يوه باوري کس له خولې ياد قومندان د تاجکستان په يوه بازار کي ددې ښار ۱۰۰۰تاريخي اثار په ۲۶۰۰۰زره ډالر ورکړل چي په شپږ ځله؛ څرخي الوتکه کي يوړل سول، يوه بل روايت د همدې قومندان په اړه خبره ده چي لس داسي کسان چي په اړه ئې اوازه وه چي خزانې ئې موندلې، همدې قومندان وګواښل او له يوه تن څخه ښځه بوتلل چي تر څو دي وړي خزانې راوړي نه وي، ښځه دي همدلته وي.
