د تاريخ له عجايبو د نړۍ تر ټولو خرافاتي/غُول پاچا
سلطان_حسین_شاه_صفوي د اوسني ايران او د صفویانو نهم او وروستنی پادشاه وو. نوموړی ۲۹ کاله حکومت وکړ چي په ۱۷۲۲مع کال د افغان شاه_محمود_هوتک لخوا د اصفهان د نیولو وروسته د نوموړی حکومت پای ته ورسېد.
تاريخ راته وايي چي حسين د نړۍ يو له بې عقلو خلګو وو، هغه د پلار له مړيني وروسته واک ته د رسېدو په ورځ هوښياران ټول وشړل او پر ځای يې په زرګونو جادوګر، فال نیونکي، خوب ليدونکي او د اوس په څېر چاپلوسان وګومارل.
د رسمي دربار په ورځ به په زرګونو ماران، سمسارې او ګڼ نور حيوانان او د هغوۍ پوستکي په مختلفو غوړيو غوړېدل او هر کار ځانګړي مفهوم لاره، خوب ليدونکو ملايانو به خوبونه ويل او وروسته به دولتي پرېکړه کېدل، اټکل کېږي که حسين صفوي يوازي ددې ملايانو تنخوا پر خپل لښکر لګولې وای، ښايي افغانانو له هغه پاچهي نه وای نېولې.
د حسين د دربار بله جالبه دا وه چي د هر کس پر سينه ئې غوړ سوی مار ايښود، که احياناً هغه بېرېدلی وای، نو د دولت دښمن وو او بايد وژل سوی وای.
پخپله حسین هر وخت د پسه/ګډ په پوست کي بدېده او دا ئې د مرګ څخه د خلاصون لاره بلله، چنداني ئې د چا نصيحت او خبري نه خوښولې او خلګ بايد چپ ناست وای او پخپله هم نه ږغېده.
حسين تر حد زيات شراب چښل، پر آس نه سپرېده او ملايي اکټونه يې کول، هغه ته ايراني مورخين [ملا حسين صفوي] هم وايي.
د هغه له کتابخانې د وړاندوينو يو کتاب سته چي پکښي ليکلي دي: "خراسان کي به د [حامد] په نامه يو کس واکمن کيږي"، د [حامد کرزي] لوستلو پلويانو به ويل دا يې حامد کرزی ياد کړی دئ
