د لیوني خطبه
سلمان افغان
د جمعې په ورځ د مسجد امام وځنډید، په دغه وخت کې لیونی مسجد ته را ننووت او منبر ته وخوت، ځینو کسانو یې د منبر نه د راښکته کولو اراده وکړه
خو په لمونځ کوونکو کې د قوم یو مشر موجود و، مشر امر وکړ چې لیونی په خپل حال پریږدئ
لیوني خطبه شروع کړه او ویې ویل:
ټول ثنا او صفتونه یواځې د الله لپاره دي، ثنا او صفتونه د هغه ذات لپاره دي چې تاسو یې له دوو (ادم او حوا) څخه پیدا کړي یې، بیا یې دوو ډولونو ته ویشلي یې، ځینې یې له تاسو غني، شتمن پیدا کړي، د دې لپاره چې تاسو د الله شکر وکړئ، او ځینې یې له تاسو فقیران پیدا کړي، د دې لپاره چې تاسو صبر وکړئ
نو نه ستاسو مالدارو، شتمنو شکر وکړ او نه مو فقیرانو صبر وکړ، په تاسو ټولو دې د الله لعنت وي...
پاڅئ لمونځ ته مو..!!!!
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
