ټولنيزې ليکنې

زمونږ ټولنه هم د دولتي ادارو په څير هم له فساد، ټگۍ او غولونې ډک دی

له قصاب نه به غوښه اخلي, زړه غوښه او هډوکې به یي په تله کې پداسې مهارت اچولې وي چې هله به پرې پوه شې چې کور کې دې میرمن ملامته کړې. د کراچۍ مخکې برخه کې به ماشوم رومیان داسې ایښې وي چې ستا به یي اخستو ته شوق راشې. په تورې پلاستیکې کڅوړه کې به درته سم نیم خسا رومیان له خپلې مخې واچوې. او چې وزن يي زیاد شي نو هغه څو ښه رومیان به هم ترې لیرې کړې. مڼي, انار, مالټې او نورې میوي به په شوق واخلې, خو کور کۍ به متوجه شې  چې ډيري یي د خوراک ندې. هر خرڅونکی زاړه خوراکې مواد لومړی خرڅوې او ښه شیان سبا ته پریږدې. خو سبا ته هغه ښه شیان یي هم خراب شې. ما داسې پلورونکی و نه لید چې د شیانو انتخاب پیرود...
نور ولوله

‏کاش زه هم د سالم په رنګ وای !!؟؟

يو وار هشام بن عبدالملك حج ته لاړ په طواف کې یې د دويم خليفة عمر رضي الله عنه لمسی سالم بن عبدالله په داسې حال کې وليد چې شکيدلې چپلقې یې په لاس کې وې او زاړه کالي یې په تن ول ، هشام رحمه الله ور نژدې شو سلام یې پرې وکړ او ورته یې وويل، څه شي ته خو به اړ نه یې ؟ سالم رحمه الله هشام ته په حيرانتيا وکتل او د قهر په ډکه لهجه یې ورته وويل، ته شرم نلری چې د الله په کور کې د بيت الله د طواف په دوران کې ماته د حاجت د پوره کولو وایې؟؟ خليفه چې دا خبر واوریده وشرميد او سالم یې همداسې پريښود. کله چې سالم رحمه الله طواف خلاص کړ او له حرمه ووت هشام ورپسې ورغی او ورته یې وويل، تا زه په حرم کې منع کړم خو اوس راته و وايه چې کوم حاجت لرې چې در پوره یې کړم ؟ سالم ورته وويل، دنیوي که اخروي حاجت؟...
نور ولوله

له جاهلانو مخ واړوه

    له جاهلانو مخ واړوه. {وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ}دا امر د الله ﷻ له لوري رسول الله ﷺ ته شوی دی. علماء وایي: هوښیاران او پوهان که غواړي دنیا کې کامیاب ژوند وکړي نو له جاهلانو دې مخ واړوي، دا الهي امر یو ستر فطري اصل دی، لکه د بوټو او نباتاتو نړۍ کې چې له ګلانو سره ګڼ شمېر ازغي شتون لري، په نړۍ کې کم عقلان او جاهلان هم داسې دي. موږ د ګل ترلاسه کولو په وخت له ازغیو نه په اتیات او هوښیاري سره ځان ژغورو او ګل ترلاسه کوو، هیڅوک هم له ګل سره اخته کیدل نه غواړي، هوښیار هم باید ژوند کې له کم عقلانو داسې ځان وساتي.     لکه ومو ویل دا الهي امر فطري اصل دی، نو د ژوند ټولو اړخونو کې باید مراعت او ګټه ورنه واخیستل شي، رسول الله ﷺ هم د ژوند مختلفو پړاوونو کې له دې اص...
نور ولوله

د چارواکو ګمارل د ټولنې د عمل په تناسب وي!

ابن قيم رحمه الله وايي: د الله تعالى حکمت لا ددې غوښتنه نه کوي چې پر موږ دې د معاويه(رضي الله عنه) او عمر بن عبدالعزيز(رحمه الله) په څېر چارواکي وګمارل شي، پاتې لا د ابوبکر او عمر رضي الله عنهم په څېر چارواکي! بلکې زموږ چارواکي زموږ د اعمالو په تناسب، او د هغو(پخوانيو مسلمانانو) چارواکي د هغوى د اعمالو په تناسب ګمارل شوي دي، ستا رب په هېچا ظلم او زياتى نه کوي. (مفتاح دار السعادة:١٧٧/٢) که غواړو چې چارواکي مو عادلان وي، نو راځئ چې لومړى خپل اعمال اصلاح کړو! ...
نور ولوله

د پلرو او میندو د پام وړ!

د قدرمنو پلرو او میندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې دغه لیکنه په ښه غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې پدغه لیکنه کې څه ګټور ټکي پیدا کړي، نو بیا د هغه په عمل کې پیاده کړي. هېره د نه وي، چې نیږدې زما ټول عمر، یعنې ۶۸ کاله، په شاګردۍ او معلمۍ کې تېر شوی دی. زه غواړم چې ګرانو او قدرمنو پلرو او میندو ته ځینې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم : ۱- تر ټولو لومړی غواړم چې دغه خبره د لمر په شان واضح کړم، چې دغه لاندې ټکي د اسلام په رڼا کې وړاندې کېږي. یعنې، مونږه ټولو ته باید د خپلو اولادونو اسلام تر هرڅه نه باید مهم وي، او دغه ټکي هم ددې په خاطر وړاندې کېږي، چې د مونږه د اولادو څخه د اسلام په رڼا کې ښه انسان...
نور ولوله

غوسه او مينه حد او پوله نه لري

يو سړی د خپل موټر د‌ پاکولو په حال کې و چې شپږ کلن کوچني زوی يې وړه تيږه راوخيسته او په موټر يې خط ليکل پيل کړل... پلار يې چې وليد دومره ورته غوسه شو چې د زوی لاس يې ونيو او څوځلې يې په همدې ګوتو بې له دې چې خپله غوسه کنترول کړي په رينچ ډېر سخت وواهه. په روغتون کې د ماشوم ګوتې د ډېرو ځبل کېدو او ټوک ټوک کېدو له لاسه پرې شوې. کله يې چې په بستر پروت زوی د پلار غمګينه څېره وليده ورته وويل پلاره! مه خپه کېږه بيرته به مې ګوتې راشنې شي!!! پلار يې بيخي عصبي شوی و هيڅ يې نشوای کولای چې څه ووایي ،موټر ته ور وګرځېد څو لغتې يې موټر وواهه. د خپل کړي عمل له امله د&z...
نور ولوله

د ژوند معادله

ژوند درې ورځې دی، پرون، نن او سبا! پرون مو ژوند وکړ، تېره شوه او بيا نه را ګرځي. نن ژوند کوو، دا د نن نه غير دوام نه مومي او د ورځ په تېرېدو د ماضي برخه ګرځي. سبا هغه ورځ ده چې مونږ نه پوهيږو چېرته به يو، څه او څنګه حالت به لرو. په همدې خاطر، وبخښئ، هېر کړئ او مخته ولاړ شئ، د الله مخلوق هغه ته پرېږدئ! زه، ته او نور ټول  تلونکي يو لدې نړۍ نو د زړه له تله بخښنه وکوئ هغوی ته چې له تاسې سره بد کړي، که قصدا يې کړي وي او که سهوا، بخښنه ورته وکوه او يا يې هېر کړه! ستا بخښل به هغوی ته ستا له لوري تحفه او که هېر يې کړې  نو د...
نور ولوله

د اسلام فضیلت یا غوره والی او د دبې دېنۍ زیانونه - دویمه برخه

د تیرې ليکني په ورستاړ یا ادامه موږ تاسو په ورځنې ژوند کې هغه سودا اخلو چې موږ ته ګټوره وي بل ته پکي زیان نه وي او د چا حق پکي تلف نشي اسانه او ارزانه وي زموږ ږس پري بر وي نو اسلام خو یوه داسي سودا ده چې په هغه چې بدني فکري عقلي داخلي او چاپیریالي فردي او اجتماعي ټولي ګټي دي ټول وچ رښتیا احکامات دي، موږ په اسلام کي په متشباهاتي حکایتو عملي کؤلو مکلف نه فقط په منلو مکلف یو، موږ یوازي په احکاماتو مکلف یو، پس تل د هغه څه په اړه باید موږ فکر وکړو چې ورباندي مکلف یو، دا وګورو چې موږ ته په دې احکاماتو کې څومره ګټي دې او په څومره قیمت راته تمامیږي ددي په بدل کي به زه چاته څه ورکؤم؟ دا ټول به تخنیکي وسپړو لومړی په لنډو ټکو کي د اسلام او بې دینۍ څرګند فرقونه ! ...
نور ولوله

د ولس منحرف شؤي افکار اخلاق بنسټيز اصلاح ته ضرورت لري

تاسو ټول په کليو ښارونو له يو بل سره په هر اړخېزو معاملاتو خبرو اترو کي ژؤر پام وکړئ ،زموږ ولس په ستر فکري تربيؤي او اخلاقي بحران کي يو، موږ خپلي ملامتۍ په مشرانو ور تپو او اکثرو مجالسو پوستونو ليکنو کمنټونو ته ځير شئ له يوه لبه ټول مشران غندي سم ناسم پکي نشته ټول بد دي ټولو ته بد رد وايې خو علمي، حکمتي او اسلامي رښتيا دادي چې تر څو يو ملت يو ټبر يو قام خپله خاينان نشي، په هغو خاين واکمن نه راځي تر څو خپله غله رشؤت خواره حرام خواره نشي  نو حرام خواره نشي ورباندي واکمن کيداى تر څو بي غيرته نشي تر هغو بي غيرته نشي ورباندي واکمن کيداى کومي ستوني چي په کوم ملت کوم ټبر کي وي هم هغسي ستونزي لرونکي کسان ورباندي واکمن کيږي د ښه امير ښه واکمن متقي عادل مدبر واکمن وړتيا ښه ملت...
نور ولوله

د فرعوني او معاصر سیاست پرتله

     لاندې کرښې په غور او دقت ولولئ، دلته د موسی علیه السلام پر ضد د فرعون د سیات لنډه خاکه راخلو، معاصر سیاست زموږ پر وړاندې دی، تاسو ښه خیر شئ چې موجوده لویدیځوال سیاست او ختیځ کې د هغه کاپي کوونکي سیاستوال د فرعون سیاستونه څومره ګام په ګام تعقیبوي! راځئ له قرانکریم نه د فرعون د سیاست په اړه څو خبرې سره لولو.      فرعون او د هغه پلویانو موسی علیه السلام په دې تورنوه چې هغه په دین تجارت کوي، کټمټ لکه نن چې د غربي استشراقي مکتب سرخیلان او پیروان (سیکولران) علماء او اسلامپال مسلمانان تورنوي چې دوی پر دین تجارت کوي. فرعون خپل ولس ته وايي: زه ویریږم هغه (موسی) به ستاسو دین بدل کړي. {إني أخاف أن يبدل دينكم} او بله دا چې هغه مفسد دی، مصر کې به فساد خپور ...
نور ولوله

د اسلام ګټې او د بې دينۍ زيانونه

لومړۍ برخه موږ تاسو ټول بلکه هر انسان په بازار کي هغه څه رانيسې چې هغه ته ګټور وي دهغه په درد خوري، او اخېستل ئې اسانه وي د بل چا حق پکي تلف نشي، چاپيريال ته زيانمن نه وي، کورنۍ ته ئې زيانمن نه وي، له هره اړخه ګټور وي، نور هغه د چا او چا  خبرو پسي سر نه ګرزؤې چي ولي دې اخيستي دي? نړۍ يو بازار دى زموږ ژوند يو سفر دى په دې سفر کي بدني ستوماني ګالل خو دومره سخته نه وي خو فکري ذهني خواښيني او ستړيا انسان د ژوند له ټولو خوندونو محروموي موږ ټول په ګډه په دې بازار دې کوڅه او دې سفر روان يو که په دې سفر کي ټول د يو بل د حقوقو هوسايني ساتني پام ونه ساتي ټول ورسره په عذابيږو موږ په ژوندي کي کوچني کوچني سفرونه کؤ د بېلګي په ت...
نور ولوله

ښه شريک يا بزنس پارټنر څنګه وپيژنو؟

حاجي محمد عارف   فکر کؤم په ټبر نورزى وه، اندم 2017 شاؤخوا وفات شو جنت الفردوس دې ځاى روح دې ښاد وي او ان شاﺀ الله له علايمو لومړى درجه جنتي او ولي الله وه په کابل منډيې کي دوکان او د ايډيډاس بوټونو نمايندګې وه دعصري او روان دؤر د ملنګۍ سخا عجز بي تاجه پاچا وه، داسي يو عجيب شخصیت وه چې مدرسه پوهنتون خو ئې نه وه لؤستى خو  ډېر ستر ستر ملايان علماﺀ ډاکتران انجينرانو به ئې په مهمانخانه کي شپي ورځي تيرولي چي فقط حاجي عارف وويني حاجي محمد عارف د رب په خلکو کي په انديال پسي وه چي استاد مي شه،، ښاغلى انديال هم يو څلور انيېز ملنګۍ کي ګؤتې وهي داچي تر مرحوم حاجي محمد عارف ئې عمر ډېر کم وه نو به ئې ځان ترې پټاوه ويل به ئې ...
نور ولوله

نرخونه د الله په واک کې دي

     انس رضي الله عنه وایي: خلکو وویل: یا رسول الله! نرخونه ګرانه شول، موږ ته نرخونه وټاکه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: بېشکه نرخونه یواځې د الله په واک کې دي، هغه (روزې) نیوونکی دی، هغه (روزې) خپروونکی دی، هغه روزې ورکوونکی دی. او زه امید لرم چې الله سره داسې حالت کې مخامخ شم چې ستاسو هیڅ کس زما نه د وینو او شتمنې باره کې د ظلم غوښتنه نه کوي. یعني ستاسو کوم یوه سره مې هیڅ ډول ظلم نه یي کړی، چې بیا یې اخرت کې د غچ مطالبه رانه وکړي. ‏      عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ النَّاسُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ، غَلَا السِّعْرُ، فَسَعِّرْ لَنَا . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمُسَعِّرُ الْقَابِضُ الْبَاسِطُ الرَّازِقُ، ...
نور ولوله

د ړندو ښار

     دا د پرنګي لیکوال هیربرټ جورج ویلز (Herbert George Wells) خیالي کیسه ده، چې د لومړي ځل لپاره په کال (1936م) کې خپره شوې ده او تراوسه لا خپریږي. کیسه له نړۍ نه د لېري پراته یوه کلي په اړه ده،  دا کلی د جنوبي امریکا د اندیز غرونو لړۍ (Cordillera de los Andes)‏ کې پروت دی. یو وخت دې کلي کې یوه نادره ناروغي پیدا شوه او هغه دا چې خلک به په سترګو ړندیدل! له دې ناروغي سره له نړۍ سره د دې کلي اړیکه وشلیدله او دوی هم خپل کلی نه پرېښود.      لکه چې ویل کیږي انسان له هر ډول حالت سره روږدی کېږي، دوی هم له ړندیدا سره بلد او روږدي شول، خبره دېته ورسیدله چې ان اولادونه یې هم ړانده پیدا کېدل! څه وخت وروست...
نور ولوله

فقر، ویاړ نه دی!

لیکنه: شیخ غزّالی رحمه الله پښتو ژباړه: رحیم الله حریفال   تا ته قناعت درکوي چې فقر عیب نه دی، خدای له غریبانو سره مینه لري. پیغمبر فقیرانه ژوند وکړ،  قناعت د انسان ستره او تلپاتې زېرمه ده، ډېر څه غوښتل ناوړه دي، له دنیا تېښته او دنیا رټل غوره والی دی، نړۍ د مسلمان لپاره زندان دی او د دنیا ژوند څو ورځې دی، نو په کار نه ده چې زړه ورپورې وتړو او باید د مسافر په شان ژوند وکړو. دا ډول اخیستنه د مسلمانانو د عقلي او فکري تخدیر لپاره یو نوی نیرنګ دی او غواړي چې مومن انسان یو عاطفي او له مسولیت څخه تښتېدونکی انسان جوړ کړي، تر څو له خپل فقر څخه خوند واخلي او ناتوانۍ او بېوسۍ ته تسلیم شي. او نړۍ د نورو په چارو کې وویني او خپل...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک