کاش زه هم د سالم په رنګ وای !!؟؟
يو وار هشام بن عبدالملك حج ته لاړ په طواف کې یې د دويم خليفة عمر رضي الله عنه لمسی سالم بن عبدالله په داسې حال کې وليد چې شکيدلې چپلقې یې په لاس کې وې او زاړه کالي یې په تن ول ، هشام رحمه الله ور نژدې شو سلام یې پرې وکړ او ورته یې وويل،
څه شي ته خو به اړ نه یې ؟ سالم رحمه الله هشام ته په حيرانتيا وکتل او د قهر په ډکه لهجه یې ورته وويل،
ته شرم نلری چې د الله په کور کې د بيت الله د طواف په دوران کې ماته د حاجت د پوره کولو وایې؟؟
خليفه چې دا خبر واوریده وشرميد او سالم یې همداسې پريښود. کله چې سالم رحمه الله طواف خلاص کړ او له حرمه ووت هشام ورپسې ورغی او ورته یې وويل، تا زه په حرم کې منع کړم خو اوس راته و وايه چې کوم حاجت لرې چې در پوره یې کړم ؟
سالم ورته وويل، دنیوي که اخروي حاجت؟
هشام ورته وويل دنیوي ځکه اخروي د خدای سره دي .
سالم ورته وويل، هشامه ! په خدای قسم ! ما تر اوسه دنياوي حاجت له هغه چا ندی غوښتی چې هر څه د هغه په واک او لاس کې دي نو له هغه به یې څه وغواړم چې هغه یې بنده دی او هيڅ یې په واک کې نه دي .
هشام چې دا خبر واوریده سترګې یې له اوښکې ډکې شوې او دا مشهوره تاريخي خبر یې وکړه .
کاش زه د سالم په رنګ وای .
البداية والنهاية
