No-IMG

غوسه او مينه حد او پوله نه لري

يو سړی د خپل موټر د‌ پاکولو په حال کې و چې شپږ کلن کوچني زوی يې وړه تيږه راوخيسته او په موټر يې خط ليکل پيل کړل...

پلار يې چې وليد دومره ورته غوسه شو چې د زوی لاس يې ونيو او څوځلې يې په همدې ګوتو بې له دې چې خپله غوسه کنترول کړي په رينچ ډېر سخت وواهه.

په روغتون کې د ماشوم ګوتې د ډېرو ځبل کېدو او ټوک ټوک کېدو له لاسه پرې شوې.

کله يې چې په بستر پروت زوی د پلار غمګينه څېره وليده ورته وويل پلاره! مه خپه کېږه بيرته به مې ګوتې راشنې شي!!!

پلار يې بيخي عصبي شوی و هيڅ يې نشوای کولای چې څه ووایي ،موټر ته ور وګرځېد څو لغتې يې موټر وواهه.

د خپل کړي عمل له امله د‌ موټر خواته حيران او سرګردانه ناست و او هغو خطونو ته يې چې زوی يې په موټر کش کړي وو کتل.

هغه ليکلي وو..

« پلاره ډېر راباندې ګران يې »

يو ورځ وروسته يې پلار ځان وواژه.

غوسه او مينه حد او پوله نه لري

دويم (مينه ) انتخاب کړئ چې مينه ناکه ژوند ولرئ په ياد ولرئ چې شيان د استفادې کولو لپاره دي او انسانان د مينې کولو لپاره.

په داسې حال کې چې نن سبا له انسانانو استفاده کېږي او له شيانو سره مينه کېږي.

تل همدا په ذهن کې ولرئ چې شيان او ابزار  د استفاده کولو او استعمال لپاره دي او انسانان د مينې کولو لپاره....

تاسې څه پکې وايئ؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک