د اسلام ګټې او د بې دينۍ زيانونه
لومړۍ برخه
موږ تاسو ټول بلکه هر انسان په بازار کي هغه څه رانيسې چې هغه ته ګټور وي دهغه په درد خوري، او اخېستل ئې اسانه وي د بل چا حق پکي تلف نشي، چاپيريال ته زيانمن نه وي، کورنۍ ته ئې زيانمن نه وي، له هره اړخه ګټور وي، نور هغه د چا او چا خبرو پسي سر نه ګرزؤې چي ولي دې اخيستي دي?
نړۍ يو بازار دى
زموږ ژوند يو سفر دى
په دې سفر کي بدني ستوماني ګالل خو دومره سخته نه وي خو فکري ذهني خواښيني او ستړيا انسان د ژوند له ټولو خوندونو محروموي
موږ ټول په ګډه په دې بازار دې کوڅه او دې سفر روان يو
که په دې سفر کي ټول د يو بل د حقوقو هوسايني ساتني پام ونه ساتي ټول ورسره په عذابيږو
موږ په ژوندي کي کوچني کوچني سفرونه کؤ
د بېلګي په توګه له کابله دوبۍ ته په الوتکه کي ځو
دلته په دې سفر کي تاسو پام وکړئ ګڼ شمير اصول او قواعد دې چي بايد ټول مسافر يي مراعات کړي لکه کوم کس به سګريټ نه څکوي، کوم زيانمن څه به نه خوري، د الوتکي شيشي به نه ماتوي اور اخيستونکي څه يا وژونکي څه به نه پورته کوي او داسي نور ګڼ شمير قواعد دي
دا ځکه چې سفر بي خطره بي ستړيا اسانه شي ټول اړ دي دغو اصولو ته ژمن پاته شي که يو کس هم دا قواعد دا اصول ماتوي دا نورو ټولو ته زيان اوړي نو د الوتکي مسؤلين او ټول مسافر هغه منع کوي چي دا ناوړه کار مکوه ټولو ته خطر پېښوي که منع نشي مجريم منل کيږي تړل کيږي او هلته بيا پوليسو ته سپارل کيږي
نو ايا د ژوند دا اوږد سفر چي موږ ئې تر مرګه کؤ دا بايد هيڅ قواعد اصول ونلري?
هر چا چي هر څه زړه وغواړي همهغه به کوي?
اسلام خو موږ ته د فردي ازادۍ حدود ټاکلي
هر کله چې د کوم انسان په هر ډؤل کړنه کي د ټولني يا کوم بل فرد يا چاپیریال حقوق تلف کيږي يا مداخلت ته رسيږي يا منفي اغيز ورباندي کولى شي په همدغه سرحد په همدغه مرز نوره فردي ازادي ختميږي له دي اخوا تجاوز، ظلم، تيرى، جرم بلل کيږي،
ددي اوږده سفر لپاره زموږ لپاره بله کومه د قوانينو اصولو قواعدو، محکماتو، عدل، انصاف ښه غوره اغېزمنه هر اړخيز ګټوره ټولګه کومه يوه کيداى شي? چې د نړۍ په دې بازار کي فساد فسق فجور خپور نکړي انسانان د وروڼو او خويندو په څير ارام با احترامه با وقاره دروند انساني د ژوند سفر وکړي?
موږ خو د نړۍ ټولي مفکوري قوانين محکمات نظريې لؤستي او يو له بل سره پرتله کړې دي
چې تر ټولو غوره ښکلي اسانه سالمه کامله له عزت وقار ابرو معنوي او بدني ګټو ډکه بشپړه دستور قانون اصول قواعد يوازي اسلام وړاندي کوي
راځئ په دې لړۍ کې موږ په څو برخو کي د اسلام اکثريت مشهور احکامات محکمات قواعد او اصول او دهغو بي سارى فضيلىت له نورو سره هر اړخېز پرتله کړو موږ به عملا ووينو، زده کړو او ورباندي پوهه شو چي اسلام موږ انسانان سلامتيا امن عزت بشپړتيا سکون آرامش او په حقيقي انسانيت سمبالؤي زموږ د ژوند سفر اسانوي موږ له پوچو مضرو کړنو منع کوي، دژوند په ټولو برخو کي عاليشانه بي مثاله غوره با عدله با انصافه احکامات راته ډالۍ کوي له هره اړخه موږ ټولو انسانانو حتا ځناورو او چاپيريال ته بلها ګټور دي، د هيچا حق پکي نه تلف کيږي
د جرم او مجرم سهي کره تعريف کوي
د ښو او بدو رښتنى تعريف کوي
د ګټي او زيان رښتنى تعريف کوي
موږ به عملا ووينو او پوهه شو چي د اسلام ستره موخه د انسانانو ستره بي مثاله نېکمرغي ده او دا يوازي ادعا نه ده بلکه رښتيا هم ددي نيکمرغۍ لپاره بشپړه طرحه بشپړه تګلاره وړاندي کوي
اسلام کي دهيچا ژبې قؤم رنګ نژاد ته نه کتل کيږي بلکه دهغه حقوقو او عمل ته کتل کيږي.
نور په دويمه برخه کي
