No-IMG

نرخونه د الله په واک کې دي

     انس رضي الله عنه وایي: خلکو وویل: یا رسول الله! نرخونه ګرانه شول، موږ ته نرخونه وټاکه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: بېشکه نرخونه یواځې د الله په واک کې دي، هغه (روزې) نیوونکی دی، هغه (روزې) خپروونکی دی، هغه روزې ورکوونکی دی. او زه امید لرم چې الله سره داسې حالت کې مخامخ شم چې ستاسو هیڅ کس زما نه د وینو او شتمنې باره کې د ظلم غوښتنه نه کوي. یعني ستاسو کوم یوه سره مې هیڅ ډول ظلم نه یي کړی، چې بیا یې اخرت کې د غچ مطالبه رانه وکړي. ‏

     عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ النَّاسُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ، غَلَا السِّعْرُ، فَسَعِّرْ لَنَا . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمُسَعِّرُ الْقَابِضُ الْبَاسِطُ الرَّازِقُ، وَإِنِّي لَأَرْجُو أَنْ أَلْقَى اللَّهَ ‏وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنْكُمْ يُطَالِبُنِي بِمَظْلِمَةٍ فِي دَمٍ وَلَا مَالٍ. رواه أبو داود

     شارحین لیکي د نرخونو لوړیدلو او ټیټیدلو پېښې یواځې د الله تعالی په واک او خوښه سره دي، خو الله جل جلاله د بندګانو ځینې کړنې د نرخونو لوړیدلو او ټیټیدلو لامل ګرځوي، لکه پر بندګانو ظلم د نرخونو لوړیدلو لامل ګرځي او خلکو سره ښېګڼې د نرخونو ټیټیدلو لامل ګرځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک