No-IMG

فقر، ویاړ نه دی!

لیکنه: شیخ غزّالی رحمه الله

پښتو ژباړه: رحیم الله حریفال

 

تا ته قناعت درکوي چې فقر عیب نه دی، خدای له غریبانو سره مینه لري. پیغمبر فقیرانه ژوند وکړ،  قناعت د انسان ستره او تلپاتې زېرمه ده، ډېر څه غوښتل ناوړه دي، له دنیا تېښته او دنیا رټل غوره والی دی، نړۍ د مسلمان لپاره زندان دی او د دنیا ژوند څو ورځې دی، نو په کار نه ده چې زړه ورپورې وتړو او باید د مسافر په شان ژوند وکړو.

دا ډول اخیستنه د مسلمانانو د عقلي او فکري تخدیر لپاره یو نوی نیرنګ دی او غواړي چې مومن انسان یو عاطفي او له مسولیت څخه تښتېدونکی انسان جوړ کړي، تر څو له خپل فقر څخه خوند واخلي او ناتوانۍ او بېوسۍ ته تسلیم شي. او نړۍ د نورو په چارو کې وویني او خپله د ژوند د لوبې سیل کوونکی واوسي.

که دا چل او دوکه نه وي، ولې د حضرت عثمان له شتنمۍ څخه یادونه نه کېږي او د هغه لخوا د ( العسرة لښکر) د سنبالولو په اړه څه نه ویل کېږي. ولې د زبیر او د هغه د ځمکو ذکر نه کوي.

ولې د ابن عوف د تجارت او د ابن ابی وقاص د صدقاتو ذکر نه کېږي. ولې  هغه دعاګانې چې هره ورځ به د پیغمبر په ژبه وې او تل به یې له کفر او فقر څخه پناه غوښتله «أللهم إني أعوذ بك من الکفر والفقر» نه یادوي، ولې هغه حدیث {الید العُلیا خیر من الید السفلي_ لوړ لاس غوره دی له ټیټ او مجبوره لاس څخه}  بیا بیا نه وړاندې کوي.

پوهېږې ولې داسې کوي او تا دا ډول غواړي، تر څو مجبور او بېوسه پاتې شې، په غریبي وویاړې او هغوی ستا شتمني غارت کړي، تر څو داسې کمزوری او بېچاره پاتې شې چې د خپلو حقه حقونو غوښتنه ونشي کړای او په ورځنیو اړتیاوو کې دومره سرګردانه او لالهانده و اوسې، چې له سبا او راتلونکې څخه غافل شې او د عدالت غوښتنې لپاره وخت او فرصت و نه لرې.

ښه ده چې د ژوند فلسفه سمه درک کړې، دیني مفهاهیم په بیړه او سطحي تفسیر نه کړې، د هغوی له سموالي او د روایاتو د راتلو له شان څخه پوره خبر و اوسې او ډاډه شې چې دین له هر هر چا څخه زده نه کړې. د ژوند له مهمو مسائلو او مفاهیمو سره په چلند کې لږ له خدای درکړي عقل څخه هم ګټه واخلې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک