No-IMG

د ولس منحرف شؤي افکار اخلاق بنسټيز اصلاح ته ضرورت لري

تاسو ټول په کليو ښارونو له يو بل سره په هر اړخېزو معاملاتو خبرو اترو کي ژؤر پام وکړئ ،زموږ ولس په ستر فکري تربيؤي او اخلاقي بحران کي يو، موږ خپلي ملامتۍ په مشرانو ور تپو او اکثرو مجالسو پوستونو ليکنو کمنټونو ته ځير شئ له يوه لبه ټول مشران غندي سم ناسم پکي نشته ټول بد دي ټولو ته بد رد وايې

خو علمي، حکمتي او اسلامي رښتيا دادي چې تر څو يو ملت يو ټبر يو قام خپله خاينان نشي، په هغو خاين واکمن نه راځي

تر څو خپله غله رشؤت خواره حرام خواره نشي  نو حرام خواره نشي ورباندي واکمن کيداى

تر څو بي غيرته نشي تر هغو بي غيرته نشي ورباندي واکمن کيداى

کومي ستوني چي په کوم ملت کوم ټبر کي وي هم هغسي ستونزي لرونکي کسان ورباندي واکمن کيږي

د ښه امير ښه واکمن متقي عادل مدبر واکمن وړتيا ښه ملت لري، بد ملت ښه خلک نه پريږدي چي ور باندي واکمن شي

دا يو عجيب اصل عجيب رښتيا دي او عجيب قدرتي عدلي سيستم دى

تاسو پام وکړئ داسي کسان به حتما وينئ پيژنئ چي که خپله ځان يا هغو ته ژؤر پام وکړل شي نو ارومرو به په ګڼ شمير خيانتونو کي بوخت وي، اهليت به ئې بيخي پکي صفر وي خو هغه به ټوله ورځ تر ځان زر ځله هوښيار متقي سم با تجربه خلک شکنځي او بد رد به پسي وايي که نور ډېر ښه سړى شي نو لکه ښځه شيراوي به ورته کوي

خو له ځانسره محاسبه نکوي چي زه څه کاره يم څه کولى شم څه بايد وکړم کوم کوم خيانتونه جرمونه اخلاقي يا ديني ګناهونه زه کوم? له کومو کارونو بايد خپله منع شم او بل څوک او څوک راسره اصلاح کولى شم?

دا سوچ دا محاسبه نشته دي سوچ سر خوړلى دى دلته هر يو دانا حکيم جنتي فرښته ده، دلته هر يو سياست پوهه کارپوهه اقتصاد پوهه دينپوهه ټول کمال دى

داسي يو سازمان ته جدي اړتيا ده چې هغه زموږ د ولس منحرف شؤي افکار اخلاق کړه وړه بنسټيز اصلاح کړي

د ټولني له اصلاح سره سم به واکمني هم سمو خلکو ته خودبخود انتقال او له دي بدو بحراني حالاتو ووزو

نړۍ وال خوى  پوهان د BBC او داسي نورو شبکو له لارو او د ځينو تپلو چارواکو او دهغوى د خياتانو له لياري زموږ ولس لا نور په فکري اخلاقي بحران کي اچوي تر څو مکمل ددوئ په قبضه کي شو او همدغسي مو سترګي تل د بل جرم اشتباه ته 10 کړې وي او خپله تر ککرۍ په جرمونو خيانتونو کي ککړ اوسو مګر د ځان د اصلاح نه کوم فکر نه کومه اغيزمنه تګلاره وي

زموږ  دهيواد په وينو لړلي حالت کي لکه څومره چې چارواکي مسؤلیت لري دومره دوه برابره ملت مسؤل او د ملت د بحراني افکارو توليد دى

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک