No-IMG

زمونږ ټولنه هم د دولتي ادارو په څير هم له فساد، ټگۍ او غولونې ډک دی

له قصاب نه به غوښه اخلي, زړه غوښه او هډوکې به یي په تله کې پداسې مهارت اچولې وي چې هله به پرې پوه شې چې کور کې دې میرمن ملامته کړې.

د کراچۍ مخکې برخه کې به ماشوم رومیان داسې ایښې وي چې ستا به یي اخستو ته شوق راشې. په تورې پلاستیکې کڅوړه کې به درته سم نیم خسا رومیان له خپلې مخې واچوې. او چې وزن يي زیاد شي نو هغه څو ښه رومیان به هم ترې لیرې کړې.

مڼي, انار, مالټې او نورې میوي به په شوق واخلې, خو کور کۍ به متوجه شې  چې ډيري یي د خوراک ندې.

هر خرڅونکی زاړه خوراکې مواد لومړی خرڅوې او ښه شیان سبا ته پریږدې. خو سبا ته هغه ښه شیان یي هم خراب شې.

ما داسې پلورونکی و نه لید چې د شیانو انتخاب پیرودنکې ته ورکړي او په هماغه تناسب یي قیمت هم لوړ کړې.

ما داسې پلورونکی و نه لید چې د ترکاریو, میوو او نورو توکو درجه بندې وکړې. ښه اجناس په لوړ قیمت او ښکته اجناس په ښکته قیمت خرڅ کړي. دوی  د ښه کیفیت او ښکته کیفیت توکې او موادسره یو ځای کوي او په لوړ قیمت یي خرڅوي.

نرخونه به یي د ښو شیانو او لوړ خو کیفیت به یي ښکته وي. بازارونه مو لکه د دولتې ادارو په څیر له فساد, ټګۍ او غولونې ډک دې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک