ښه شريک يا بزنس پارټنر څنګه وپيژنو؟
حاجي محمد عارف
فکر کؤم په ټبر نورزى وه، اندم 2017 شاؤخوا وفات شو جنت الفردوس دې ځاى روح دې ښاد وي او ان شاﺀ الله له علايمو لومړى درجه جنتي او ولي الله وه
په کابل منډيې کي دوکان او د ايډيډاس بوټونو نمايندګې وه
دعصري او روان دؤر د ملنګۍ سخا عجز بي تاجه پاچا وه، داسي يو عجيب شخصیت وه چې مدرسه پوهنتون خو ئې نه وه لؤستى خو ډېر ستر ستر ملايان علماﺀ ډاکتران انجينرانو به ئې په مهمانخانه کي شپي ورځي تيرولي چي فقط حاجي عارف وويني
حاجي محمد عارف د رب په خلکو کي په انديال پسي وه چي استاد مي شه،، ښاغلى انديال هم يو څلور انيېز ملنګۍ کي ګؤتې وهي داچي تر مرحوم حاجي محمد عارف ئې عمر ډېر کم وه نو به ئې ځان ترې پټاوه ويل به ئې حاجي محمد عارف يو ستر عظيم شخصيت دى هغه چي ماته استاد غږ کوي زه سؤځم
ماته ئې وويل د دکان او نمايندګي برېښنايي چارو کي ور سره مرسته وکړه
ما هم ورسره وليده او د يؤې سکه لور مينه ئې راکړه رښتيا هم يو عظيم شخصیت وه، لما يي کمپوټر، او بخاري، مسلم،، ابوداود، مشکوة شريف سافټ وير او سيستم او لس زريز کتابونو سافټ وير زده کاوه همدارنګه انټرنيت او آفس ما هم په پوره صدق اخلاص دا هرڅه په 20 ورځي کي ورزده کړل هغه هم يو جادؤيي انسان وه يوه خبر به يي يؤځل اوريده بيا تکرار ته اړتيا نه وه يو ځل عملي ښودلو څخه دوهم ځل ته اړتيا نه وه
عجيب شخصيت وه
ډېر شوخ ټوقي هم وه
سره له دې چې يو عجيب ملنګ وه
ستر سخي انسان وه
څومره به ئي چي د ورځي وګټلي
فقط د کور خرڅه به يي تري بيل کړه
نور به يي غوړي، غله بوره چاى، وريځي پري واخيستل
دشپي به يي مول وواهه
سپينه سراچه يي وه
هغه کې به ئې د سهار تر اذانه مسکينانو فقيرانو دروازو ته د اړتیا مواد اچؤل دروازه به يي ور وټکوله چي کور خاوند به دروازه خلاصؤله حاجي محمد عارف به نه وه فقط غټ به يي ورته په کاغذ ليکلي ول
د رب پخاطر زما عذر او خيرات قبول کړه
دځينو خلکو لږ بد ورڅخه راتلل ځکه چې حکمتيار لږ څه ډېر ورباندي ګران وه که چا به حکمتيار پسي بد رد وويل تري مرور به شو بيا هيڅکله نه ور پخلا کيده
يوه ورځ مي تري وپوښتل
جناب حاجي صاحب
تاسو په بزنس کي شريک څنګه ټاکئ يا انتخابوئ
نو هغه وويل په دوو طريقو
لومړى باطني چي په دې اړه بحث حرام دى نشم کولى يوه خبره هم وکړم ما وبښه لوري، انديال په دې پوهېږي له هغه وپوښته
دويم تجربه
چاته ميلمستيا وکړم ښي مستي ورته کيدم چي همهغه لوښي کي مو جوړي کړي وي
سړي ته ګورم چي د مستو سر سر ور ټولؤې که د مقابل خيال هم ساتي
که په تالۍ کې خيال ساتو نو شراکت کې هم ساتي او که غټي غټي چمچي ئې وهلي او د مستو سر سر ئې وخوړ نو پوهه شه سم دم خړوس دى
يا کمونست دى يا کوم غربي کوڅه ډب دى ځان تري ساته
