ټولنيزې ليکنې
نړیوال عکاس کوین کارټر ولې ځان وواژه؟
د ملګرو ملتونو عکاس او تصویر اخیستونکی کوین کارټر په ١٩٩٣ کې سودان ته واستول شو چې د قحطۍ او وچکالۍ ځپلیو حالت عکاسي او نړیوالو ته ورسوي. په دغه کال افریقا کې د ملاریا وبا هم خپره وه او ډېر انسانان یې مړه کړي وو. کارټر یوه ورځ د "ایود" په کلي کې په تصویر اخیستلو بوخت وي چې نا ببره یې نظر پر یو خوار، ډنګر، وږي او تږي ماشوم او ماشوم ته څېرمه په یو ښکاري مارغه پریوځي. کارټر فکر کوي چې مارغه منتظر دی چې ماشوم مړ شي او هغه راشي ویې خوري. زړه یې غواړي چې ورشي او ماشوم له هغه ځایه پورته کړي، خو ورته ویل شوي وو چې په سیمه کې ملاریا خپره ده او دوی باید هېڅ انسان لمس نکړي.
هغه دغه دردناکه شېبه تصویر کړي او همدا تصویر...
نور ولوله
د یلـــــدا شــــپه
یلـــدا د سرياني ژبې لفظ دی یعني زيږيدل، پخواني ایرانیان په دې آند وو چې په دې شپه لمر زیږیدلی دی! نو دا شپه یې د لمر د مولد او پیدایښ په توګه نمانځله. او دا د زردشت مذهب ګروهې دي، زردشتيان نور او رڼا خدایان بولي او د اورنمانځنه یې مهم عبادت ده، دې مذهب زموږ په سیمه هم واک لرلی و نو دلته چې اوس هم يلدا شپه لا یادیږي دا د زردشت اغېزې دي. دومره مهمه خبره نه ده، له پرون او سبا شپو سره یې ایکي یوه دقیقه توپیر ده..
څښتنه! له شرکه پناه غواړو
...
نور ولوله
بوت های من را خوب رنگ کُن !
از خودم بدم آمد ؛ وقتی کـه بـه پسرک گفتم :
بوت های من را خوب رنگ کُن !
و او گفت :
خاطرت جمع باشد مثل سرنوشتم برایت سیاه میکنم.
تااینجاکاپی ازبرگه : افغانستان سرزمین امروزوفردای من
دُعامیکنیم که خُداوند قهاروجبار همچو صحنه های تراژیدو محزون کننده قلبهای ملت مظلوم را هرچه زودترنقطه پایان داده ومردم این خُطه را ازچنگ ظالمان دهرنجات دهد ودرمقابل سرنوشت حال وآینده زُعمای بی درک و بیرحم ، سفاک وتحمیل شده اجانب برکشوررا باایادین ونسلهای ناپاک آنها سیاه وتاریک بگرداند .
تااینکه این تحول بوجود آمده اطمینان خاطر به مستمندان ومستضعفان وآسیب دیدگان این سرزمین باشد ونیزعد...
نور ولوله
امام الذهبي د ځان په اړه
امام الذهبي رحمه الله امت منلی عالم، محقق او محدث دی، سلهاوو کلونه کیږي چې د ده له ښایسته کتابونو مخلوقات ګټې ترلاسه کوي، تاریخ الاسلام او سیر الأعلام النبلاء یې مشهور او خوندور کتابونه دي. دې کتابونو کې یې د امت د ګڼ شمېر عالمانو او پوهانو ژوند لیکونه راجمعه کړي دي. خو د ځان په اړه یې څه نه دي ویلي.
په یوه کتاب کې چې (المعجم المختص بالمحدثين) نومیږي د ځان په اړه شکمن غږیدلی، هلته ځان غائب ښیي او لیکي: کتابونه یې لیکلي، ویل کېږي ګټور دي، ځیني یې خوښوي او ستایي خو علم کې دی پخپل ځان ترټولو ښه پوهیږي، وﷲ المستعان ولا قوة إلا به، که ایمان مې روغ پاتي شي لویه بریا به مې وي.
او په (ذيل ديوان الضعفاء...
نور ولوله
يوه ډېره جالبه!!!
ټامس ایډسن په نړۍ کې يو ستر مخترع او ساينس پوه تېر شوی، تر ۱۰۰۰ ډېرې اختراع ګانې یې کړې دي،چې مشهورې یې د برېښنا ګروپ (بلب)، د موټر بېټرۍ، مايکروفون، ويډيو کامره، فونوګراف او نور...دي.
يوه ورځ په کوچنيوالي کې له ښوونځي څخه کور ته راغی ؛ مور ته یې په پاکټ کې بند يو ليک ورکړ ، ورته ويې ويل دا مې ښوونکي راکړ، او ويې ویل چې يوازې مور ته دې یې ورکړه چې ويې لولي!
مور یې په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې شوې د زوی په مخ کې يادداښت ولوست :
ستاسې زوی يو نابغه دی ، زموږ دا ښوونځی ورته کوچنی دی ، يا ته خپله نور درس ور زده کړه او يا يې بل ښوونځي ته ولېږه.
کلونه...
نور ولوله
په خپلو ماشومانو يې قياس کړئ، آيا څوک حاضر دی چې خپل ماشوم په دې حالت کې وګوري؟
د وظيفې غږ وشو. دروازې ته ووتم، د ژمي سهار وختي، وژونکی يخ، نرۍ جامې، شلېدلی کوټ، شلېدلې پلاستيکي چپلکې، معصومه څېره، چاودلې شونډې، په يو لاس کې د سټيل کاسه، د لاس ګوتې يې د يخ دلاسه تکې سرې، په بل لاس کې پلاستيکي خلته چې د سړو ډوډيو څو ټکړې په کې وې، لس يا يوولس کلن يخ وهلی ماشوم دروازې ته ولاړ و.
د خدای په لحاظ دا سېسټم بايد ختم شي، دا قسم خوراک ټولول په هيڅ لحاظ د دين زده کوونکو سره نه ښايي.
دا کار بايد په ګډه ختم کړو، حکومت، علماء او ولس ټول بايد د دې ذلت امېزه سېسټم د تغيير په اړه جدي فکر او تصميم ونيسي.
په خپلو ماشومانو يې قياس کړئ، آيا څوک حاضر دی چې خپل ماشوم په دې حالت کې وګوري؟
...
نور ولوله
د ښایسته پېغلې او وږي پړانګ کیسه!
ویل کیږي دا دومره ستره جنجالي کیسه ده چې تاریخ کې یې د سړیو او ښځو تر منځ ډېر جنجالونه رامنځته کړي دي، دا د پېغلې او پړانګ کیسه ده چې امریکايي ادیب فرانک سټوکټون لیکلې ده، کیسه د پخوا زمانې د یوه پاچا کیسه ده چې په جرم د تورنو کسانو د محاکمې او سزا لپاره یې یوه نوې او نادره طریقه ایجاد کړې وه.
دا نوې طریقه داسې وه چې په جرم تورن کس به یې د دوو تړلیو دروازو مخته ودروه، د یوې دروازې شا ته به ښایسته پېغله درول شوې وه او د بلې دروازې شا ته وږی پړانګ. تورن مجرم ته به وویل شول چې یوه دروازه خلاصه کړي، که هغه به د پېغلې دروازه خلاصه کړه، په جبري توګه به هغه پېغله ورته په نکاح کېدله او که به یې د پړانګ دروازه خلاصه کړه، نو هغه مجبوره و چې ل...
نور ولوله
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د یوې پېغلې شکایت
عائشة رضي الله عنها وایي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته یوه پېغله راغله، هغه ته یې وویل: یا رسول الله! پلار مې خپل وراره ته کوژده کړې یم، څو په ما سره د هغه عیب پټ کړي. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته اختیار ورکړ. هغې وویل: زه مې د پلار کوژده تائدوم، خو ما دا کار ځکه وکړ چې ښځې پوهه کړم چې د کوژدې په اړه پلرونه هیڅ واک نه لري.
عن عائشة رضي الله عنها قالت : جاءت فتاة إلى رسول الله صلی الله عليه وسلم فقالت: يا رسول الله، إن أبي زوجني ابن أخيه؛ يرفع بي خسيسته. فجعل الأمر إليها، قالت: فإني قد أجزتُ ما صنع أبي، ولكن أردت أن تعلم النساء أن ليس للآباء من الأمر شيء. سنن ابن ماجه 1874 مصنف عبد الرزاق الصنعاني 10001 مصنف ...
نور ولوله
د هوښیارې بوډۍ خوندوره کیسه
بوډۍ وایي: دري زامن مې وو، ټولو ودونه کړي وو، یوه ورځ د مشر زوی کره د شپې لپاره ورغلم، شپه مې وکړه سهار مې له نږور نه د اوداسه اوبه وغوښتلې، هغې اوبه راوړې، اودس مې وکړ، له اوداسه پاتې اوبه مې په هغه توشک تویه کړې، چې شپه مې پرې تېره کړې وه.
بوډۍ زیاتوي: سهار له ناشتې وروسته مې نږور ته وویل: زویه! خپه نه شې، د لوی عمر انسانان همدا ستونزه لري، ما د شپې توشک بېلمازه کړی، که ویې مينځې؟ نږور مې سخته راته غوسه شوه او له خولې یې لاس واخیست* چې څه په خوله ورتله هغه پوچ او سپک الفاظ یې راته وویل، راته کړه یې په منډه توشک ومینځه کنه ...
بوډۍ زیاتوي: توشک مې ومینځه، زوی مې د دې کیسې نند...
نور ولوله
په اسلام کې د ميلمه ارزښت او قدر
يوه ښځه خپل ميړه نه په شکايت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله چې ميړه مې ډير ميلمه پال دي خلک را دعوت کوي ، د ميلمنو ډير احترام کوي او د ميلمنو ډيروالي او پخلي په عذاب او ستړې کړې يم.
رسول الله صلی الله عليه وسلم هيڅ جواب ورنه کړو ، ښځه کورته لاړه . څه وخت وروسته ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې ميړه ته جواب وليږه چې زه نن ستاسو ميلمه يم .
په دې خبره سړي ډير خوشحاله شو ، او خپلي ښځي ته يې اويل چې نن شپه ميلمه لرو او هغه هم رسول الله صلی الله عليه وسلم دي.
ښځه هم ډيره خوشحاله شوه ، په ډيرې خوښي سره يې مزيدار خواړه تيار کړل .
رسول ال...
نور ولوله
چي زما جنازه تیاره شي..!
عبدالله الجارالله
مرحوم (عبدالله الجارالله) له خپل مرګ څخه څو ورځي مخکي ليکلې وه:
مرحوم لیکي...
د مرګ په راتلو خفه نه يم.
او نه هم په دې خفه او باک کوم چي له مرګ وروسته به مي له جسد سره څه کېږي.
ځکه له مرګ وروسته به مي مسلمانان وروڼه لاندي چاري ترسره کړي:
- جامې به راڅخه وباسي.
- غسل به راکړي.
- کفن به راواغوندي.
- له کوره به م...
نور ولوله
مصروفيتونه؛ هغه فتنه چې ټول په کې راښکېل یو
دوکتور صفت الله قانت
هغو وګړو ته چې د ژوند لپاره یې لوی,لوی اهداف ټاکلي وي د مهربانه دعوتګر دوکتور صفت الله قانت رحمه الله, زرینې کرښې!!
بشري ژوند د منډو ترړو او هلو ځلو نوم دی، ترڅو چې انسان عاقل او له روغتيا نه برخمن وي همېشه به په کار او عمل کې بوخت وي چې مونږ همدې ته مصروفيت او بوختيا وايو.
انسانان بوختياوو او مصروفيتونو ته د ځانګړو زاويو نه ګوري، يو انسان پدې اراده او نيت مصروف وي چې هغه بس يوازې د خپل ځان اود خپلې کورنۍ د ژوندۍ پاتې کيدو لپاره هلې ځلې کوي، يو بل بيا د خپل ځان او خپلې کورنۍ د راتلونکي د جوړيدو لپاره بوخت وي، هلې ځلې کوي او په کار او کسب لګيا وي.
خو يو دريم ا...
نور ولوله
عجيبه دنيا ده!
کله چې يو کس چې زموږ ملګری او راباندې ګران وي ناروغ شي ، وايوو الهي امتحان دی او خدای خپل پاک بندګان په خپل امتحان ازمويي.
خو که کوم کس نه وي راباندې ګران او بد مو اېسي ناروغ شي بيا وايوو خدای پاک يې په دې دنيا هم کړوي په هغه دنيا به يې لا څه حال وي؟
او که کوم څوک زموږ دوست و او په کوم مصيبت اخته شو وايوو ښه سړی دی ، سختي او غمونه په دې بندیخانه( دنيا) کې په ښو خلکو راځي.
او چې څوک مو بد ايسي په کوم غم او مصيبت کې ګرفتار شي وايوو حال يې له دغه بدتر کړې ، ظالم و دخپل ظلم سزا په دې جهان ور رسېږي.
متوجه بايد واوسو!
د خدای قضا او قدر په هغه ډول چې زموږ خوښه ده بايد ون...
نور ولوله
څومره بې وفاء ده دا دنیا
د جنازې کټ یې د کور په دروازه را وویست، په لمړي سر کې یې په کور پاتې ښځينه ؤ سره د تل لپاره لیدل ناشوني شول
د جنازې تر شا یې خاوند ، زامن ، خپلوان او خواخوږي په منډه وو
ما يې سپین ږیري خاوند ته کتل چې له درد او غم سره د جنازې تر شا په عجله کې دی
زړه کې مې ویل:
دنیا هم عجیبه ده هغه به هم ورځ وه چې د واده ډولی يې راوړل کیده او شاته يې (وورا) را روانه وه ، د خوشحالی یو ځوږ به وو ، په شونډو موسکا به وه ، هاها به وه
او د يو نوي ژوند پیوند شروع کیده
او نن هم يوه ورځ ده چې جنازه په اوږو اخستل شوې شاته يې ډله خلک ویرجن دي ، چوپه چوپتیا ده ، پیوندونه شلیږي او دردمن زړونه له درده شونډې چيچي
ځان سره مې وويل:
...
نور ولوله
د وزیر ژبه پرې کړئ
پاچا خره او غوایان ولیدل چې پاده کې منظم! او کتار روان وو، پاده وان ته یې وویل: دا خره او غوایي دې څنګه په لاره برابر کړي دي؟ پاده وان وویل: کوم خر یا غویی چې کتار خرابوي سخته سزا ورکوم او د هیچا مراعت نه کوم. او د سزا له وېرې ټول سم روان دي. پاچا ورته وویل: تا ته زه حکومت کې لوړه چوکۍ درکوم، څو زما د هیواد ګډوډې منظم کولو کې مرسته راسره وکړې او هغه ومنله.
پاچا هغه ته لوی قدرت وسپاره او د غلا، ګډوډې او اداري فساد پر خلاف یې مکمل واک ورکړ. د پاده وان د واک کمې شپې ورځې وتلې وې چې یو غل یې ورته راوست، هغه د غلا له کره ثبوت ترلاسه کولو وروسته امر وکړ چې د غله لاسونه پرې کړئ. جلاد د سزا له پلي کېدا مخکې پاده وان ته ورو وویل چې غل د پاچا د ځانګ...
نور ولوله
