No-IMG

د اسلام فضیلت یا غوره والی او د دبې دېنۍ زیانونه - دویمه برخه

د تیرې ليکني په ورستاړ یا ادامه

موږ تاسو په ورځنې ژوند کې هغه سودا اخلو چې موږ ته ګټوره وي بل ته پکي زیان نه وي او د چا حق پکي تلف نشي اسانه او ارزانه وي زموږ ږس پري بر وي

نو اسلام خو یوه داسي سودا ده چې په هغه چې بدني فکري عقلي داخلي او چاپیریالي فردي او اجتماعي ټولي ګټي دي ټول وچ رښتیا احکامات دي،

موږ په اسلام کي په متشباهاتي حکایتو عملي کؤلو مکلف نه فقط په منلو مکلف یو، موږ یوازي په احکاماتو مکلف یو، پس تل د هغه څه په اړه باید موږ فکر وکړو چې ورباندي مکلف یو، دا وګورو چې موږ ته په دې احکاماتو کې څومره ګټي دې او په څومره قیمت راته تمامیږي ددي په بدل کي به زه چاته څه ورکؤم؟

دا ټول به تخنیکي وسپړو لومړی په لنډو ټکو کي د اسلام او بې دینۍ څرګند فرقونه !

اسلام موږ د انسانتوب لوړو رښتینو درجو مرتبو ته لؤړؤي

بې دينې موږ له انسانتوبه د ځناور توب په لور بیايې

اسلام موږ له حیواني نفس ، موږ له شریر نفس موږ له ایغو یا یاګو څخه خپلواکه کوي

بې دينۍ موږ د حیواني نفس، حیواني خواهشاتو یا ایګو غلامؤې

اسلام زموږ او د ځناورو تر منځ څرګند د توپیر لپاره اخلاقي ستر دیوال درؤي

بې دينۍ زموږ او د ځناورو تر منځ د ځناور توب حتا فرق ورکؤي له موږ سم دم ځناور جوړؤي

که هر څوک اعتراض لري دا ګز او دا میدان د انسان او د ځناور تر منځ توپير دې روښانه کړي

اسلام زموږ هر یوه نر ښځې برخې یا حقوق د عدل او انصاف له مخې سره وېښې

بې دینۍ موږ د مساواتو تر جعلي شعار لاندي د بې عدلۍ په لور ټیل وهي

اسلام انسان له داخل او دباندې څخه ښکلی او لؤړؤي

بې دينۍ انسان له دباندي او دننه ځناور او بد شکله کؤي

اسلام موږ مؤمن کؤي یاني بشپړ رښتنی انسان راڅخه جوړؤي

او بې دينۍ ایمان نه پيژني له موږ بې ایمانه تر ځناورو لویدلي ماده پرست جوړؤي

زموږ په ژوند کي دري اصله یا دري آره ډېر بنسټيېز دي لکه

امنا:-

یاني دخپلو ټولو مادي او څرګندو حقوقو یا پکتونو یا برخو له نورو ټولو ځناورو انسانانو چاپیریال او زیانمنو شیانو زیانمنو کړنو زیانمنو خوځښتونو ساتل څخه ساتل او د نورو ټولو نورو ټولو ځناورو انسانانو او زیانمنو شیانو زیانمنو کړنو زیانمنو خوځښتونو حقوق له خپله تنه ساتل چې تلف نکړل شي

ایمونا:-

یاني د خپل بدن داخلي د ساتني نظام له هر هغه خوځښت کړ او څه څخه ساتل چې داخلي دفاعي نظامي زیانمن نکړي او د نورو انسانانو داخلي دفاعي نظام له خپله هر هغه کړ خوځښت او څه څخه ساتل چې د بل داخلي دفاعي نظام ته زیانمن نه وي، لکه جعلي درمل، زیانمن درمل، چټلي خپرؤل بې نظافتي کؤل، زیانمن څه خرڅؤل یا چاته ورکؤل او داسي نور

ایموناڅ:-

ایمو یاني دفاع ساتنه او ناڅ مانا د څپو موج ،

په دې آر یا اصل کې موږ اړ یو چې خپل فکري عقلي سوچي او بدنې د ارتعاشاتو یا څپو نظام له ټولو یا هر ډؤل زیانمنو څپو یا ارتعاشاتو څخه وژغورو موږ خپل ارتعاشات منظم او سمنبال وساتو، او همدارنګه هیڅ داسي کړ داسي خوځښت داسي فکر داسي پلان ونکړو چې له وجې ئې د کوم بل انسان فکري، عقلي یا د هغه بدني ارتعاشي یا څپه اېز نظام ته زیان اوړي

د څپو لهرونه، تاسو ژور پام وکړئ که تاسو ډېر وږي تږي یاست اوس سمدستي ډوډۍ ته ناست یاست ښه اشتها هم ورته لرئ مګر څوک په دې وخت یو شکنځل یا پیغور درکړي ستاسو ټوله لؤږه خرابيږي، که څه هم هغه نه فزیکي نه عملي وهلي یاست مګر دا هر څه در زهر کړي ددي مانا داده چي څپي یا ارتعاشات د انسانانو په ژوند کي یو اصل دی یو رښتیا دي.

د مادي اصلي یا رښتني تعریف هم دادی چې

د ارتعاشاتو یا وایبریشن قؤې متراکمي بڼې ته ماده ویل کیږي.

پس زموږ سوچ، فکر دا ټول ارتعاشات دي

زموږ سم لباس یا ناسم لباس هر یو ځانګړی د ارتعاشاتو یا وایبریشن پریکانس لري چې دغه پريکانس د بل ارتعاشي یا وایبریشن ارتعاش د بل انسان داخلي ارتعاشات متضرر کولی شي یا زیانمن کولی شي، ځکه خو اسلام کې د ښځو او سړیو په ځانګړې با وقاره با عزته پړده او ستر حکم دی ، یوه بې ستره ښځه په اسانۍ سره د یو ځوان یا سړي ته داسي ارتعاشات ورکؤلی شي چې هغه څوسن یا شهواني کړي، د هغه فکر تخریب کړي، همدا رنګه ډمتوب نڅاګاني ټول یو ډؤل بد زیانمن ارتعاشات خپرؤل دي

جادو سحرکول یا  له ټیلي پیهتي او هیپناټزم څخه ناوړه ګټه اخیستل یا له خپل فکري ارتعاشي قؤت څخه ناوړه ګټه اخیستل، خیالي ذهي زنا کؤل (موټک) دا ټول د ناوړه ارتعاشاتو یا وایبریشن لیږدولو بڼې دي

ددې دريو اصلونو ټولي ۷۲ څانګي دي هری یو اصل لکه پورته چې مو ولوستل پخپل ځان کي په دوو ۲ دوو برخو وېښل شوی لکه یوه برخه د ځان ظاهري داخلي او څپه اېزه ساتنه

دوهمه له خپل تن څخه د نورو  ظاهري ، داخلي او څپه اېزه ساتنه کؤل دي

دې دریو ارونو پر ځان تطبق کؤلو سره ژؤر پام وکړئ له یو انسان څخه څومره ښه مخلوق جوړيږي؟

ددې دریو ارونو څانګي ټولي ۷۲ دي او ددې کړنو پایلي یا حاصل یا ګټي ته ایموناځ ویل کیږي

ایمو ساتني یا دفاع ته ویل کيږي او ناځ د انسان پر سر لؤړ د انسانیت شفقت فضیلیت پکړۍ یا تاځ ته ویل کيږي

په آر کي ددي کړنو په پایله یا حاصل کي یو انسان ظاهري او باطني یو ځانګړی د بشپړیت یون یا مزل کؤي چې یو خاص څخه تر لاسه کؤي یاني د ځانګړو انوارو یا وایبریشن  د الفا، بیټا، ډیلټا، دیټا، ګاما ، ژنیا او دهوریا وړانګو یوه ځانګړی غښتلي غوټه یا بنډل یا دسته تر لاسه کؤي چې دغه بنډل دغه دسته یا دغه نوراني قوه بیا هر کس د انسانیت عالي لؤړي مرتبي ته چګؤي

دغه انوار چې کله بشپړ شي بیا هیڅکله انسان نه پرېږدي بل څوک ورڅخه متضرر شي او هیڅوک نه پريږدي همدا وړانګي لرونګی یا ایموناځ لرونکی په رښتیا سره زیانمن یا متضرر کړي

دا مې دآریانا،  پراسایکالوژي یا لؤ خوی پوهني ، سایکلوژي او نیورولوژي له اډاني وليکل

خو اسلام

ډېر په کمال سره دا دري واړه آره یا اصلونه په ډېر مختصر او له حکمت مانا څخه ډک نوم کې را نغښتلي چې ایمان نوم ئې ور کړی او هر څوک چې ایمان ولري هغه کس ته مؤمن ویل شي

یاني

ایمان په یو کس کې هغه ډېریدونکي او کمیدونکي ساتندویه ځواکي او ژواکي (مادي او معنوي) ساتندویه نوراني وړانګي دې چې لرونکی له هر ډؤل بدني فکري یا چاپیریالي زیانمني کړني څخه ساتي او د وحدت په لور ئې سؤق کؤي او همدا رنګه هر څوک هر څه د ایمان لرونکي له بدني ، فکري، عقلي، قؤلي تحریري تقریري، څپه اېز شر څخه په امن کؤي او د وحدت ژغورني په لور انسانان سؤق کؤي

یاني

موږ تاسو ټول په لنډه کې خبر یو او پوهیږو چې د اسلام تر ټولو ستر مقصد د انسانانو مؤمن کؤل دي، د انسان د ژوند هدف هم مؤمن کؤل ټاکي، یاني ایمان ورکؤل دي تاسو نن په لنډه کې دا زده کړل چې اسلام زموږ لپاره څومره ژور حکمتي بنسټيز د نېکمرغۍ بشپړ سالم پلان لري

موږ دا څه کؤ چې پلانکی څه وايې او پلانکی څوس هؤس ځپلی څه وايې؟

موږ دا څه کؤ چې یو یوڅوک چې تر ننه یوازي په موجوداتي آلم او د نس لاندي نس په غلامۍ کې غرق دی د هغه څو ماشومانه یا ځناوري تنقیداتو ته غؤږ شو او په تشویش کي شو چې دا څه وايې؟

هیڅ اړتیا نشته

کله چې په هر چا کي د ایمان د نور یا وړانګو حد اقل ۵۵ څانګي هم فعال شي هغه دا ټول حقایق درک کؤلی او سنجولی ځوابولی شي

خو

کچیري رب (ج) مکړه موږ هم لکه ملحدان لکه حق پټونکي (کافران) د ایمان اسلام هر څه مانا د خپل میل سره سمه په ظاهري حواسو او د ایمان له نور څخه پرته کؤ نو بیا به ارو مرو ورسره سرګردانه یو

نو د اسلام دا ګټه دا انعام دا ډالۍ چې له موږ مؤمنان جوړؤي د ټولي نړۍ تر سیم زرو بها ګوهر دي،

موږ چې پورته څه وویل ددې ټولو عملي تخنیکي تجربؤي ماخذي او اسلامي تثبیت په درېمه برخه کي و څارئ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک