د هېواد او نړۍ خبرونه
د حکمتيار صاحب اوومه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې سره شوه
پنجشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۹مه:
د «سلفي شم، که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د محترم حکمتيار صاحب ۷مه درسي او تعليمي حلقه د حزب اسلامي افغانستان د غونډو په تالار کې دائره شوه. په نننۍ درسي حلقه کې مشر د نوي درس تر پيل وړاندې د رفع اليدين او ورته نورو إختلافي رواياتو په اړه په تېرو درسونو لنډه رڼا واچوله او له هغه وروسته يې د «جمع صلاتين» په اړه خپله نوې درسي مُحاضره وړاندې کړه.
محترم حکمتيار صاحب وويل: د مذاهبو تر منځ يوه بله إختلافي موضوع داده چې آيا په سفر کې دوه لمونځونه يو ځای کول جائز دي او که نه؟ آيا په قرآن کې يې د جواز له پاره کوم دليل او شاهد مومو؟
همدې پوښتنو ته مشر د ځواب ويلو په پار د سورة النساء ۱۰۱ ن...
نور ولوله
مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې ۲۰۲۱ دوی لپاره يو فرصت لرونکی او برخليک ټاکونکی کال وو، خو ضايع مو کړ.
ډاکټر عبدالله ليکلي، چې هيله لري ۲۰۲۲ کال په ټوله نړۍ کې د سولې او سوکالۍ کال اوسي.
✒: د ا.ا د امربالمعرف او نهي عن المنکر وزارت طا_لب پوځيانو ته لارښوونه کړې چې پر خپل سر د چا موبایلونه چېک نه کړي.
پر ټوېټر د دغه وزارت اړوند پاڼه کې ليکل شوي، "ټولو مجاهدینو ته امر شوی چې د هېچا خصوصي حریم نقض نکړي. د تکرار په صورت کې به مجازات او د ا.ا له صف څخه اخراج شي که د چا موبایل، کور، دوکان بې ځایه پلټل...
نور ولوله
محترم حکمتيار صاحب د غزني، باميان او فارياب ولايتونو له جهادي مشرانو او مسئولينو سره وکتل
نن چهارشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۸مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير نن له غرمې مخکې د غزني، باميان او فارياب ولايتونو له يو شمېر جهادي مشرانو او مسئولينو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد په روان سياسي او أمنيتي وضعيت تفصيلې خبرې وشوې.
راغلو مشرانو د خپلو اړونده ولايتونو په اړه وويل:
وضعيت الحمدلله تر ډېره بريده ښه دی، د مسئولينو تعامل له رعيت او نورو سياسي جهتونو سره په متقابل احترام او درنښت ولاړ دی.
قدرمن حکمتيار صاحب وويل: هيله مند يو چې وضعيت نور هم د بهبود خواته لاړ شي، او په کومو برخو کې چې لا هم ستونزې شته د حل له پاره يې بايد ټولې خواوې په ګډه سره...
نور ولوله
مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې په اساس په هیواد کې په بهرنیو اسعارو د معاملاتو د مخنیوي لپاره ځانګړي ګروپونه جوړیږي.
✒: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کابل پلچرخي زندان څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې، « اسلامي امارت د تېرو شلو کلونو په بهیر کې سخت پړاوونه وهلي خو لله الحمد چې په دې ټوله اوږده موده کې نه تر خپل مقدس هدف تیر شوی او نه یې هم له دښمن سره سازش کړی دی.»
✒: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق کابل نیوز سره خبرو کې ټولنیزو رسنیو کې رییس الوزرا ته منسوب شوی غږ ...
نور ولوله
حماسه ی تقبیح روز تجاوز قشون سرخ در مکاتب حزب اسلامی افغانستان
روز دوشنبه در مکاتب حزب اسلامی افغانستان (حضرت قيس بن سعد رض) واقع نصرت مينه جلسه به مناسبت تقبيح ششم جدی از طرف رياست حزب اسلامی افغانستان برگزار گرديد، مسئول نصرت مينه محترم عبد الجليل شفقيار، بزرگان، استادان در اين پروگرام شرکت کرده بود، محترم شفقيار صاحب در مورد تجاوز قشون سرخ صحبت نمود و از محترم حکمتيار صاحب و محترم صافی تشکری کردند که ماهانه فيس 365 نفر شاگردان بی بضاعت و ايتام مدارس، و مکاتب اناث و ذکور را ميپردازند، و با معيوبين و اهالی بی بضاعت نصرت مينه کمک ميکنند.
28-12-2021
...
نور ولوله
مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: کابل کي د اسلامي امارت ځواکونو په موټر چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي.
کورنیو چارو وزارت وایي، چې نن مازديګر د کابل څلورمې حوزې اړوندګل سرخ څلور لاري سره په یوه ګلدان کې ایښودل شوی ماین چاودلی، چې په پايله کې يې د اسلامي امارت دوه سرتیري ټپيان شوې دي.
✒: په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو لخوا د پخواني حکومت د یوه نظامي د شکنجې ويډیو لاس په لاس کیږي.
ویل کیږي په دې ویډیو کې طالبان د جمهوري نظام پر مهال د سېلاب قول اردو د دویمې پلې لېوا د کنډک قوماندان رحمت الله قادري پرته له محاکمې شکنجه کوي...
نور ولوله
مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ملکي هوایي چلند اداره وايي، هغه درې پایې رادار به د کابل، هرات او بلخ په هوايي ډګرونو کې نصب شي، چې تېره جولای میاشت کې له فرانسې څخه افغانستان ته راوړل شوي وو.
یاده اداره وايي، د کابل هوايي ډګر رادارونه هم نصبېدو ته چمتو شوي دي
✒: د سالنګونو لویه لار د ډيرو واورو د ورېدو له کبله د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسول عبیدالله عبید وايي، په شمالي او سوېلي سالنګونو کې د ډیرو واورو د ورېدو له کبله دا لار د لویو باروړونکو موټرونو پر مخ تړل شوې ده.
...
نور ولوله
مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د پاسپورټ ریاست وايي، له نن څخه وروسته به د پاسپورټ لپاره لیکل شوي غوښتنلیکونه ونه منل شي. د پاسپورت ریاست مشر علم ګل حقاني زیاتوي، چې له دې وروسته باید هېوادوال د انلاین فورمې په ډکولو سره د پاسپورټ ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.
✒: د ښځو د حقونو فعالې او له طالبانو سره د پخواني نظام د مذاکراتي پلاوې غړې حبیبه سرابي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو ټولو ستونزو لامل له واک سره د اشرف غني لیونۍ مینه وه.
✒: طالبانو په موټرو کې د موسیقۍ په غږولو بندیز لګولی.
...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب شپږمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې سره شوه
جُمعه، د جدي ۳مه:
د (سلفي شم که مذهبي پاته شم) تر عنوان لاندې د قدرمن حکمتيار صاحب شپږمه درسي حلقه د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې دائره شوه. نننۍ درسي حلقه کې چې ګڼ شمېر ورونو او خویندو په کې برخه اخيستې وه، د (قرائت خلف الإمام) په موضوع تفصيلي بحث وشو.
قدرمن حکمتيار صاحب د يادې إختلافي موضوع په اړه وويل:
د مذاهبو تر منځ يوه إختلافي موضوع داده، چې آيا مقتدي به قرائت خلف الإمام کوي او که نه؟ آيا د فاتحې لوستل پر إمام او مقتدي دواړو فرض دي، که يوازې پر إمام؟ آيا د فاتحې لوستل فرض دي او که غوره؟ آيا له فاتحې پرته لمونځ صحيح کېږي؟ د فاتحې لوستلو په اړه قرآن او أحاديث څه وايي؟...
نور ولوله
مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت د تصفيې کميسيون وايي، چې تر اوسه يې ۱۸۹۵ تنه نامطلوب کسان له خپلو لیکو ایستلي دي.
باختر دولتي اژانس ددې کمېسیون په حواله لیکلي، چې په ايستل شويو کسانو کې يو شمېر ولايتي رييسان هم شامل دي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي له سي ان ان سره په خبرو کې ويلي، چې اوس وخت کې حقيقت دا دی، چې طاـلبان د افغانستان واک په لاس کې لري؛ نړيواله ټولنه دې ورسره همکاري وکړي او اړيکې دې ور سره غښتلې کړي.
✒: د ولسي جرګې پخوانی غړی نرندرا سنګ خالصه وايي، چې له هېواد لاړ خو...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب پنځمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې سره شوه
پنجشنبه، د جدي ۲مه:
د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې د (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې د قدرمن حکمتيار صاحب پنځمه درسي حلقه دائره شوه، چې ګڼ شمېر ورونو او خویندو په کې برخه اخيستې وه. په ياده درسي حلقه کې معزز حکمتيار صاحب د رفع اليدين إختلافي مسئلې په اړه وويل:
موږ د مسلمانانو يووالی غواړو، په فروعي فقهي مسائلو کې إختلاف د دې وړ نه ګڼو چې له امله يې مسلمانان سره بېل شي او د يو بل پر ضد د دُښمنۍ جبهات پرانېزي. مخصوصاً په داسې حال کې چې ټول کفري ځواکونه په يو صف کې د مسلمانانو پر ضد ودرېدلي. يوازې د دې له پاره چې د دغو فرعي إختلافاتو حقيقت څرګند شي، دا بحث وړاندې کوو.
حکمتيار صاحب ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: واشنګټن پوسټ په یو راپو کې وايي، تېرو ۴ میاشتو کې زرګونه طالبان او پلویان یې، د دوی د مشرانو په بلنه له پاکستانه، افغانستان ته تللي، څو هلته د دوی اوسنی حکومت پیاوړی کړي.
په راپور کې زیاته شوې، د طالبانو لوړ پوړو چارواکو په پاکستان کې د افغان کډوالو او په مدرسو کې په زدهکړو بوختو زدهکوونکو څخه غوښتي چې افغانستان ته ولاړ شي او هلته د طالبانو سره د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي او د هغوی صفوف تقویه کړي.
د پاکستاني طالبانو یوه غړي یادې ورځپاڼې ته ویلي چې دغو کسانو ته د افغانستان دهویت تذکرې ترڅنګ د تابعیت ورکولو وړاندیزونو هم شوې دي...
نور ولوله
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير د مختلفو ولاياتو له يو شمېر جهادي قومندانانو سره وکتل
سه شنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د قوس مياشتې دېرشمه
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير نن غرمه د مختلفو ولاياتو له يو شمېر جهادي قومندانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې قدرمن مشر د هېواد وروستي وضعيت په اړه له يادو جهادي مخورو سره تفصيلي خبرې وکړې، او د وروستيو پرمختګونو او ننګونو په اړه يې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د حکومت سره اوږه پر اوږه د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
قدرمن مشر همدا راز په شمالي کې وروستیو احتمالي چېلنجونو ته پر کتو سره وويل: حزب په شمالي کې پراخ نفوذ لري او خپلو ټولو افرادو ته مو سپارښتنه داده چې له حکومت سره يو ځای د احتمالي چېلنجونو په دفع کې خپلې مُخلصانه هڅې و نه سپموي.
ناويلي دې پاتې نه وي چې د يادې کتنې ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د رٸيس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه شوې.
په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت دې د هيواد د شهيدانو کورنۍ ته د هر يتيم پر سر ٢زره افغانۍ، د فلج شخص پر سر ١٥ زره افغانۍ او هر د دوو اندامونو معلول ته دې ١٠ زره افغانۍ د مرستې په توګه ورکړي.
✒: نن د کابل په بازارونو کې یو ډالر د ۱۰۵ افغانیو په بدل کې تبادله کیږي.
✒: د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د ۲۳ سیمه ییزو او ولایتي روغتونونو ۱۰ زره کارکوونکو ته یې میاشتنۍ تنخواګانې ورکړې دي...
نور ولوله
د اسلامي پوهنتون مسئولينو له محترم حکمتيار صاحب سره وليدل
جمال الدين اصحاقي
سه شنبه؛ د ۱۴۰۰ ھ ش کال د قوس مياشتې دېرشمه.
نن له غرمې مخکې د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير د اسلامي پوهنتون د مرکزي څانګې رئیس ښاغلي احمد ذکي، د ياد پوهنتون علمي مرستيال محمد عارف ملکيار، ورسره راغلي پلاوي او په کوټه سنګي کې د ياد پوهنتون طبي څانګې له مسئولینو سره وکتل. په دې کتنه کې د اسلامي پوهنتون پر پرمختګونو، ننګونو او ستونزو تفصيلې خبرې وشوې.
ښاغلي ذکي وويل: نږدې له يو کال راهيسې چې زه د اسلامي پوهنتون د رئيس په توګه ټاکل شوی يم، هڅه مو کړې چې د ياد پوهنتون له طبي څانګې سره چې په کوټه سنګي موقعيت لري ښې او دوامداره اړيکې ولرو او هڅه کوو چې دا اړيکې لا پیاوړې شي.
د ياد پوهنتون علمي...
نور ولوله
