No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏واشنګټن پوسټ په یو راپو کې وايي، تېرو ۴ میاشتو کې زرګونه طالبان او پلویان یې، د دوی د مشرانو په بلنه له پاکستانه، افغانستان ته تللي، څو هلته د دوی اوسنی حکومت پیاوړی کړي.

‏په راپور کې زیاته شوې، د طالبانو لوړ پوړو چارواکو په پاکستان کې د افغان کډوالو او په مدرسو کې په زده‌کړو بوختو زده‌کوونکو څخه غوښتي چې افغانستان ته ولاړ شي او هلته د طالبانو سره د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي او د هغوی صفوف تقویه کړي.

‏د پاکستاني طالبانو یوه غړي یادې ورځپاڼې ته ویلي چې دغو کسانو ته د افغانستان دهویت تذکرې ترڅنګ د تابعیت ورکولو وړاندیزونو هم شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغه راپور بې اساسه بللی دی، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏اسلامي امارت د کابل د پاسپورټ په ریاست د ځانمرګي برید مخه نیولې او ځانمرګی یې تر ځانمرګي مخکې له منځه وړی دی. وايي، چې له مخکې معلومات وو. پنجشنبه د طالبانو خپلو منسوبینو ته مختص کړې وه چې پاسپورټونه واخلي.

: ‏شېر محمد عباس ستانکزی په بلخ ولایت کي:

قول اردو ته راغلم چې له تاسو زلمیو مننه وکړم.

زموږ ټوله سیاسي بریا ستاسې د جانبازیو مدیونه ده.

نن چې مو په ملت چاپې/بمبارۍ نشته؛ تاسو په خپلو وینو دا د وینو بهولو سېلاب ډب کړ. تاسې د خدای پر دین ننګ وکړ او رب دا بریا ولوروله.

اوس به پر دې ملت وزرې غوړوو.

: ‏ازبکستان له لوري مرسته شوې خوراکي، البسه، سون توکي اونورې بشري مرستې د حېرتان بندر له لارې د اورګاډي پرمټ بلخ ته را ورسېدې.

دغه توکي دافغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرکشوف له لوري دبهرنیوچاروسیاسي معین ښاعلي ستانکزي په حضور کې افغان لوري ته وسپارل شول.

: ‏کورنیو چارو وزارت د رویټرز هغه راپور رد کړی، چې ګنې ملګري ملتونه د خپلو ادارو امنیت لپاره طالبانو ته شپږ میلیونه ډالر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت وایي هغه راپورونه چې ملګري ملتونه د خپلو ادارو او ودانيو د امنیت په خاطر دې وزارت ته د شپږملیونه ډالرو وړاندیز کړی حقیقت نه لري.

: ‏د هېواد د پوځ لوی درستيز د ننګرهار له ولايتي  مسئولينو سره د ننګرهار ولايت،  لعلپورې ولسوالۍ کې له ډيورنډ کرښې ليدنه کړې.

دوه ورځې وړاندې افغان ځواکونو ډيورند کرښې سره څېرمه د پاکستاني ځواکونو اغزن تار ټول او د دوی د نيواکګرو کړنو مخه يې ونېوله.

: ‏د ا.ا.ا سیاسي مرستیال د هیواد د اهل هنود او سېکانو شورا استازو سره کتنه کې ويلي، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ټول هغه قومونه،  چې په دې هیواد کې ژوند کوي، په امنیت کې د ژوند کولو او د دې هیواد په ابادۍ کې د برخې اخیستو حق لري.

: ‏د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې اوس وخت کې د هېواد اوويا سلنه اوبه ضايع کېږي او په تېر وخت کې په ښه او منظم ډول د اوبو مديريت نه دی شوی، دغه وزارت وايي، چې د ۱۴۰۱ل کال په پراختیايي بودجه کې د کمال خان، شاه او عروس اوبو بندونو او د اوبو مديريت نورو برخو کې چارې تر سره کېږي او له تیرې پاتې پروژې به هم بشپړې شي.

: ‏مسوولين وايي، چې د تېرې شپې زیاتې واورې له امله د سالنګونو لویه لار د سترو او  باروړونکو موټرو تګ - راتګ پر مخ تړل شوې.

: ‏د مخابراتو وزارت مسوولین وایي چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه ۱.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

: ‏د افغانستان ا.ا نظامې محکمې ویلي چې د غوره عدالت د پیلتابه لپاره اړینه ده چې د قانون عملي کول له ځانه پیل شي. د ا.ا د نظامي محکمې رییس مولوي عبیدالله ویلي چې د عدالت د عملي کولو لپاره اړینه ده چې قانون لومړی پر خپل ځان عملي شي او له هغه وروسته پر خلکو.

: ‏نن دوه ترکي او قطري پلاوي کابل ته راورسېدل. په پام کې ده دا پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د افغانستان پنځوو هوايي ډګرونو اداره کېدو په اړه خبرې وکړي.

: ‏د ننګرهار د مرکز هډې فارم په دوهم بلاک کې پر ۲۵ جريبه ځمکه د خرما د نوي بڼ جوړولو چارې پېل شوې.

په دغه نوي بڼ کې ټولټال ۱۲۰۰ د خرما ونې کېنول کېږي.

: باختر آژانس: ‏د ا.ا.ا. زعیم امیر المومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده پرون په قندهار کې د دغه ولایت دمرکز او ولسوالیو له لسګونو دیني عالمانو سره وکتل.

په دې کتنه کې امیرالمومنین دیني عالمانو ته د بریا مبارکي وویله او له دوی یې غوښتنه وکړه چې په همغږۍ او یووالي سره د خلکو خدمت وکړي او ‏خپل منځي اختلافات له منځه یوسي.

په همدې حال کې دیني عالمانو خپل نظرونه او ستونزې د ا.ا.ا. له زعیم سره شریکې کړې.

د ا.ا.ا. امیر المومنین دیني عالمانو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې علماء کرام هر وخت ورسره خپلې ستونزې او مشورې شریکولی شي.

: ‏د ا.ا.ا. د مالیې وزارت د بشردوستانه او پراختیایي فعالیتونو اسانولو په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک هرکلی وکړ. دوی دغه پرېکړه له خلکو، خصوصي سکټور او د هېواد د بانکدارۍ سکټور په برخه کې یو ستر ګام بللی دی.

: جو بایدن، رئیس جمهور آمریکا در مصاحبه با شبکه ای‌بی‌سی اظهار داشت درصورتی که وضعیت سلامتی وی مناسب باشد، برای انتخابات 2024 نیز نامزد خواهد شد.

بایدن در پاسخ به سوالی مبنی بر اینکه آیا قصد نامزدی در انتخابات ریاست جمهوری 2024 را دارد یا نه، گفت: من به شدت برای سرنوشت احترام قائل هستم. سرنوشت بارها در زندگی من تجلی کرد. اگر آن موقع هم مثل الان خوب باشم، دوباره کاندیدا خواهم شد.

بایدن همچنین در پاسخ به سوال دیوید مویر، مجری این شبکه مبنی بر اینکه قصد رقابت با دونالد ترامپ، رئیس جمهور پیشین آمریکا را دارد یا نه، تصریح کرد: اگر کاندیدا باشد چرا با ترامپ رقابت نکنم. این توقع رقابت را بالا می‌برد.

: مولود چاووش‌اوغلو و آنالنا بائربوک وزرای امور خارجه ترکیه و آلمان تلفنی گفتگو کردند.

چاووش‌اوغلو طی این گفتگوی تلفنی، انتخاب بائربوک به عنوان وزیر خارجه آلمان را به وی تبریک گفت.

همچنین روابط دوجانبه، افغانستان، تنش میان روسیه و اوکراین و تحولات مربوط به بوسنی و هرزگوین از دیگر موضوعات مطرح شده در این گفتگوی تلفنی بوده است.

: با ادامه روند کاهش ارزش دلار آمریکا در برابر لیر ترکیه پس از اعلام برنامه جدید اقتصادی رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه هر دلار امروز به سطح 10.25 لیر کاهش یافت.

بدین ترتیب نسبت دلار به لیر به پایین ترین میزان خود از16 نوامبر رسید.

هر دلار آمریکا هفته گذشته تا 18.3674 لیر رسیده بود که هم اکنون با 44.2 درصد کاهش ارزش مواجه شده است.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره د ژمنتیا او ټولیز اقدام یوه ښه بېلګه ده. بلېنکن په یوه ټویټ کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، د امریکا په مرسته د کرونا واکسین لومړۍ جوپه افغانستان ته راورسېده چې په مرسته شویو توکیو کې د کرونا واکسین يو مېليون ډوزه شامل دي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او له افغانستانه د امریکايي اتباعو او د هغوی د سیمه‌ییزو همکارانو په خوندي وتلو کې د قطر د رول په اړه، خبرې وکړې.

: ‏برېټانیا وایي له افغانستان سره خپلې مرستې ډېروي. برېټانوي ديپلومات کریسټین ترنر په تازه څرګندونو کې ویلي برېټانیا غواړي له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې دوه برابره کړي.

: ‏امریکا او اسراییلو د ایران پر وړاندې د واحد دریځ پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان اسراییلو ته تللی او هلته یې له اسراییلي چارواکو سره د ایران پر وړاندې پر احتمالي اقداماتو خبرې کړې دي.

: ‏په مالیزیا کې سیلابونو ۲۷ کسان وژلي دي. د مالیزیايي رسنیو د راپورونو له مخې څو ورځې پرله پسې باران ددې سبب شوی چې په لارو او سړکونو کې سیلابونه راشي او همدا راز په ځينو سیمو کې دغه سیلابونه د ودانیو د نړېدو سبب شوی دی.

: ‏روان کال هم د تېرو کلونو په پرتله په سوریه کې کورنۍ جګړې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی. د بشري حقونو د څار یوه ډله وایي چې روان کال په سوریه کې ۳۷۴۶ کسان وژل شوي چې د تېر کال په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

: ‏وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین امریکا ته د روسیې پولو ته څېرمه د پاروونکو اقداماتو له امله نظامي ګواښونه وکړل، په روسیه کې د امریکا پخواني سفیر ویلي چې د پوتین ګواښونه وېروونکي دي.

: ‏د امریکا د مالیې وزارت درې عمومي جوازونه صادر کړل څو په افغانستان کې بیوزلو کسانو ته بشري او نورې مرستې برابرې شي.

پر طالبانو له بندیزونو سره سره، دا جوازونه امریکا، نړیوالو ادارو او غیر حکومتي بنسټونو ته اجازه ورکوي څو په افغانستان کې فعالیت ولري او بیوزلو خلکو ته مرستې ورسوي.

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستان سره د مرستې لپاره د امریکا وړاندېز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ.

په دې پریکړه لیک کې راغلي، چې د پیسو د ورکړې اجازه ورکوي، له نورو مالي او اقتصادي سرچینو څخه د استفادې مخه نه نیسي او افغانستان سره د مرستې رسونې د لارو چارو مخه نه نیسي.

‏تردې مخکې چین د روسیې په ملاتړ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا له خوا وړاندې شوې د یوه پریکړه لیک مسوده رد کړې وه.           

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک