مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې ۲۰۲۱ دوی لپاره يو فرصت لرونکی او برخليک ټاکونکی کال وو، خو ضايع مو کړ.
ډاکټر عبدالله ليکلي، چې هيله لري ۲۰۲۲ کال په ټوله نړۍ کې د سولې او سوکالۍ کال اوسي.
✒: د ا.ا د امربالمعرف او نهي عن المنکر وزارت طا_لب پوځيانو ته لارښوونه کړې چې پر خپل سر د چا موبایلونه چېک نه کړي.
پر ټوېټر د دغه وزارت اړوند پاڼه کې ليکل شوي، "ټولو مجاهدینو ته امر شوی چې د هېچا خصوصي حریم نقض نکړي. د تکرار په صورت کې به مجازات او د ا.ا له صف څخه اخراج شي که د چا موبایل، کور، دوکان بې ځایه پلټل شوی وي، یا یې شخصي حریم نقض شوی وي تر ټولو نږدې امنیتي حوزې یا ولسوالۍ ته دې شکایت وکړي."
✒: د بلخ د برېښنا شرکت مسوولين وايي، د لومړي ځل لپاره د هېواد د برېښنا برخې انجنیرانو د بهرنیو انجنیرانو له همکارۍ پرته، د ۵۰ میګاواټه برېښنا د لېږد تخنیکي ستونزه حل کړه.
د دوى په وينا، دوی يو ترانسفرمر بېرته جوړ کړ، چې څلور مياشتې وړاندې يې تخنيکي ستونزه پيدا کړې وه د دغه ترانسفرمر په فعالېدو سره، د نېږدې پنځوس زره کورنيو د برېښنا د کمښت ستونزه هواره شوې ده.
✒: رئیس الوزرا د متحده عربي اماراتو له پلاوي سره په ارګ کې کتلي.
اسلامي امارت وایي، په دې کتنه کې د متحده عربي اماراتو د هویت، تابعیت، ګمرګونو او بندرونو د امنیت لپاره د فدرالي ادارې رئیس علي محمد بن حماد الشامسي ویلي، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغان حکومت سره همکاري کوي.
دغه کتنه، چې په ارګ کې ترسره شوې د اماراتو د پلاوي مشر ویلي، چې عربي امارات د اسلامي امارت په غوښتنه افغانستان کې د سوداګرۍ او اقتصادي پیاوړتیا، په هلمند او کندهار کې د بندرونو د جوړولو، د رېل پټلۍ او لمریزې برېښنا په بنسټیزو پروژوکې هر ډول مرستې او پانګونې ته چمتو او لېواله دي.
✒: کابل کې زرګونو تنو د امریکا خلاف لاریون وکړ
لاریونوال: امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
✒: وروسته تر هغه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وویل چې پر ډیورنډ کرښه باندې د اغزن تار لګولو چارې پایته په رسېدو دي، د افغانستان ا.ا ویلي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د اغزن سیم لګولو په اړه د کابل او اسلام اباد ترمنځ هیڅ ډول توافق نه دی شوی.
✒: دفتر رسانههای ولایت کندهار در یک خبرنامه میگوید که مولوی هبتالله آخوندزاده، رهبر طالبان، امروز در نشستی با شماری از مقامهای محلی کندهار از نیروهای امارت اسلامی خواسته است که فرمان عفو عمومی را رعایت کنند. آخوندزاده همچنان به مردم توصیه کرده است که کشور را ترک نکنند.
✒: امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه امروز با علی محمد بن حماد الشامسی، یک مقام بلندپایه امارات متحده عربی، در کابل دیدار و در باره همکاریهای اقتصادی و روابط دو جانبه گفتوگو کرد.
سخنگوی وزارت خارجه میگوید که در این دیدار آقای متقی گفت که امارات متحده عربی موقعیت خوب دارد و میتواند همچون ارتباط دهنده افغانستان با جهان در بخش بازرگانی نقش بازی کند
✒: اردوغان: هدفمان تبدیل ترکیه به یکی از 10 اقتصاد برتر جهان و مشارکت موثرتر در مدیریت جهانی است.
✒: د جاپان په ځینو برخو کې د واورو د اورېدو له امله لسګونه الوتنې لغوه شوې. د جاپاني رسنیو د راپورونو له مخې، د نیګاتای په ایالت کې هم واورې ورېدنې ترافیکي چارې له ستونزو سره مخ کړې دي. په دغه ایالت کې د واورې اورښت تر یو سل او پنځلس سانتي مترو پورې رسېږي.
✒: رینا امیری همچون نماینده ویژه ایالات متحده برای افغانستان در امور زنان، دختران و مسایل حقوق بشری گماشته شد. انتونی بلینکن، وزیر خارجه امریکا در تویتی میگوید که رینا نقش موثری در راستای تلاشهای امریکا از بهر رسیدن به یک افغانستان صلحآمیز، با ثبات و امن برای همه، بازی خواهد کرد.
✒: د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو ویلي، د افغانستان خلک سخت ژمی تېروي او باید لاسنیوی یې وشي. د ټروډو په خبره له خپلو اروپايي متحدینو سره په اړیکه کې دي او ټول د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري نو له همدې امله د بشري مرستو پر پراختیا ټینګار کوي.
✒: امریکایي چارواکي وايي چې په امریکا کې په یوه ورځ کې د کرونا اومیکرون بڼې ۴۴۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. بلخوا روغتیايي چارواکي وایي دا شمېره تر دې هم لوړه ده، ځکه د کریسمس د رخصتیو له امله ډېر خلک پر وخت روغتونونو ته نه ورځي.
✒: د متحده عربي اماراتو یو لوړپوړي پلاوي په کابل کې د افغانستان ا.ا له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې پر لمریزې برېښنا پانګونې ته چمتو دی.
✒: روسیې یو ځل بیا ویلي چې پر سوریې د اسراییل بریدونه په سیمه کې بې ثباتۍ ته لار اواروي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړې استازولۍ ویلي چې دوی په سوریه باندې وروستي بریدونه څېړي خو ټینګار کوي، هر هغه برید چې د سیمې د بې ثباتۍ لامل کېږي دوی یې غندي.
✒: د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې ده چې په بېړه له افغانستان سره بشري مرستې وکړي. نوموړي ویلي چې لویدیځ د نننۍ نړۍ تر ټولو ستر بشري بحران په اړه ویده دی.
✒: د افغانستان په اړه د ترویکا پلس غونډه جوړیږي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، ټاکل شوې چې د ۲۰۲۲ کال دجنوري اخر کې د افغانستان په اړه د ترویکا پلس فارمت کې د روسیې، امریکا، چین او پاکستان استازو ترمنځ د افغانستان په اړه غونډه وشي.
✒: له پښتون ژغورنې غورځنګ وراېخوا، د پاکستان يو شمېر نور سياسي ګوندونه هم، د پاکستان د حکومت او پوځ له کړنو سرټکوي.
د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو وايي، چې د پاکستان حکومت ظلم او ديکتاتوري کوي او بيا زورواکو ډلو ته يې مشران سر ټیټوي.
نوموړي ويلي، چې پاکستان کې د وينا ازادي نشته، د ژوند کولو ازادي نشته، د ساه اخيستلو ازادي نشته، ولس بې وسه دى.
د يادونې ده، چې، د پاکستان حکومت او پوځ پر وړاندې پښتون ژغورنې غورځنګ هم پراخه مبارزه پيل کړې او له واکمن حکومته د پښتنو پر وړاندې د تاوتريخوالي پای ته رسېدل غواړي.
✒: هندي رسنيو ليکلي دي، چې نېږدې مياشت کې چې پاکستان د هندوستان له خوا افغانستان سره د مرسته شوي غمنو او درملو د لېږد اجازه نه ورکوي.
عمران خان په تېر کې ويلي وو، چې د پاکستان له خاورې به افغانستان ته د بشري مرستو د تېرېدو اجازه ورکړي، خو تر اوسه يې دا ژمنه بشپړ نه ده پلې کړې.
