No-IMG

د اسلامي پوهنتون مسئولينو له محترم حکمتيار صاحب سره وليدل

جمال الدين اصحاقي

سه شنبه؛ د ۱۴۰۰ ھ ش کال د قوس مياشتې دېرشمه.

نن له غرمې مخکې د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير د اسلامي پوهنتون د مرکزي څانګې رئیس ښاغلي احمد ذکي، د ياد پوهنتون علمي مرستيال محمد عارف ملکيار، ورسره راغلي پلاوي او په کوټه سنګي کې د ياد پوهنتون طبي څانګې له مسئولینو  سره وکتل. په دې کتنه کې د اسلامي پوهنتون پر پرمختګونو، ننګونو او ستونزو تفصيلې خبرې وشوې.

ښاغلي ذکي وويل: نږدې له يو کال راهيسې چې زه د اسلامي پوهنتون د رئيس په توګه ټاکل شوی يم، هڅه مو کړې چې د ياد پوهنتون له طبي څانګې سره چې په کوټه سنګي موقعيت لري ښې او دوامداره اړيکې ولرو او هڅه کوو چې دا اړيکې لا پیاوړې شي.

د ياد پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي ملکيار بيا وويل: د پوهنتون تدريسي وضعيت د ټولو خصوصي پوهنتونونو په پرتله ډېر ښه دی، يوازېنۍ مسئله چې د پوهنتون اداره ورسره لاس او ګرېوان ده، هغه د جواز اخيستو پروسې ټکنيتوب دی چې بايد سريع شي. ورسره راغلي اداري او تدريسي پلاوي هم د ځينو ستونزو او ننګونو يادونه وکړه چې د حکمتيار صاحب له طرفه يې د حل په برخه کې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د ياد پوهنتون د طبي څانګې استازي ښاغلي انصاري بيا د ځينو محصلينو له چلن شکايت وکړ او زياته يې کړه چې د ځينو مغرضو کړيو په توسط د پوهنتون د بدنامۍ هڅه کوي او همدې ناوړه موخې ته د رسېدو له پاره يې د جواز نشتون مسئله پلمه ګرځولې. په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت سره د جواز مسئله نهايي شوې او هغوی هم کلکه ژمنه کړې وه چې په همدې هفته کې به د جواز کارونه خلاص شي. خو د ځينو نامعلومو ملحوظاتو له کبله يې په وروستيو کې راته وويل؛ چې ستاسې د جواز مسئله د وزيرانو شورا پرېکړې ته راجع شوې او بايد انتظار وکړئ.

قدرمن حکمتيار صاحب وويل: د پوهنتون د ښه والي له پاره څه ته چې اړتيا وي کوو يې. فعلاً د پوهنتون ډېری ستونزې د جواز نشتون له کبله دي، د جواز ستونزه چې حل شوه نورې ستونزې خپله ورسره حلېږي. هغه همدا راز هيله وښوده چې د اسلامي پوهنتون مرکزي او کوټه سنګي څانګې سره يو شي، خو زياته يې کړه؛ همدا چې د تعمير جوړولو چارې يې بشپړې شي، همدا کار به وکړو.

حکمتيار صاحب د محصلينو د غوښتنو په اړه وويل؛ د هغوی روا غوښتنو ته بايد تمکين وشي او ورکړل شي، ځکه دا يې حق دی او هغوی چې د نورو په اشاره شرارت جوړوي او تخريب کوي بايد اخراج شي. دې ته بايد و نه کتل شي چې چا؟ او له کوم آدرس معرفي کړی.

په ولاياتو کې د ياد پوهنتون د څانګو فعالولو په اړه حکمتيار صاحب وويل؛ د جواز له اخيستو وروسته تصميم لرو چې په ولاياتو کې هم فعالې څانګې ولرو او په دې اړه مو له دولتي مسئولينو سره هم خبرې کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک