محترم حکمتيار صاحب د غزني، باميان او فارياب ولايتونو له جهادي مشرانو او مسئولينو سره وکتل
نن چهارشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۸مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير نن له غرمې مخکې د غزني، باميان او فارياب ولايتونو له يو شمېر جهادي مشرانو او مسئولينو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد په روان سياسي او أمنيتي وضعيت تفصيلې خبرې وشوې.
راغلو مشرانو د خپلو اړونده ولايتونو په اړه وويل:
وضعيت الحمدلله تر ډېره بريده ښه دی، د مسئولينو تعامل له رعيت او نورو سياسي جهتونو سره په متقابل احترام او درنښت ولاړ دی.
قدرمن حکمتيار صاحب وويل: هيله مند يو چې وضعيت نور هم د بهبود خواته لاړ شي، او په کومو برخو کې چې لا هم ستونزې شته د حل له پاره يې بايد ټولې خواوې په ګډه سره کار وکړي. موږ هم دلته له مسئولینو سره دوامداره رابطه لرو، مشورې ورکوو او د اړتيا پر وخت ورسره ملاقاتونه لرو او هڅه کوو چې د وضعيت په بهبود کې ورسره مرسته وکړو.
همدا راز قدرمن حکمتيار صاحب په ولاياتو کې د اسلامي پوهنتون او اړونده تحصيلي برنامو په اړه وويل؛ له مسئولینو سره په رابطه کې يو، د جواز له اخيستو وروسته به إن شاء الله په ولاياتو کې ډېر ژر خپل علمي او تحصيلي فعاليتونه پيل کړو.
د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
