No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې په اساس په هیواد کې په بهرنیو اسعارو د معاملاتو د مخنیوي لپاره ځانګړي ګروپونه جوړیږي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کابل پلچرخي زندان څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې، « اسلامي امارت د تېرو شلو کلونو په بهیر کې سخت پړاوونه وهلي خو لله الحمد چې په دې ټوله اوږده موده کې نه تر خپل مقدس هدف تیر شوی او نه یې هم له دښمن سره سازش کړی دی

: ‏د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق کابل نیوز سره خبرو کې ټولنیزو رسنیو کې رییس الوزرا ته منسوب شوی غږ جعلي وباله.

ټولنیزو رسنیو کې يو خپور شوی غږيز پيغام، چې ادعا کېږي د رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند اړوند دی، په ژړغوني غږ وايي چې د مسلمانانو پیغمبر یې خوب کې لیدلی.

: ‏اشرف غني د نړۍ دويم فاسد شخص ونومول شو.

د سازمان شويو جرمونو او فساد په اړه د راپور ورکولو پروژې (OCCRP) د ۲۰۲۱ کال لپاره د «لوکاشینکو» نه وروسته اشرف غني فاسد او بې کفایته شخص اعلان کړ.

: ‏د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ خورېدو په اړه د پوتین اندېښنه بې ځایه ده او ټینګار یې کړی دی چې افغانستان هیچاته ګواښ نه دی.

: ‏د افغانستان ا.ا د قطر دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي چې په اسلام کې حاکمان د خلکو خدمتګاران وي. نوموړي زیاته کړې ده چې د خلکو پر زړونو واکمني د دوی اصلي هدف دی او هڅه کوي چې دا مسئله په حقیقت بدله کړي.

: ‏د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه وايي چې د نورین ټلوېزیون د امتیاز څېښتن محمد عارف نوري چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ نیول شوی و، نن له بنده ازاد شو.

د ژونالېستانو ټولنې د نوري د ازادېدو له هرکلي سره، له اسلامي امارته غواړي چې له خبریالانو او رسنیو سره ښه همکاري ولري.

: ‏اسلامي امارت: پرون د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو کمېسیون جوړ شي، چې د پېښو بحران مدیریت کړي.

: ‏عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل ښار له ۱۵ ښارګوټو څخه یې اسناد د بیا کتنې لپاره ټول کړيدي. په خبرپاڼه کې راغلي، دا اسناد د عدلیې، ښار جوړونې وزارتونو او کابل ښاروالۍ له خوا څېړل کېږي څو معلومه کړي چې په دغو ښارګوټو کې د امارت څومره ملکیتونه غصب شوي.

: ‏فیصله کابینه ا.ا.ا.: پس از این شرکت ملی بس در چوکات وزارت مالیه فعالیت می‌کند، البته پالیسی، تعیینات و برنامه‌های کاری این شرکت در هماهنگی با وزارت هوانوردی و ترانسپورت پیش برده می‌شود.

: ‏فیصله کابینه ا.ا.ا. : هیئتی به رهبری مولوی عبدالسلام حنفی، معاون رییس‌الوزرای ا.ا.ا. مسوولیت بررسی توزیع زمین در پارک‌های صنعتی کابل به عهده گرفت.

: ‏د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ په کابل کې صنعتي پارکونو ته د ځمکې د ورکړې موضوع څېړل کېږي او په قندهار کې د صنعتي پارکونو او برېښنا ستونزې حل لپاره هم د کابینې په غونډه کې د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ پلاوی ټاکل شوی دی.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه در پیام ویدئویی خود به کنگره مسلمانان آمریکا «MAS-ICNA»، با اشاره به اینکه طی دوره شیوع کرونا، اسلام هراسی نیز افزایش یافته، خواستار مبارزه با اسلام هراسی در سراسر جهان شد.

وی تاکید کرد: باید همکاری خود در زمینه مبارزه با اسلام هراسی و خارجی ستیزی را افزایش دهیم. مسلمانان تنها با اتحاد موفق خواهند شد.

رئیس‌جمهور ترکیه همچنین خواستار افزایش کمک‌ها به فقرا و افرادی که طی دوره شیوع کرونا کار خود را از دست داده‌اند، شد.

گفتنی است، بیستمین کنگره سالانه MAS-ICNA توسط سازمان‌های مردم نهاد مسلمانان آمریکایی در شهر شیکاگو در حال برگزاری است.

: با پایان عملیات بتن‌ریزی فرودگاه ریزه-آرتوین به عنوان دومین فرودگاه دریایی ترکیه، روند ساخت این فرودگاه وارد مرحله جدیدی شد.

عملیات ساخت این فرودگاه با پر کردن آب دریا در سواحل دریای سیاه از سال 2017 آغاز شده و عملیات بتن ریزی و ایجاد زمین به عنوان مهمترین بخش احداث فرودگاه به پایان رسیده است.

این فرودگاه در فاصله 34 کیلومتری شهر ریزه و 125 کیلومتری آرتوین قرار دارد و پیش‌بینی می‌شود حدود 3 میلیون مسافر در سال از آن استفاده کنند.

پیشتر فرودگاه اردو-گیره‌سون نیز با پر کردن سواحل دریای سیاه به عنوان نخستین فرودگاه دریایی ترکیه افتتاح شد.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه: تلاش‌های ترکیه برای رسیدن به سطوح بالاتر در تمامی بخش‌های صنعتی ادامه دارد.

اردوغان: تلاش‌های‌مان بر مبنای این اصل که استقلال اقتصادی لازمه استقلال سیاسی است، ادامه دارد.

اردوغان: قطب نمای ما تولید ارزش افزوده بوده و مسیرمان سرمایه‌گذاری، اشتغال‌زایی، تولید، صادرات و رشد است.

اردوغان: هدفمان تبدیل ترکیه به یکی از 10 اقتصاد برتر جهان است. بیشتر از هر زمان دیگری نیز به این هدف نزدیک شده‌ایم.

رئیس‌جمهور اردوغان: صادرات سالانه کشور تا پایان ماه گذشته به 221 میلیارد دلار رسید. ترکیه در آینده نزدیک شاهد تراز پرداخت مثبت خواهد بود.

: ‏د المان حکومت وايي د افغانستان له خلکو سره یې چې د ۶۰۰ مېلیونه یورو مرستې ژمنه کړې وه، ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو ته یې ورکړې ده، چې د دغو سازمانونو له لارې په افغانستان کې اړمنو کسانو او په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوالو ته بیړنۍ مرستې پرې برابرې کړي.

: ‏تازه بیا هم د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات پیل شوي دي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي دوی په لومړي سر کې د دې غوښتونکي دي چې امریکا پر ایران لګول شوي بندیزونه لري کړي او دغه هېواد وکړی شي خپل تېل په ازاده توګه په بازارونو کې وپلوري.

:امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول شوي دي. امریکايي رسنۍ وايي د تخلیې په ماموریت کې سلګونه داسې ماشومان راوستل شوي چې تر دې دمه یې د کورنۍ او مور او پلار په اړه هېڅ راز معلومات نشته دي.

د دوی موندنې ښيي چې تر دې دمه ۱۴۵۰ داسې ماشومان تشخیص شوي چې کورنۍ یې ورسره نشته دي. د دوی عمرونه د لسو او اوولسو کلونو ترمنځ دي.

: ‏د رنډ په نامه یوه څېړنیز مرکز په خپل وروستي تحلیل کې ویلي، چې امریکا ډېر وخت هڅه کوي د قدرت د موازینې او خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په ځينو هېوادونو کې نظامي مداخله وکړي، چې دا چاره کله ګټې خو ډېر وخت زیانونه هم لري.

: ‏په سکاټلنډ کې د ښوونکو او پروفیسورانو ټولنه له سکاټلنډ او برېټانیا غوښتي چې په افغانستان کې په روان وضعیت کې د نجونو او ښځینه وو د تعلیم او تحصیل په برخه کې د شته خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړی او له دغه هېواد سره دې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

: ‏اسراییلو د سوریې پر یوه مهم بندر هوایي بریدونه کړي دي. د اسراییلو دفاعي چارواکو ویلي چې دا د سوریې تر ټولو مهم او ستر بندر دی چې سوریې ترې د ځینو ورانکاره فعالیتونو په برخه کې کار اخیست.

: ‏امریکا کې په دوو جلا وسله والو پېښو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د امریکا پولیس چارواکو ویلي چې د امریکا د کلوراډو ایالت په دنور او لیکوود سیمو کې په وسله والو پېښو کې پنځه تنه وژل شوي او درې نور سخت ټپيان شوي دي.

: ‏په برازیل کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړه شویو کسانو شمېر شلو ته رسېدلی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برازیل تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه باهیا ده چې شاوخوا ۱۵ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي.

: تېرو شلو کالونو کې، امريکا متحدو ايالتو هر کال په میلياردونو ډالر په خپله دفاعي بوديجه کې د افغانستان جګړې لپاره ځانګړي کول، خو سږ کال يې د ۲۰۲۲ کال دفاعي بوديجه کې د افغانستان جګړې لپاره پيسې نه دې ځانګړې کړې په ورته وخت کې د متحدو ايالتو ولسمشر جوبایډن يو ۱۶ کسيز کمېسيون ته دنده سپارلې، چې افغانستان کې د امريکا د شل کلنې جګړې ټولې خواوې وڅېړې او په راتلونکي کې يې د عبرت په ډول د امريکا پوځي پاليسيو او ماموریتونو کې په پام کې ونېسي.

: ‏د پاکستان د بشري حقونو وزارت وايي چې په تېرو څلورو کالونو کې پاکستان کې په کار ځايونو او دفترونو کې ۱۶۱۵۳ د جنسي تېريو پېښې شوې دي.

پر پاکستاني ميرمنو د جنسي تېريو تر ټولو زیاتې پیښې، ۴۴۳۳، پنجاب ايالت او تر ټولو کمې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې ثبت شوې.

: ‏د روسیي رسنيو د راپورونو له مخې ولادیمیر پوتین پرون له امام علي رحمان سره د کتنې پر مهال ويلي، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

پوتین ویلي، غواړي په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډه پیاوړې کړې او تاجکستان ته پوځي تجهیزات ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک