مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د رٸيس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه شوې.
په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت دې د هيواد د شهيدانو کورنۍ ته د هر يتيم پر سر ٢زره افغانۍ، د فلج شخص پر سر ١٥ زره افغانۍ او هر د دوو اندامونو معلول ته دې ١٠ زره افغانۍ د مرستې په توګه ورکړي.
✒: نن د کابل په بازارونو کې یو ډالر د ۱۰۵ افغانیو په بدل کې تبادله کیږي.
✒: د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د ۲۳ سیمه ییزو او ولایتي روغتونونو ۱۰ زره کارکوونکو ته یې میاشتنۍ تنخواګانې ورکړې دي.
مسوولان وايي، دغې کمېټې ژمنه کړې، چې د شپږو میاشتو لپاره د یادو روغتیايي مرکزونو د کارکوونکو معاشونه او ورځني لګښتونه ورکړي.
✒: جلال اباد کې د انسان تښتونکو پر وړاندې ځانګړي عمليات: درې انسان تښتونکي وژل شوي، دوه ژوندي نېول شوي او تښتول شوی صراف هم انسان تښتونکو وژلی.
✒: ۲/۱ د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال او د شمال ټلوالې د پخواني وژل شوي قومندان احمد شاه مسعود ورور، احمد ضيا مسعود ويلي، چې افغانستان کې د نورو قومونو په پرتله دوی (تاجکان) ډېر بافرهنګ او باتمدنه دي نوموړي ويلي دي چې تاجکان د نورو قومونو په څېر قبايلي ژوند نه لري، ښارونو کې اوسي او د تمدن نښه يې دا ده، چې د پاکستان ملي سرود هم په فارسي ژبه دی.
✒: د افغانانو د زده کړو او له افغان خاورې پاکستان ته د ګواښونو شتون په اړه د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د وروستیو څرګندونو ته د غبرګونونو په لړ کې پير سيد اسحاق ګيلاني هم غبرګون ښوودلی، نوموړي رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې پاکستان لا پيدا شوی نه وو، چې افغانانو پر خپلو نجونو زده کړې کولي؛ ګيلاني ويلي چې دا خبرې بې ځايه دي چې افغانان په کلتوري ډول د نجونو د زده کړو مخالف دي.
✒: د هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کنګل کېدو او په هېواد کې د اقتصادي ننګونو په غبرګون کې د پلازمېنې د اوسېدونکو لاریون.
✒: د کندهار والي ویلي چې یوه ټولنه د لوستو کسانو پر مټ پرمختګ کولی شي او دا نظام په افغاني، اسلامي او عقیدوي ارزښتونو سمبال لوستو ځوانانو ته اړتیا لري. حاجي محمد یوسف دا څرګندونې د ملالۍ لوړو زده کړو موسسې له رییس او استادانو سره په لیدنه کې کړې دي.
✒: مولوی عبدالولی شعیب، مدیر عمومی پاسپورت ولایت کندز میگوید که از توزیع حدود ۴۰۰۰ پاسپورت به متقاضیان در آن ولایت در بیش از ۳ هفته گذشته نزدیک به ۲۰ میلیون افغانی پول را جمعآوری کردهاند و به حساب عواید دولت در د افغانستان بانک تحویل داده اند.
✒: جیک سالیوان، مشاور امنیت ملی ایالات متحده، این هفته به اسرائیل و کرانه باختری رود اردن سفر و با مقامات ارشد دیدار خواهد کرد.
امیلی هورنای، سخنگوی امنیت داخلی کاخ سفید ضمن تایید این سفر گفت که سالیوان با نفتالی بنت نخست وزیر و دیگر مقامات ارشد اسرائیل دیدار و بر حمایت ایالات متحده از اسرائیل و اهمیت روابط بین دو کشور تاکید خواهد کرد.
سالیوان همچنین در چهارمین نشست گروه مشورتی استراتژیک با ایال هولاتا همتای اسرائیلی خود شرکت میکند و در این نشست روابط دو کشور در یک سال اخیر مورد بحث قرار خواهد گرفت.
✒: قیمت دلار در ترکیه 30 درصد سقوط کرد.
در پی اظهارات رئیس جمهور ترکیه شب گذشته در ارتباط با گامهای جدید اقتصادی آنکارا، بهای هر دلار آمریکا با کاهش بیش از 30 درصد از 18.36 لیر به 12.5 لیر سقوط کرد.
✒: وزارت امور خارجه ایتالیا گفته است که کشورش ۲۱ میلیون یورو به افغانستان کمک مالی میکند.
به گفتۀ مرینا سرینی، معاون وزارت خارجه ایتالیا ۱۱ میلیون یورو برای امور بشری افغانستان و ۱۰ میلیون باقیمانده آن برای کمکهای اضطراری به افغانان درایران و پاکستان اختصاص داده میشود.
✒: په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو سره هممهاله پر بايډن او امریکايي حکومت د بندیزونو د لرې کولو لپاره فشارونه ډېر شوي دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د کانګریس ګڼو غړو، په امریکا کې د بشري حقونو فعالو بنسټونو او ځینې اداراتو په بېلو لیکونو کې د بایډن له ادارې پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د کمولو غوښتنه کړې ده.
سرچینه وایي پر بایډن فشارونه ډېر شوي او ښایي دې ته اړ کړل شي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او یا هم پر بدېلو لارو چارو فکر وکړي.
✒: د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو ضد ایتلاف وايي چې دوی د ځینو هدفونو د له منځه وړلو لپار د صنعا پر هوايي ډګر هوایي بریدونه کړي دي او په دې ډګر کې یې شپږ سیمې په نښه کړې دي.
✒: د سعودي عربستان حکومت پرېکړه کړې ده چې د هغو افغان مسافرو د اقامو نیټې وغځوي چې تر وروستیو تحولاتو وروسته په افغانستان کې بند پاتې دي.
✒: وروسته تر هغه چې په دې وروستیو کې ایران او نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو ورماتېدو اندېښنې راوپارولې، ایران ویلي چې دوی له دې وروسته د افغان کډوالو لپاره د خدماتو د عرضه کولو ظرفیت او وړتیا نه لري.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې مسکو به د امریکا د غیر دوستانه اقداماتو په غبرګون کې مناسب نظامي او فني تدابیر ونیسي. ریانوویسټي اژانس راپور ورکړی دی چې ولسمشر پوتین دا څرګندونې په مسکو کې له دفاع وزیر سره یو ځای یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې کړې دي.
✒: ندپرایس، سخنگوی وزارت خارجه امریکا روز گذشته به خبرنگاران گفت که ایالات متحده به کمکهای بشردوستانهاش به افغانستان ادامه میدهد و در همکاری با سازمان ملل تلاش دارد تا پول نقد به اقتصاد افغانستان وارد سازد.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې په یمن کې د ایران سفیر حسن ایرلو د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
✒: جاپان افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسېدو لپاره له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره ۱۰۹مېلیون ډالره مرسته کوي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه مرستې به د ملګرو ملتونو سازمان او نړۍوالو بنسټونو له لارې خلکو ته ورسېږي.
او د دغې کڅوړې۱۰۰مېلیونه ډالر به یې افغانستان کې ولګول شي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، هېواد یې له افغانستان څخه د هغو کسانو اېستلو ته ژمن دی، چې ژوند یې له خطر سره مخ دی او یا يې د وتلو شرایط پوره کړي دي.
نوموړی وايي، د تخلیې د ماموریت د پای ته رسېدو لپاره ټاکلی مهالوېش نشته.
